اوپن ارمز کښتۍ له خوا ژغورل شوي کډوال. کرېډېټ: رویترز
اوپن ارمز کښتۍ له خوا ژغورل شوي کډوال. کرېډېټ: رویترز

تېره اونۍ مدیترانه کې ۳۵۲ کډوال د مهاجرو د ژغورنې کښتیو – اوشېن وایکنګ، اوپن ارمز او ایتا ماري – له خوا وژغورل شول. یادو کډوالو د ایټالیا په درېو مختلفو بندرونو کې له کښتیو څخه د کوزېدو اجازه ترلاسه کړې. په همدې حال کې د الان کردي په نامه ژغورونکې کښتۍ د لیبیا د ژغورنې زون ته تللې ده.

د اس او اس مدیترانې او د بې سرحده ډاکټرانو سازمانونه په یوه خبرپاڼه کې وایي چې اوشېن وایکنګ کښتۍ کې سپاره ۲۱۳ کډوال د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۲۴مه) د ایټالیا د سیسیل په میسنا بندر کې ښکته شوي دي. د ژغورل شویو په ډله کې ګڼ شمېر ماشومان هم ول.

تېره جمعه یوه ښځه او یو ټپی شوی سړی د روغتیایي لاملو له کبله له دغه کښتۍ څخه مالتا ته انتقال شول.

په همدې حال کې د اس او اس مدیترانې او د بې سرحده ډاکټرانو سازمانونه پر خپلو ټویټر پاڼو لیکلي چې اروپایي هیوادونه دې مدیترانه کې د «بشري فاجعې» مخه ونیسي او ورته سمه حل لاره پیدا کړي.  

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په حواله د شنبې په ورځ ایټالیا، فرانسې او المان د اروپایي شورا څخه وغوښتل چې د دغو کډوالو د وېشلو پروسیجر فعال کړي.

اوپن ارمز کې سپاره کډوال تارانتو کې کوزېدلی شي

بل پلو ایټالوي چارواکو اوپن ارمز کښتۍ کې سپاره ۶۲ کډوالو ته اجازه ورکړې چې د دغه هیواد په تارانتو بندر کې ښکته شي.

لومړی ایټالیا د یادو کډوالو د منلو ډډه کړې وه.

د اوپن ارمز د ژغورنې ماموریت بنسټګر اسکار کمپز زیاته کړې چې اټکل دی دغه کښتۍ به د سه شنبې په ماسپښین تارانتو بندر ته ورسيږي.

تر دې دمخه د ایټالیا ساحلي سرتېرو ۱۱ کسان چې روغتیایي ستونزې یې درلودلې له کښتیه ښکته کړي وو. اوپن ارمز د چهارشنبې په شپه  ۷۳ کډوال د لیبیا ساحلي اوبو په ۵۰ کیلومترۍ کې ژغورلي وو. د اوپن ارمز د عملیاتو مشر ریکاردو ګاتي په حواله ایټالیا لومړی وویل چې ژغورل شوي کډوال باید طرابلس ته یوړل شي.

د ژغورل شویو په ډله کې چې ډېری یې د مرکزي او لوېدیځي افریقا څخه دي، درې ښځې، دوه ماشومان او ۲۴ کم عمره کسان هم لیدل کېږي.

ایتا ماري کښتۍ د کډوالو د کوزولو اجازه ترلاسه کړه

په همدې حال کې د ایتا ماري په نامه یوې بلې کښتۍ د دوشنبې په ورځ ایټالیا کې د مهاجرو د کوزولو اجازه ترلاسه کړه. ایتا ماري اوسمهال د سیسیل سوېلي بندر پوزالو په لور روانه ده.

یادې کښتۍ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې سمندر کې د خرابو حالاتو له کبله تر اوسه پورې نه پوهېږي چې څه وخت به پوزالو ته ورسېږي.

ایتا ماري کښتۍ د پنجشنبې په ورځ په مدیترانه کې ۷۸ کسان وژغورل چې په ډله کې یې ۷ ښځې او ۱۱ کم عمره کسان هم دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ادارې د جمعې په ورځ وویل چې طرابلس کې د جګړو له امله تېره اونۍ د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغی کوم چې غوښتل یې د مدیترانې له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې وویل: «په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږترلږه ۹ کښتۍ چې تر ۶۰۰ ډېر کسان په کې سپاره وو په مرکزي مدیترانه کې موندل شوې دي.»

الان کردي د لیبیا په ساحلي اوبو کې

بل پلو د شنبې په ورځ (د نومبر ۲۳مه) د ایټالیا لمپدوسا تاپو ته نږدې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې په پایله کې یې د ۵ ښځو په ګډون لږترلږه ۷ کسان وژل شوي دي. دغې کښتۍ له لیبیا څخه خپل سفر پیل کړی و او ۱۵۰ کسان پکې سپاره وو.

اوسمهال د لیبیا په ژغورنې زون کې یوازې یوه کښتۍ حضور لري: د جرمني سازمان سي ای کښتۍ الان کردي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټه د نومبر تر ۱۳مه مدیترانه کې ۱۰۹۱ کډوال وژل شوي دي.

 

نورې ليکنې