د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر ۱۹مه، موریا کمپ. کرېډېټ: رویترز
د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر ۱۹مه، موریا کمپ. کرېډېټ: رویترز

د یونان حکومت ویلي چې غواړي په راتلونکي کې د لېسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو کې د مهاجرو کمپونه وتړي. چارواکو زیاته کړې چې غواړي د اوسنیو کمپونو پر ځای تړلي مرکزونه جوړ کړي.

د یونان حکومت ویلي چې په راتلونکي کې به په لېسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو کې د مهاجرو کمپونه وتړل شي.

چارواکي زیاته کړې چې غواړي له حده ډکو کمپونو پر ځای تړلي مرکزونه رامنځ ته کړي. د کډوالۍ د چارو له پاره د یونان حکومت همغږي کوونکي الکیویادیس ستېفانیس د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۲۰مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه مرکزونه به د ۵۰۰۰ کسانو ظرفیت ولري. سرچینې زیاته کړه چې کډوالو ته به په کانتینرونو کې ځای ورکول کېږي او دوی به طعام خانو، ښوونځیو او عبادت ځایونو ته لاس رسی ولري.

بله خبره دا چې کډوال باید د پناه غوښتنې پروسې پر مهال په همدغو مرکزونو کې واوسېږي او نورو ټاپوګانو ته تللی نه شي.

مرکزي یونان ته د کډوالو انتقالول

نن سبا تر ۳۷۰۰۰ ډېر کډوال د یونان په ۵ «هات سپاټونو» - لېسبوس، ساموس، خیوس، کس او لروس – کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، حال دا چې د یونان حکومت په حواله دغه کمپونه ټولټال د ۶۲۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

تر دې دمخه د یونان حکومت له ټاپوګانو څه مرکزي یونان ته د کډوالو د انتقالولو پروسه پیل کړې ده. یاد حکومت ویلي چې د روان کال تر پایه پورې به ۲۰۰۰۰ کډوال مرکزي یونان ته انتقال کړي.

ښاغلي الکیویادیس ستېفانیس په خبري غونډه کې زیاته کړه چې ۱۵۰۰۰ کډوالو ته به د لېسبوس، ساموس او خیوس په تړلو مرکزونو او ۵۰۰۰ تنه نورو ته به په هوټلونو کې ځای ورکړل شي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: یونان: موریا پنډغالي کې د زرګونو کډوالو برخلیک نامعلوم دی

۱۲۰۰ تنه نور ساحلي او سرحدي سرتېري

د یونان حکومت بل اقدام به دا وي چې په یوناني ټاپوګانو کې نږدې ۸۰۰ تنه نور ساحلي سرتېري او له ترکیې سره پر پوله ۴۰۰ تنه سرحدي سرتېري وګومارل شي.

د روان کال په ترڅ کې یونان ته د ننوتونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د یونان د ښاریانو ساتنې وزارت ویلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کسان دغه هیواد ته رسېدلي دي. د یونان د ساحلي ګارد په حواله له تېرې جمعې تر دوشنبې پورې تر ۱۳۵۰ کسانو ځانونه یونان ته رسولي دي.

 

نورې ليکنې