له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن
له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن

چارواکي وایي چې ګزمه کوونکو پولیسو له یونان سره د شمالي مقدونیې پولې ته نږدې ۳۳ کډوال نیولي دي. تر دې د مخه د شمالي مقدونیې پولیسو ویلي وو چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې یاد هیواد ته د ۱۰۰۱۷ کډوالو د ننوتلو مخنیوی کړی دی.

پولیسو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې نیول شویو کې ۲۱ افغانان، ۷ پاکستانیان، ۳ عراقیان او ۲ ایرانیان شامل دي.

دغه کسان د چهارشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته سوېلي ښار سترومیکا ته نږدې موندل شوي دي.

چارواکو زیاته کړې چې داسې ګومان کېږي چې یاد کډوال په ناقانونه توګه له یونانه مقدونیې ته ننوتلي وي.

نیول شوي کسان بندري ښار جېوګلیا ته انتقال شوي او اټکل دی چې یونان ته به بېرته وشړل شي.

که څه هم د بالکان مسیر له ۲۰۱۶ راهیسې تړلی دی، خو لا هم په زرګونو کډوال له دغې لارې لوېدیځي اروپا ته د تلو هڅه کوي. دوی په معموله توګه انساني قاچاق وړونکو ته ډېرې پیسې ورکوي، چې له تړلو سرحدونه څخه یې تېر کړي. 

دا په داسې حال کې چې د روان کال د اکټوبر میاشتې په پیل کې دغه هیواد چارواکو د افغانانو په ګډون ۴۳ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي وو.


 

نورې ليکنې