یو سلوانیایی سرتيری د ایـټالیا په سرحد کې. کرېډېټ دانا: البز/کډوال نیوز
یو سلوانیایی سرتيری د ایـټالیا په سرحد کې. کرېډېټ دانا: البز/کډوال نیوز

د روان کال له جولای میاشتې راهیسې ایټالیا ته د تلونکو کډوالو د نیولو له پاره سلوانیایي سرتېرې له ایټالوي عسکرو سره ګډه ګزمه کوي. کډوال نیوز د سلوانیا په کوپر ښار کې له سرتېرو سره لیدلي دي.

له څو ساعتو راهیسې باران ورېږي. دوه سلوانیایي او یوه ایټالوۍ سرتېري وایي چې نن یې کوم کډوال نه دی موندلی. خو ممکنه ده چې دا د باران له کبله وي. ایټالوۍ سرتېره زیاتوي: «دا به یو څه مشکل وي چې څوک د هوا په خرابو حالاتو کې له سرحده د تېرېدو هڅه وکړي، خو ناممکنه نه ده.» نوموړې د سهار په ۷ بجو خپله دنده پیل کړې او اوس د راپور ورکولو له پاره د کوپر کمیسارۍ په لور روانه ده.

سرتېري د ورځې له خوا په کاستېلېک او دو سوسېرب غرونو کې ګزمه کوي چې د کوپر ښار په لس کیلومترۍ کې موقعیت لري.

له جولای میاشتې راهیسې ایټالوي او سلوانیایي سرتېري د سلوانیا او ایټالیا د ګډې پولې په اوږدو کې ګزمه کوي. هدف: بالکان مسیر کې باید د هغو ناقانونه مهاجرو مخه ونیول شي چې ایټالیا او لوېدیځې اروپا ته تلل غواړي.


که څه هم په ۲۰۱۵ کال کې په زرګونو سوریایي، عراقي او افغان کډوالو د همدغې مسیر څخه اروپا ته د تلو هڅې کړې وې، په تېرو درېو کلونو کې د دغو مهاجرو په شمېر کې کموالی راغلی و. خو د ۲۰۱۹ له پسرلي راهیسې سلوانیا ته د کروېشیا څخه د ننوتونکو کډوالو په شمېر کې یو ځل بیا زیاتوالی راغی.

د کوپر ښار د پولیسو یو قومندان ویجیم توسکان وایي: «د تېر کال پرتله ایټالیا ته د تلونکو کډوالو په شمېر کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.» د سلوانیایي چارواکو په حواله د روان له جنورۍ د اکټوبر تر پایه پورې ۱۴۰۰۰ کسان په ناقانونه توګه له سلوانیا څخه د تېرېدو هڅې کړې دي.  


ګڼ شمېر مراکشیان او الجزایریان

له پولیسو له خوا نیول شویو کسانو کې ګڼ شمېر مراکشیان او الجزایریان لیدل کېږي چې له ترکیې څخه راغلي دي. دغه کسان په اسانۍ سره د ترکیې ویزې ترلاسه کولی شي. لیوبلیانا کې مېشت مراکشی کډوال امیر* وایي: «بله لاره هم موجوده وه، لکه د مدیترانې لاره. خو دا ډېره قیمته وه. قاچاق وړونکي غوښتل چې له ما نه ۵۰۰۰ یورو واخلي. خو د بالکان له لارې سفر کول کوم لګښت نه لري.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ویچ، سلوانیا کې د پناه غوښتونکو یوازنی مرکز (۲/۳) 

یو بل کډوال چې مدیترانه کې یې تروما لیدلې وایي: «ورور مې غوښتل چې په یوه کوچنۍ کښتۍ کې اسپانیا ته ولاړ شي، خو مدیترانه کې ومړ. د ترکیې او بالکان له لارې سفر کول ډېر وخت نیسي، خو خطرونه یې کم دي.»

د سلوانیایي چارواکو د شمېرو له مخې نیول شویو کې ډېری کسان له مغرب هیوادونو، پاکستان او افغانستان څخه دي. پولیس وایي چې د وضعیت په پام کې نیولو سره د ناقانونه کډوالو پر وړاندې اقدامات کوي.

«قاچاق وړونکي ته اړتیا نشته»

خو ایا ایټالیا ته رسېدل اسان دي؟ امیر وایي: «دومره سخت کار نه دی. زه اوس په لیوبلیانا کې یم ځکه غواړم چې ځان ته بوټونه او یو ګرم بالاپوش واخلم.» امیر غواړي چې د فرانسې بوردو سیمې ته ورشي. «له خپل یو ملګري سره  به له ځنګله تېرېږو. قاچاق وړونکي ته اړتیا نشته. د انټرڼت په مرسته خپله لاره پیدا کوو.»

ځینې نور کډوال هم وایي چې دغه لاره کې ازغن سیمونه نه دي لګول شوي. امیر زیاتوي: «له کروېشیا نه تېرېدل ډېر سخت دي. ازغن تارونه، سرتېري، تاوتریخوالي...» تر دې دمخه د سلوانیا حکومت ویلي وو چې نه غواړي پر خپله لوېدیځه پوله خنډونه جوړ کړي. خو له ایټالیا سره پر ګډه پوله پولیس د کډوالو د نیولو له پاره ګزمه کوي.

پولیس نه یوازې د کمرې او بې پیلوټه الوتکې څخه کار اخلي بلکې د سیمې اوسېدونکي هم ورسره مرسته کوي. د پولیسو قومندان وایي: «کله ناکله د سیمې اوسېدونکي موږ ته زنګ وهي او غرونو کې د تېرېدونکو کسانو د شتون په اړه پولیسو ته اطلاع ورکوي.»

خو له پولې څخه د تېرېدو «تکنیکونه» په هر موسم کې فرق کوي: «دوبي کې کډوال پیاده مزل کوي. ژمي کې په موټرونو او یا لاریو کې له سرحده تېرېږي. کله کله د شپې له خوا د تېرېدو هڅه کوي.»

یوه اونۍ کې ۱۲۴ کسان نیول شوي

د همدغو «تکنیکونو» له امله د پولیسو په ګزمه کې هم بدلون رامنځته کېږي. د پولیسو قومندان وایي: «خو موږ تا ته د خپلو تکنیکونو په اړه څه نه وایو.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: سلوانیا: له کروېشیا سره پر پوله د «شرم» خنډونه

سلوانیایي پولیس دا هم وایي چې د دغه سیستم څخه راضي دي. د کوپر د پولیسو قومندان زیاتوي چې تېره ورځ (د نومبر ۱۲مه) یې ایټالیا ته تلونکي ۱۲ کډوال نیولي چې د قاچاق وړونکو په درېو موټرونو کې سپاره ول. «د نومبر له ۴ تر ۱۰ پورې مو ۱۲۴ تنه نور نیولي. مانا یې دا چې ګزمې مو موثرې دي.»


* مستعار نوم

 

نورې ليکنې