دوه کم سنه کډوال د یونان پلازمېنه اټن په یوه مرکز کې. کرېډېټ: پېکچر الاینز، اې پي فوټو، ت. استاوراکیس
دوه کم سنه کډوال د یونان پلازمېنه اټن په یوه مرکز کې. کرېډېټ: پېکچر الاینز، اې پي فوټو، ت. استاوراکیس

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس د یکشنبې په ورځ وویل چې غواړي یوناني ټاپوګانو کې مېشتو ۴۰۰۰ کم سنه او بې سرپرسته کډوالو ته سرپناوې برابرې کړي. نوموړي دغه راز پر اروپایي هیوادونو نیوکه وکړه چې د یونان د پالیسیو ملاتړ نه کوي.

د یونان حکومت دغه اقدام د هغو کم سنه او بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې پروګرام په چوکاټ کې عملي کېږي کوم چې د «استثمار او د جرمیت» قربانیان وي.

د یونان لومړي وزیر په یوه خبرپاڼه کې وویل: «د کډوالو کړکېچ یو ټپ دی چې موږ یې علاج کولی شو. تمدن مو، انسانیت مو، احساسات او دود مو موږ اړوي [چې دا کار وکړو.]»

ښاغلي میتسوتاکیس وعده ورکړه چې ډېر ژر به یوناني ټاپوګانو کې مېشتو ۴۰۰۰ ماشومانو ته مناسبې سرپناوې برابرې کړي چېرې چې دوی اوسېدلی شي او ورته ډوډۍ ورکول کېږي.

تېره جمعه د یونان لومړي وزیر ویلي وو چې اروپایي هیوادونو د ۳۰۰۰ کم سنه او بې سرپرسته کډوالو له منلو ډډه کړې ده. 

د ۲۰۱۵ تر کډوالۍ کړکېچ وروسته نن سبا یو ځل بیا یونان ته د هغو ننوتونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی کوم چې غواړي لوېدیځي اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي. 

اوسمهال  د یونان په پنځو «هاټ سپاټونو» - لېسبوس، ساموس، خیوس، لېروس او کوس – کې تر ۳۷۰۰۰ ډېر کډوال په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، حال دا چې د یونان حکومت د شمېرو له مخې یاد کمپونه یوازې د ۶۲۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

تر دې دمخه د یونان حکومت له ټاپوګانو څه مرکزي یونان ته د کډوالو د انتقالولو پروسه پیل کړې ده. یاد حکومت ویلي چې د روان کال تر پایه پورې به ۲۰۰۰۰ کډوال مرکزي یونان ته انتقال کړي.

بل پلو د یونان حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې راتلونکي کې به د لیسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو کې د کډوالو کمپونه وتړي او د دغو کمپونو پر ځای تړلي مرکزونه جوړ کړي.

د کډوالۍ د چارو له پاره د یونان حکومت همغږي کوونکي الکیویادیس ستېفانیس د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۲۰مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه مرکزونه به د ۵۰۰۰ کسانو ظرفیت ولري. 

سرچینې زیاته کړه چې کډوالو ته به په کانتینرونو کې ځای ورکول کېږي او دوی به طعام خانو، ښوونځیو او عبادت ځایونو ته لاس رسی ولري.

 

نورې ليکنې