فرانسه کې د افغانو مېندو ملګرتیا سازمان. کرېدېټ: رحیمه نوری
فرانسه کې د افغانو مېندو ملګرتیا سازمان. کرېدېټ: رحیمه نوری

د افغانو مېندو ملګرتیا (AMA) په نامه یوه فرانسوۍ ټولنه له ۱۳ کلونو راهیسې په افغانستان کې په روغتیایي او تعلیمي برخو کې فعالیت کوي. دا ټولنه د ګرځندو طبي پروګرامونو له لارې له افغانو مېرمنو او ماشومانو سره مرسته کوي. کډوال نیوز د دې ټولنې مشرې فرانسواز بارتهلمي سره مرکه کړې ده.

د افغانو مېندو ملګرتیا سازمان د شنبې او یکشنبې په ورځو (نومبر ۱۶ او ۱۷مه) د ایل دو فرانس په رامبویې سیمه کې د لاسي صنایعو او هنري شیانو نندارتون جوړ کړي و. په دې نندارتون کې د فرانسې د بېلابېلو سیمو خلکو د صنایعو او د هنري او شیانو د لیدلو او اخیستلو لپاره ګډون کړی و. یاده ټولنه وایي چې هدف يې دا دی چې د مذهبي، سیاسي او ټولنیزو تبعیضونو پرته له افغانانو سره مرستې وکړي. 

کالي او عکسونه. کرېډېټ: رحیمه نوري

کډوال نیوز: د افغانو مېندو ملګرتیا سازمان په کومو برخو کې فعالیت کوي؟

فرانسواز بارتهلمي: زموږ سازمان په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. موږ غواړو چې د ګرځندو روغتیایي برنامو له لارې په مستقیمه توګه د مېرمنو او ماشومانو سره مرسته وکړو. دغه راز د افغانستان بې وزله خلکو ته طبي مشورې ورکوو. 

د بېلګې په توګه، په کابل کې یو ډاکټر او دوه قابله ګانې هره اونۍ له یو موټر چلوونکي سره د پنځو روغتیایي مرکزونو څخه چې په ۵ کلیو کې دي لیدنه کوي او هغو کسانو ته روغتیایي مرستې برابروي چې درملنې ته اړتیا ولري.

 ښځې، ماشومان او نارینه د وړیا مشورې له پاره یادو مرکزونو ته مراجعه کوي او هر کال په کوچي، استالف او بابوش شاوخوا کې د ۲۰۰۰ ناروغانو درملنه کېږي. موږ دغه راز د افغانو ښځو او ماشومانو د بشري حقونو ملاتړ کوو او په تعلیمي پروژو کې برخه اخلو.

یوه ډاکټره ښځو ته روغتیایي مشورې ورکوي

ستاسو تعلیمي پروژې څه دي او څنګه ترسره کېږي؟

زموږ سازمان د انجمن افرین په ملګرتیا په ۲۰۱۲ کې د بامیان په ولایت کې د قون میرزا عالي لیسې په ودانولو او پراختیا کې برخه واخیستله. سازمان مو دغه راز په ۲۰۱۳  کال کې د کابل د دشت –برچي د یوه ښوونځي د دوهم پوړ د جوړولو کار پیل کړ. 

په ۲۰۱۴ کال کې مو جلال آباد کې د یوې عالي لیسې د کتابتون په جوړولو کې ونډه واخیستله. له ۲۰۱۵ راهیسې موږ د بامیان په ولایت کې د سلو ښوونکو د روزنې درې میاشتنی پروګرام هم تمویلوو. 

په ۲۰۱۸ کې مو په کلیو کې د نالوستو میرمنو لپاره د سواد پروګرامونه جوړ کړل. همدغو کلیو کې مو طبي ډله هم فعالیت کوي. موږ غواړو چې افغانان خپل تاریخ و ارزښتونه په ښه توګه وپېژني او د سولې او امنیت د راوستلو په برخه کې ونډه واخلي.

سږکال مو په دې سیمو کې د نالوستو ښځو لپاره په یوه کور کې د سواد زده کړې پروګرام جوړ کړ، چې ښوونکې یې هم د همدې کلي اوسېدونکې وه. یادې ښځې په ډېره مینه خپلې زدکړې ته ادامه ورکوي. اوس مهال په دغه تولګي کې شاوخوا ۱۵ زده کونکي برخه اخلي.

دغه کلي د لوی ښار څخه لري دي نو ځکه هلته ښځې زدکړې ته لاس رسی نه لري. په لويو ښارونو کې تعلیمي سیستم ښه دی. خو په کوچنیو کلیو کې د ښځو لپاره د زدکړې امکانات برابر نه دي. 

د ښځو له پاره د سواد زدکړې پروګرام

تاسې د خپلو پروګرامونو د تمویلولو له پاره له کوم ځای څخه مالي مرستې ترلاسه کوئ؟

زموږ د سازمان غړي هر کال په فرانسه کې لیکچرونه، فلمونه او مستند فلمونه او کنسرتونه وړاندې کوي. همداراز د لاسي صنایعو یا نورو هنري شیانو په پلورلو سره پېسې تر لاسه کوو.

موږ دغه راز د افغانستان څخه څادرونه، وچې میوې، زیورات او عکسونه راوړم او په کال کې د دوو ورځو لپاره نندارتون جوړوو. په دغه نندارتون کې ځینې فرانسوي هنري شیان هم وړاندې کېږي او خلک د فرانسې د بېلا بېلو سیمې څخه دلته راځي او هنري او شیان اخلي چې پیسې یې په مستقمه توګه زموږ سازمان ته ورکول کېږي. تېر کال د فرانسې سفیر هم موږ سره مالې مرستې کړې وې. ددغه سیمې  خلک افغانستان پیژني او غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي.

نندارتون کې زیورات. کرېډېټ: رحیمه نوري

 

نورې ليکنې