د دوشنبې په ورځ د هغې یخچالي لارۍ موټروان، چې د اکټوبر میاشتې په پای کې د ۳۹ ویتنامي کډوالو مړي پکې موندل شوي وو، د برتانیا په یوه محکمه کې له ناقانونه کډوالۍ سره د ملاتړ تور ومانه. دا په داسې حال کې چې پولیسو د دوشنبې په شپه د یادې پېښې په تړاو یو بل شکمن کس هم نیولی دی.
۲۵ کلن موریس رابېنسون د شمالي اېرلنډ دی. نوموړي د دوشنبې په ورځ د ویډیویي کانفرانس له لارې د برتانیا اولډ بېلي محکمې ته وویل چې د دغه فعالیت څخه یې مالي ګټه ترلاسه کړې.
ښاغلی رابېنسون اوسمهال د بېلمارش په زندان کې دی چې د لنډن په سوېل – ختیځه سیمه کې موقعیت لري.
موریس رابېنسون دغه راز د کډوالو پر غیرعمدي وژنه، انساني قاچاقو او د پیسو د سپینولو تورن دی، خو دی د دوشنبې په ورځ د دغو تورونو په اړه څه نه وویل.
بل پلو د برتانیا د اسېکس پولیسو د دوشنبې په شپه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د لنډن په ختیځه سیمه کې یې د یادې پېښې په تړاو یو ۳۶ کلن سړی نیولی دی چې د کډوالو غیرعمدي وژنې او له ناقانونه کډوالۍ سره د ملاتړ تورونه پرې لګول شوي.
دغه راز د دوشنبې په ورځ کریستوفر کېنېدي د لنډن د شمال ختیځې چېلمسفورد سیمې محکمې ته حاضر شو.
دغه ۲۳ کلن سړی لارۍ چلوونکی دی او د دوشنبې په ورځ د لنډن په شاوخوا کې نیول شوی. نوموړی د ۲۰۱۸ د مې میاشتې د ۲۰۱۹ د اکټوبر تر پایه پورې په انساني قاچاقو تورن دی.
دغه دواړه کسان د محکمې تر راتلونکې غونډې پورې، چې د ډېسمبر په ۱۳مه به جوړه شي، د اولډ بېلي زندان کې پاتې کېږي.
د اکټوبر پر ۲۳مه د ۳۱ سړیو او ۸ ښځو جسدونه، چې په ډله کې یې ۲ کم سنه کسان هم وو، د لنډن په ختیځه ګرې سیمه کې وموندل شول. دغه لارۍ د بلجیم له زیبروژ سیمه کې د برتانیا په لور روانه شوې وه.