د اېرلند روسلېر بندر. کرېډېټ: ګوګل ستریټ ویو
د اېرلند روسلېر بندر. کرېډېټ: ګوګل ستریټ ویو

د ستېنا لاین په نامه د بېړۍ چلولو شرکت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دې شرکت پر یوې کښتۍ بار کانتینر کې یې ۱۶ کډوال موندلي دي. دا کښتۍ له فرانسې څخه د اېرلنډ په لور روانه وه.

دغه ۱۶ کسان په داسې حال کې موندل کېږي چې څو اونیو وړاندې لنډن ته نږدې په یوه لارۍ کې د ۳۹ ویتنامي کډوالو مړي وموندل شول. دغه راز د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۱۹مه) د دي اف دي اس په نامه شرکت کارکوونکو پر کښتۍ بار یوه یخچالي کانتینر کې ۲۵ کډوال وموندل چې غوښتل یې برتانیا ته ولاړ شي.

د ستېنا لاین کښتۍ د فرانسې د نورماندي له شېربور بندر څخه خپل سمندري سفر پیل کړی و او د اېرلنډ د روسلار بندر په لور روانه وه.

د یاد شرکت د اړیکو مسئول یان هامپتون په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د کښتۍ یوه کارکوونکي د چهارشنبې په شپه د یوې «عادي پلټنې» په ترڅ کې دغه ۱۶ کسان په یوه تړلي کانتینر کې موندلي دي.

د نوموړي په حواله د موندل شویو کډوالو، چې تر اوسه یې هویت نه دی په ډاګه شوی، روغتیایي وضعیت ښه دی.

یاد شرکت زیاته کړې چې د اېرلنډ د کډوالۍ برخې چارواکو ته د موندل شویو کسانو په اړه اطلاع ورکړې ده.

تر اوسه پورې اېرلنډي پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د آیرېش ټایمز په حواله کډوال فکر کاوه چې برتانیا کې له کښتیه ښکته کېږي. د اېرلنډ د عدلیې او برابرۍ وزیر چارلز فلانګان په یوه اعلامیه کې د پېښې په اړه اندېښنه ښودلې ده. 

له ۲۰۱۸ راهیسې ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې ځان برتانیا ته ورسوي.

د اکټوبر میاشتې په پای کې لنډن ته نږدې د ۳۹ ویتنامیانو مړي په یوه یخچالي لارۍ کې وموندل شول. دغه لارۍ د بلجیم له زیبروژ سیمې څخه برتانیا ته تللې وه.


 

نورې ليکنې