په اروپا کي د مهاجرو، پناه غوښتونکو او نه اقامه لرونکو خو زغمل کېدونکو په شمول هر څوک د بنيادي بانکي حساب لرلو حق لري. دا چي په آلمان کي څوک څنګه بانکي حساب پرانستلای سي، دلته يې ولولئ:
د ورځني ژوند د کارونو د پر ښه توګه پر مخ
بيولو له پاره د نقدو پيسو را ايستلو، سودا کولو، د پيسو د لېږد رالېږ او نورو
ورته چارو له پاره د يو بانکي حساب درلودل حتمي وي. دا نه يوازي د ځايي خلکو بلکه
د مهاجرو هم يوه بنيادي اړتيا او حق دی.
د ۲۰۱۴ کال د جولای په مياشت کي اروپايي
اتحاديې د (بانکي حسابونو قواعد) په نوم قانون رامنځ ته کړ. د دغه قانون له مخي هر
هغه څوک چي په اروپايي اتحاديه کي اوسيږي د «بنيادي بانکي حساب» يا (Basiskonto) لرلو حق لري.
د ياد قانون له مخي ټول خصوصي او غير خصوصي
بانکونه چي د مشتريانو سره تجارت لري، په دې مکلف دي چي په اروپا کي
اوسېدونکي هر مراجعه کوونکي ته د بانکي حساب پرانستلو آسانتيا برابره کړي.
دغه آسانتيا بېله د مراجعه کوونکي د اقتصادي يا په اصطلاح د کرېديت د وړتيا د
څرنګوالي څخه بايد په لسو ورځو کي ورته برابره کړله سي.
په آلمان کي د ۲۰۱۶ کال د
جون مياشتي راهيسي د (Zahlungskontengesetz) يا د پيسو د اداکولو له پاره د بانکي حساب د قانون له مخي په آلمان
کي د موجود ټول کسان د بنیادي بانکي حساب پرانستلو حق لري. په دغو کي د پناه
غوښتونکو، د پناه غوښتنې وروسته قبولي ترلاسه کوونکو او په آلمان کي د پاته کېدلو
رسمي اقامې نه لرونکو خو زغمل کېدونکو يا (Duldung) لرونکو تر څنګ
هغه کسان هم شامل دي چي حتی خپل دايمي ادرس نه لري.
خو د يادو قواعدو د شتون باوجوده زيات داسي
راپورونه سته چي د بانکي حساب په پرانستلو کي يو شمېر کسان د ستونزو سره مخامخ
کيږي. د بېلګي په توګه د ايتاليې بانکي اتحاديې (ABI) د اصولو له مخي
هغه پناه غوښتونکي يو بانکي حساب پرانستلای سي چي وکولای سي چي د پاته کېدنې اجازه
يا د اقامې سند وړاندي کړي.
په آلمان کي د بنيادي بانکي حساب د پرانستنې له
پاره شرايط درته لاندي وړاندي کوو.
ولي بانکي حساب ته اړتيا سته؟
ـ د کرايې، برېښنا، د سپورټ مرکز د حق العضويت
او داسي نورو بيلانو د ادا کولو له پاره
ـ د درته لېږل کېدونکو پيسو لکه تنخوا يا
سوسيال مرستو د ترلاسه کولو له پاره
ـ پر انټرنټ د اعلانونو د خپرولو له پاره
ـ بانک د پيسو د ساتلو او د پيسو د امنيت له
پاره غوره ځای دی
د بنيادي بانکي حساب د پرانستلو له پاره کومو
اسنادو ته اړتيا وي؟
ـ شخصي معلومات لکه ستاسو نوم، د زېږېدنې نېټه،
د اوسېدو ځای او د زېږېدنې ځای
ـ داسي يو سند چي ثابته کړي تاسو ثبت سوي ياست
ـ تذکره، پاسپورت، اقامه، ستاسو له اخراج څخه د
صرف نظر يا ورته ستاسو د هويت تثبيت کوونکی سند
ـ د آنلاين بانکي حسابونو له پاره ستاسو د هويت
او پېژندنې له پاره د ( POSTIDENT procedure) په نوم ځانګړې پروسه حتمي وي چي د آنلاين ويډيويي پېژندنې له لاري تر
