اوپن ارمز کښتۍ د نومبر پر ۲۱مه مدیترانه کې ۷۳ کسان ژغورلي. کرېډېټ: رویترز
اوپن ارمز کښتۍ د نومبر پر ۲۱مه مدیترانه کې ۷۳ کسان ژغورلي. کرېډېټ: رویترز

په تېرو دوو ورځو کې د کډوالو ژغورونکې کښتۍ په سلګونو مهاجر د لیبیا په ساحلي اوبو کې ژغورلي دي. اټکل کېږي چې یادو کسانو د هوا په ښه کېدو سره د اروپا په لور خپل سفر پیل کړی وي.

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږترلږه لس بېړۍ د لیبیا او تونس له ساحلي اوبو څخه د مدیترانې په لور روانې شوې دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله په دغو بېړیو کې د سپرو کډوالو شمېر لږترلږه ۶۰۰ کسانو ته رسېږي. ځینې کډوال د ژغورونکو کښتیو له خوا ژغورل شوي دي. ځینې نور کسان سمندر کې د لیبیا او تونس ساحلي ګارد له خوا نیول شوي دي.

مدیترانه کې ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ درې عملیاتونه ترسره کړي دي: لومړي عملیات د سه شنبې په ورځ ترسره شول چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۴ کسان وژغورل شول. یادې کښتۍ دغه راز د چهارشنبې په ورځ ۳۰ کډوال په مدیترانه کې وژغورل.

اوشېن واینګ د پنجشنبې په شپه خپل درېم عملیات ترسره کړل. اس او اس مدیترانې په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې تر ۲۴ ساعتو لټون وروسته ۹۰ کسان چې په یوه کښتۍ کې سپاره وو له مدیترانې څخه ژغورل شوي دي. د یاد سازمان په حواله دغو کسانو د سه شنبې په ورځ له لیبیا څخه خپل سفر پیل کړی و.

د یوه خوندي بندر په لټه کې

اوسمهال اوشېن وایکنګ کې له مدیترانې څخه ژغورل شوي ۲۱۵ کسان سپاره دي. د اس او اس مدیترانې په حواله یاده کښتۍ په یوه اروپایي بندر کې د ژغورل شویو کسانو د ښکته کېدو په هیله «د شمال په لور روانه ده.» اس او اس مدیترانه سازمان زیاتوي چې کښتۍ یې د ایتالیا او مالتا له ژغورنې او همغږۍ مرکز څخه غوښتلي چې د دغو کډوالو د کوزولو له پاره یو خوندي ځای وټاکي.

بل لور ته اوپن ارمز کښتۍ د پنجشبې په ورځ ۷۳ کسان له مدیترانې څخه وژغورل. یاد سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې کښتۍ کې سپاره کډوال تروما لیدلې او پر بدنونو یې د ډزو ټپونه لیدل کېږي. دغه راز د ځینو کډوالو د بدن د حرارت درجه ټیټه شوې ده.  

څو ساعته وروسته ایتا ماري کښتۍ په مدیترانه کې ۷۸ کسان وژغورل چې په ډله کې یې ۷ ښځې او ۱۱ کم عمره کسان هم دي. یاده کښتۍ اوسمهال د لیبیا په ساحلي اوبو کې د کډوالو د یوې بلې کښتۍ په لټه کې ده.

دغه راز د لیبیايي ساحلي ځواکونو لږترلږه ۷۰ کسان ژغورلي دي.

د یادونې وړ ده چې د پنجشنبې په ورځ د کډوالو یوه بله کښتۍ لمپدوسا بندر ته ورسېدله چې ۷۴ کسان پکې سپاره وو. د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله یادو کسانو د لیبیا له زوارا سیمې څخه خپل سفر پیل کړی و.

خو ځینې کسان اروپا ته ځانونه نه شی رسولی. په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د لیبیا ساحلي ګارد مدیترانه کې ۲۸۹ کسان نیولي چې په ډله کې یې ۱۴ ماشومان او ۳۳ ښځې هم دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې دغه کسان د لیبیا توقیف ځایونو ته استول شوي دي. دغه راز د تونس ساحلي سرتېرو د پنجشبې په سهار ۴۳ کډوال په مدیترانه کې ونیول.

ځینې نورې کښتۍ د الارم فون په نامه مدیترانه کې ټېلېفوني پلټفورم ته د خپل خراب وضعیت په اړه اطلاع ورکړې ده. الارم فون د پنجشنبې په شپه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې یو کب نیوونکي د یوې بېړۍ د ډوبېدو شاهد و. نوموړي الارم فون ته ویلي چې ۳۰ کسان یې ژغورلي خو ۶۷ تنه نور مړه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله د روان کال له جنورۍ د نومبر تر ۱۳مې پورې مدیترانې ۱۰۹۱ کډوال مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې