د ۲۰۱۹ کال د نومبر ۲۷مه: د جان نګوین ون هونګ او جان هوانګ ون تیپ جسدونه د ویتنام نګا ولایت کې. کرېډېټ: رویترز، خام
د ۲۰۱۹ کال د نومبر ۲۷مه: د جان نګوین ون هونګ او جان هوانګ ون تیپ جسدونه د ویتنام نګا ولایت کې. کرېډېټ: رویترز، خام

تر څو اونیو انتظار وروسته د چهارشنبې په ورځ د ځینو هغو ویتنامي کډوالو جسدونه ویتنام ته ورسېدل چې د اکټوبر میاشتې په پای کې لنډن ته نږدې په یوه یخچالي لارۍ کې موندل شوي ول. اټکل دی چې په راتلونکو ورځو کې به د پاتې کډوالو مړي ویتنام ته ولېږل شي.

د فرانسې خبري اژانس د ویتنام د هوایي ډګر د یوې امنیتي سرچینې له قوله ویلي چې تېره ورځ له برتانیا څخه د ویتنام ایرلاینز په یوه الوتکه کې د ۱۶ کډوالو مړي د ویتنام هوایي ډګر ته ورسېدل.

د یادو کډوالو جسدونه ویتنام ته تر رسېدو وروسته په موټرونو کې د دغه هیواد بېلابېلو سیمو ته انتقال شول.

د فرانسې خبري اژانس لارۍ کې د یو مړ موندل شوي کډوال د پلار له خولې وایي: «موږ له ډېرې مودې راهیسې انتظار کې یو. کله چې جسد را ورسېد د جنازې مراسمو ته تیاری نیسو. ډېر خواشیني یو، خو راضي یو چې بالاخره مې زوی بېرته راغلی دی.»

اټکل دی چې د ۲۳ نورو کډوالو مړي په راتلونکو ورځو کې ویتنام ته ورسېږي.

د اکټوبر میاشتې په ۲۳مه د ۸ ښځو او دوه کم عمره کسانو په ګډون د ۳۹ کډوالو جسدونه لنډن ته نږدې ګرې صنعتي سیمه کې په یوه یخچالي لارۍ کې وموندل شول. دغه لارۍ د بلجیم د زیبروژ بندر څخه برتانیا ته تللې وه.

یادې پېښې نړیوال غبرګونونه راپارول او د ناقانونه کډوالۍ خطرونه ښکاره کړل.

وژل شویو کې ځینې کسان د مرکزي ویتنام له بې وزلو سیمو څخه ول چېرې چې ډېری خلک پر کب نیولو، کرنه او یا صنعتي کارونه بوخت دي.

ویتنامي کورنۍ په معموله توګه برتانیا ته د خپلو خپلوانو د واستولو له پاره په زرګونو ډالر لګښت کوي.

تر دې دمخه ټولنیزو شبکو کې د جسدونو د انتقالولو له پاره د لوړو بیو په تړاو بېلابېل معلومات خپاره شوي وو. دغه راز د ځایي چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو ترمنځ توپیرونو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې وې.

ځینو کورنیو رویترز ته ویلي وو چې دوی هیله درلوده چې د خپلو خپلوانو جسدونه ترلاسه کړي، خو ویتنامي پولیسو له هغوی نه غوښتلي چې د خپلو بچیانو د مړیو له سوځولو سره توافق وکړي.

په همدې حال کې هانوې کې د برتانیا سفارت ویلي وو د ویتنام حکومت هڅه کوي چې د یادو کډوالو مړي بېرته دغه هیواد ته انتقال کړي.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د یخچالي لارۍ موټروان ۲۵ کلن موریس رابېنسون د برتانیا په یوه محکمه کې له ناقانونه کډوالۍ سره د ملاتړ تور ومانه. برتانوي پولیسو دغه راز د دوشنبې په شپه په خپله ټویټر پانه ولیکل چې د یادې پېښې په تړاو یو بل شکمن کس هم نیولی دی.

 

نورې ليکنې