د شنبې په ورځ (د نومبر ۲۳مه) د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته نږدې د کډوالو یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله د ۵ ښځو په ګډون لږترلږه ۷ کډوال ووژل شول. یاده کښتۍ کې ۱۵۰ کډوال سپاره ول.
د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۲۴مه) د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته نږدې د ۵ ښځو په ګډون د ۷ کډوالو مړي وموندل شول. د دغو کډوالو کښتۍ د شنبې په ورځ مدیترانه کې ډوبه شوې وه.
د ایټالیا ساحلي ګارد په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د درېو ښځو جسدونه په سمندر کې د یوه ګزمه کوونکي او د دوو نورو کډوالو مړي په ساحل کې د ګمرکي چارواکو له خوا موندل شوي دي.
Sono 149 i naufraghi tratti in salvo oggi durante complesse operazioni di soccorso. Dalle 16 di oggi tutte le nostre squadre sanitarie operative a #Lampedusa, sono state impegnate nelle attività sanitaria a bordo delle motovedette della @guardiacostiera, 1 team è ancora a bordo pic.twitter.com/XAbUoIALOZ
— CISOM (@CIS0M) November 23, 2019
د ایټالیا ساحلي ګارد زیاته کړې چې دوه جسدونه یې د شنبې په شپه د لمپدوسا په سوېلي ساحل کالا ګالېرا کې موندلي دي.
د سرچینې په حواله سمندر کې د هوا د خرابو حالاتو او د څپو د لوړوالي له امله د کډوالو د ژغورنې عملیات په سختو شرایطو کې ترسره شول.
ساحلي ګارد د شنبې په ورځ اعلان کړی و چې له لمپدوسا څخه دوه کیلومتره لرې یې نږدې ۱۵۰ کسان ژغورلي دي. خو د ژغورل شویو په حواله شاوخوا ۲۰ کسان تر اوسه لادرکه دي.
د ایټالوۍ رسنیو له مخې یوه اریتریایي او یوه لیبیایي کډوال ویلي چې خپلې ښځې یې له لاسه ورکړې دي.
تېره اونۍ سمندر کې د هوا حالاتو د ښه کېدو او د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د جګړو له کبله له مدیترانې څخه د تېرېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی و. ویل کېږي چې یوازې په ۴۸ ساعتونو کې نږدې ۶۰۰ کډوالو د مدیترانې له لارې اروپا ته د راتګ لپاره هڅې کړې وې.