سره کيدلای سي
د بنيادي بانکي حساب په مرسته کوم کارونه ممکن
دي؟
ـ بنيادي بانکي حساب (Guthabenkonto) معنی دا چي تاسو
پکښي پيسې ساتلای سئ خو قرض پکښي نه سی کولای يا په اصطلاح پکښي منفي کيدلای نه سئ
ـ تاسو تکراري او متداوم د پيسو د لېږد عمل تر
سره کولای سئ. د بېلګي په توګه تاسو په يو ځل داسي امر کولای سئ چي د هرې مياشتي
په معين تاريخ پخپله ستاسو له حساب څخه و ځانګړي بل حساب (لکه د کرايي کور د مالک
حساب ته) پيسې ولېږدول سي (Daueraufträge)
ـ تاسو د پيسو د مستقيم لېږد د امکان (Lastschschriften) څخه کار
اخيستلای سئ. په دې ترڅ کي تر اتو اونيو پوري لېږدول سوي پيسې بېرته راګرځولای هم
سئ
ـ له آلمان څخه په نورو هيوادونو کي بانکي
حسابونو ته پيسې ولېږدولای سئ
ـ تاسو يو ډول د بانک کارد (Girocard) ترلاسه کوئ چي په
مرسته يې د بېلګي په توګه سودا کولای سئ
ـ تاسو د ځايي بانک څخه کرېديت کارد هم د
ځانګړو شرايطو له مخي ترلاسه کولای سئ
ـ تاسو خپل په بانکي حساب کي د تلونکو او
راتلونکو پيسو حساب يا پروتوکول (Kontoauszug) ترلاسه کولای سئ. خو د هغو معاملو له پاره چي تر يو کال زړې نه وي
ستاسو بانک کوم مکلفيتونه لري؟
ـ که يو بانک ستاسو د بانکي حساب له پاره
درخواست رد کړي، نو مکلف دی چي په دې تړاو تر لسو ورځو دننه تاسو ته خبر درکړي
ـ د بانکي حساب د پرانستلو څخه تر مخه بانک
بايد تاسو ته د مياشتنيو مصارفو او د قرارداد د ميعاد او په همدې تړاو تر يو کال
پوري د ممکنه سود په تړاو معلومات درکړي
ـ بانک بايد د خپلو خدماتو له پاره د مصارفو په
تړاو معلومات بايد په شفافه توګه آنلاين وړاندي کړي
ـ که تاسو له يو بانک څخه بل بانک ته خپل حساب
اړوئ، نو مخکنی بانک مو بايد په دې ترڅ کي «په غير مغلقه توګه» مرسته وکړي
ـ ستاسو بانک صرف په ځانګړو حالتونو کي ستاسو د
بانکي حساب د تړلو اجازه لري. خو عموما بانکونه او په همدې شان مشتريان يې دا حق
لري چي خپل قرارداد لغوه کړي بېله دې چي وجه يې وښيي.
ـ بانک اجازه لري چي ستاسو بانکي حساب بند کړي
که چيري تاسو د تورو پيسو په سپينولو، ترهګريزو فعاليتونو يا ورته چارو کي ښکېل
ياست
د بانکي حساب پرانستونکی مشتري کوم مکلفيتونه
لري؟
ـ که ستاسو ادرس/پته تغير خوري نو تاسو مکلف
ياست چي بانک خبر کړئ
ـ تاسو بايد په خپل بانکي حساب کي په کافي
اندازه پيسې ولرئ تر څو تاسو منفي نه سئ او په نتيجه کي درباندي لوړ سود/مصارف
رانسي
ـ تاسو بايد تر دوو مياشتو څخه زيات د بانکي
حساب فيس ادا کول قضا نه کړئ او نه بايد چي تر ۱۰۰ يورو څخه
زيات د بانک قرضدار سئ
د بانک په انتخاب کي بايد کوم څيزونه په پام کي
ونيول سي؟
ـ بانک تاسو ته څومره نژدی دی
ـ د دغه بانک د پيسو اوتاماتونه تاسو ته څومره
نژدې دي
ـ د بانکي حساب مياشتی فيس څومره دی (د بنيادي
حساب مياشتنی فيس تر ۱۵ يورو پوري جګ کېدلای سي)
ـ د بيلو بانکونو شرايط او مصارف او خدمات سره
پرتله کړئ