د نومبر ۷مه، د پاریس پورت دو لا شاپل سیمه. کرېډېټ: کډوال نیوز
د نومبر ۷مه، د پاریس پورت دو لا شاپل سیمه. کرېډېټ: کډوال نیوز

د پاریس اداري محکمې د پاریس د پولیسو قومندانۍ ته امر کړی چې په ورځ کې د دغې ادارې د پناه غوښتنې د ثبت په ۱۲ غرفو کې د پناه غوښتونکو شمېر له ۸۱ تنو څخه ۱۰۰ تنو ته پورته کړي. یادې محکمې دغه راز د کډوالۍ او ادغام ادارې څخه غوښتي دي چې د پناه غوښتنو د ثبتولو لپاره خپله ځانګړې شمېره باید وړیا کړي.

د پاریس قومندانۍ د پناه غوښتنې د ثبت غرفې یا ګودا هره ورځ د د ۸۱ کډوالو غوښتنې ثبتوي. خو د پاریس اداري محکمې د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه شمېر «ناکافي» دی.

یاده محکمه زیاته کړې چې ایل دو فرانس کې د پناه غوښتونکو د شمېر د زیاتېدو له امله د پاریس په قومندانۍ کې باید د هرکلي ظرفیت لوړ کړل شي.

د محکمې په حواله اوسنی وضعیت د پناه غوښتنې حق څخه «سرغړونه» بلل کېږي.

محکمه دا هم ویلي چې د ایل دو فرانس قومندانیو د ۲۰۱۸م کال له اپریل تر مې میاشتې پورې هره ورځ  په اوسطه توګه د ۳۰۰ کسانو غوښتنې ثبت کړې دي، نو د پاریس قومندانۍ باید د ډېسمبر میاشتې له ۲مې نېټې څخه هره ورځ د ۱۰۰ کسانو غوښتنې راجسټر کړي.

محکمې دغه راز د اوفي شمېرې په اړه ویلي چې د دغې ادارې له یوه کارکوونکي سره د خبرې کولو لپاره د اوږد انتظار له کبله پر پناه غوښتونکو ډېر لګښت راځي او دا له پناه غوښتنې حق څخه سرغړونه بلل کېږي.

د پاریس اداري محکمې د پرېکړې پر بنسټ د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي باید د برېښنایي اړیکو ادارې یا د ټېلې کمیونېکېشن ژاندارم سره د هغې شمېرې د وړیاتوب په اړه بحث وکړي چې پناه غوښتونکو ته ځانګړې شوې ده.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د پاریس اداري محکمې: د پناه غوښتنې ټېلېفوني پلټفورم دې چټک او پیاوړی شي

محکمې زیاته کړې چې د دغې شمېرې وړیاتوب باید «اغېزمن» وي.

د کډوالۍ او ادغام ادارې کډوال نیوز ته وویل چې د ارسېپ یا د ټېلې کمیونېکېشن ژاندارمو سره د شمېرې د وړیاتوب په اړه خبرې کړې.

ایل دو فرانس کې مېشت پناه غوښتونکي یوازې د همدې شمېرې له لارې د خپلو غوښتنو د ثبتولو له پاره له پولیسو سره د ملاقات وخت نیولی شي.

تر دې دمخه ۲۳ پناه غوښتونکو او نږدې لسو سازمانونو د پاریس اداري محکمې ته د یادې شمېرې په اړه شکایت کړی و. د پاریس اداري محکمې له پولیسو څخه غوښتي دي چې د دغو کسانو د غوښتنو دوسیې باید د لسو ورځو په موده کې ثبت کړي.

 

نورې ليکنې