تر ۵۰۰ ډېر کډوال د پورت دوبرویلیې سیمې څخه وایستل شول. کرېډېټ: یوتوپیا ۵۶
تر ۵۰۰ ډېر کډوال د پورت دوبرویلیې سیمې څخه وایستل شول. کرېډېټ: یوتوپیا ۵۶

د پاریس قومندانۍ وایي چې نن پنجشنبه سهار وختي یې د پاریس په اوبرویلیې کمپ کې کډوالو ته د «سرپناه برابرولو» عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې تر ۵۰۰ ډېر کسان د دغه ښار د هرکلي او اوسېدو مرکزونو ته انتقال شوي دي. په همدې حال کې د مهاجرو مدافع بنسټونه دا عملیات ناموثر او ناکافي بولي او زیاتوي چې دغه سیمه کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان ژوند کوي.

نن د نومبر ۲۸مه د «سرپناه برابرولو» عملیاتو په پایله کې تر ۵۰۰ ډېر کسان د پاریس د هرکلي او اوسېدو مرکزونو ته انتقال شول.

 له ۲۰۱۵ راهیسې دا ۶۰م ځل دی چې پاریس کې کډوالو ته د سرپناه برابرولو عملیاتونه ترسره کېږي.

درې اونۍ مخکې هم پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو د کمپونو تړلو عملیات ترسره شوي وو چې په پایله کې یې ۱۶۰۰ مهاجرو ته سرپناوې برابرې شوې وې.

د ایل دو فرانس قومندانۍ نن پنجشنبه وویل: «تر ۵۰۰ ډېر کسان، چې په ډله کې یې ۲۰۱۶ زیان منونکي مهاجر (کورنۍ او یا یوازې ښځې) هم دي د اوسېدو او یا د هرکلي او د وضعیت د ازموینې مرکزونو ته انتقال شول.»

سرچینې زیاته کړه چې دغه عملیاتونه به د کمپونو تر تړل کېدو پورې ادامه ولري.

د پولیسو قومندانۍ په خبره د روان کال له جنورۍ راهیسې پاریس کې تر ۱۹۰۰۰ ډېرو هغو مهاجرو چارو ته رسیدګي شوې ده کوم چې په سړکونو کې اوسېدل.

پولیسو دا هم ویلي چې غواړي په راتلونکو اونیو کې د پاریس د شمالي سیمې ټول کمپونه وتړي او دغه راز د کمپونو د بیا جوړولو مخه ونیسي.

خو د مهاجرو مدافع بنسټونه د پولیسو د ویناوو په اړه منفي نظر لري.

د یوتوپیا ۵۶ غړې ژولي دغه عملیات ناکافي بولي او وایي چې سیمه کې نږدې ۱۰۰۰ کډوال حاضر شوي وو خو د انتقالولو لپاره یې کافي سرویسونه نه وو موجود. نوموړې زیاتوي چې د پاریس په سړکونو کې لا هم په سلګونو کډوال ژوند کوي.

د یوتوپیا ۵۶ دغې غړې په حواله انتقال شوي کډوال لومړی اداري ازموینې مرکزونو ته وړل کېږي او د څو ورځو په موده کې دوبلیني شوي او بې سنده کسان بېرته سړکونو ته استول کېږي. 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پاریس: د کمپونو تر تړل کېدو وروسته ۱۶۰۰ کډوال چېرته وړل شوي؟

دا په داسې حال کې چې تېره پنجشنبه (د نومبر ۲۳مه) ۲۳ سازمانونو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له څو ورځو راهیسې ځینې کډوال سړکونو ته «بېرته ستانه شوي» او پورت دوبرویلیې سیمه کې ژوند کوي چېرې چې په سلګونو خیمې درول شوې دي.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې پولیسو تر عملیاتو مخکې ویلي ول چې کډوالو ته پرته له کوم قید او شرط سرپناه برابروي، حال دا چې ځینې کسان د «اداري شرایطو» د نه پوره کولو له کبله سړکونو ته بېرته راتلو ته اړ شول.

سازمانونو دغه راز د پولیسو د ناسم چلند په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته یې کړې چې د کمپونو د تړلو عملیاتونه او کمپونو ته بېرته ستنېدل یو «باطل دور» دی.

 

نورې ليکنې