خالد شینواري (کېڼه خوا) او ملګري یې په کروېشیا کې. کرېډېټ: خالد شینواري
خالد شینواري (کېڼه خوا) او ملګري یې په کروېشیا کې. کرېډېټ: خالد شینواري

افغان کډوال خالد شینواري اروپا ته د خپل سفر په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی. نوموړی خپل د سترګو لیدلی حال وایي او زیاتوي چې څنګه کډوال اروپا ته د رسېدو په موخه بېلابېل خطرونه په ځان مني.

«زما نوم خالد شینواری دی، زه د کنر د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکي یم. ۲۴ کاله مې عمر دی. په بلجیم کې مې پناه غوښتلې.  

زه له مخانیک انسټیټوت څخه فارغ شوی یم، په خپل کلي کې مې د اوبو یوه بند جوړ کړی و، چې له ۱۲ تر ۲۰ کیلو واټه برېښنا تولیدوله.

یوه شپه زه پر خپلې ځمکې باندې پر کار بوخت وم چې څو کسان چې مخونه یې پټ وو راته راغلل او و یې ویل، چې زه د شپې په دومره ناوخت کې هلته څه کوم. ما هغوی ته وویل چې زه خپلې ځمکې ته اوبه ورکوم. دوی زه ووهلم او ما ته یې اخطار راکړ چې بیا د شپې په ناوخت کې دلته را نه شي. زه خپل کورته لاړم خو څو ساعته وروسته حکومت پر دوی برید وکړ او څو کسان یې ووژل. هغوی داسې فکر کاوه چې ما حکومت ته شکایت کړی. ما ته یې ټېلېفون وکړ او ویې ویل چې جاسوسي مې کړې او زما د دغه کار له کبله د هغوی څو کسان وژل شوي دي.

یوه ورځ وروسته مو ګاوندي کلي کې یو هلک په چاړه ووژل شو. نو پلار مې را ته وویل: «وضعیت خراب دی. کور پریږده او اروپا ته لاړ شه.»

ننګرهار ته د خپل د ترور زوی دوکان ته لاړم. له هغه څخه مې ۱۰۰۰۰ کلدارې واخیستلې او کابل ته راغلم.

له نیمروزه تر بلغاریا پورې

کابل کې له یوه قاچاق وړونکي سره مې اړیکه ونیوله چې هغه د نیمروز له لارې ایران ته راوستلم. د یو شمېرو نورو کډوالو سره مې تر داسې یوې سیمې پیاده مزل وکړ چېرې چې قاچاق وړونکي موږ ته وویل چې دلته د پولیسو پوسته ده او باید په ډېر احتیاط سره خپلې لارې ته ادامه ورکړو. خو یو پاکستانی کډوال د تندې له وجه بې هوش شو. زموږ سره د ده یو خپلوان هم و، هغه وویل چې باید موږ له دغه ځای څخه ولاړ شو. رېښتیا خبره دا وه چې په لاره کې هیڅوک د چا په درد نه خوري او ان ورور خپل ورور پرېږدي.

تر استانبول پورې مو ۸-۹ ورځې په پښو مزل وکړ. په ټولو کلیو کې د قاچاق وړونکو یو نفر موجود و چې موږ ته سمه لار وښيي.  

۵ ورځې مو په استانبول کې تېرې کړې، بیا د بلغار په لور روان شوم. ۴ نورې ورځې مو پیاده مزل وکړ او بیا یوې سیمې ته ورسېدلو چیرې چې قاچاق وړونکي موږ ته موټر راکړ. په دې سراچه موټر کې ۱۴ کسان سپاره ول. په یوه سیمه کې پولیسو زموږ پر موټر باندې لېزر واچاوه او د موټر یوه شیشه یې ماته کړه. موټر چلونکي وتښتېدی.

د بلغاریا کمپ

د بلغاریا په یو کمپ کې پولیسو زموږ د ګوتو نښې واخیستلې. هلته مو ۲۱ ورځې په بند کې تېرې کړې. وروسته یو بل کمپ ته لاړو چیرې چې موږ ته له خپلو کورنیو سره د تماس نیولو زمینه برابره شوه.  


قاچاق وړونکي یو ځل بیا له ما سره اړیکه ونیوله. زه په پښو تر سرحد پورې ورغلم او د جي پي اېس په مرسته په ۳ ورځو کې صربستان ته ورسېدم. په بیلګراد کې افغانانو ته کارت نه ورکول کېږي، ما ۲ -۳ ورځې کارت نه درلود. ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

ایټالیا ته د رسېدو لپاره هڅې

بیا بوسنیا ته ورغلو. هلته یو سند و چې کډوال په کوچنیو کښتیو کې ترې تېرېدل. خو موږ سره پیسې نه وې او موږ پخپله له سمندره د تېرېدو لپاره هڅې وکړې. وروسته مو په ځنګل کې خپل سفر ته ادامه ورکړ او سپنا کلي ته لږ مخکې سړک ته ووتو. د دې ځای خلکو زموږ هرکلی وکړ او موږ ته یې اوبه او ډوډۍ راکړلې. د سیمې خلک موږ په یوه موټر کې تر یو ځای پورې ورسولو.  

موږ د دوو خوېندو په مرسته توزلي ښار ته ورسېدو. دوی له موږ سره مالي مرسته وکړه او په موټر کې یې هم سپاره کړو. دوی دغه راز موږ ته د سرایېوو تکتونه واخیستل. سرایېوو کې مو د پناه غوښتنه وکړه. بیا مو د بس تکتونه واخیستل او له ایراني، پاکستاني او سوریایي کډوالو سره مو د بیهاچ په لور حرکت وکړ. خو په نیمه لاره کې پولیسو موږ ونیولو او د سرایېوو په یوه سیمه کې یې موږ ته ځای راکړ. خو موږ بېرته په اورګاډي کي بیهاج ښار ته ورغلو. له بیهاچ څخه مو د کروېشیا په لور حرکت وکړ. خو تر ۴ ساعتو پیاده مزل وروسته د کروېشیا پولیسو موږ ونیولو. دوی مو خوراکي توکي او موبایلونه واخیستل او بېرته یې بیهاج ته وشړلو.


 یو ځل بیا مو کروېشیا ته د ورتګ هڅه وکړه. دا ځل هم پولیسو په لاره کې وو. ما خپلو ملګرو ته وویل چې زه تښتم، ټول ملګري مې راپسی حرکت وکړ. پولیسو ډزې وکړې خو چا ته پکې زیان پېښ نه شو. بیا شپه شوه او واوره وارېده. دوه ورځې مو خپلو خیمو کې تر واورې لاندې تېرې کړې. اکسیجن بېخي نه و. زما د دوو ملګرو ساه بند شوې وه.

ایټالیا ته د رسېدو لپاره مو ۱۲ ورځې پیاده مزل وکړ. ایټالیا کې پولیسو موږ ونیولو او یو کمپ ته ولېږدولو. زه د یو بل ملګري سره فرانسې ته راغلم. خو فرانسه کې د پولیسو قومندانۍ ما ته وویل چې باید بلغاریا ته ولاړ شم، ځکه مې د ګوتو نښې دلته ثبتې شوې وې. د همدي کبله بلجیم ته راغلم ځکه دلته بلغاریا کې د ګوتو نښې معاف کېږی. 

اوس مې برخلیک نامعلوم دی خو هیله لرم چې بلجیم کې مې غوښتنه ومنل شي.»

 

نورې ليکنې