له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن
له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن

د شمالي مقدونیې پولیسو ویلي چې د دغه هیواد په شمال ختیځه سیمه کې یې د ۷ کم عمره کډوالو په ګډون ۲۵ ټپي شوي مهاجر په یوه نسکوره شوې لارۍ کې موندلي دي.

پولیسو زیاته کړې چې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۲۷مه) یې د شمالي مقدونیې په شمال ختیځه سیمه کې ۱۵ افغانان، ۹ پاکستانیان او یو عراقی کډوال په یوه نسکوره شوې لارۍ کې موندلي دي.

موندل شوي مهاجر د شمالي کومانوا ښار روغتون ته وړل شوي دي.  

د کومانوا روغتون یوه کارکوونکي اسوشیتد پرس ته ویلي چې یو کډوال، چې د ملا تیر یې په جدي توګه ټپي شوی، د پلازمېنې اسکوپیې روغتون ته انتقال شوی دی.

د نورو مهاجرو روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی دی.

پولیسو زیاته کړې چې ښایي دغه کډوال له یونان څخه شمالي مقدونیې ته ننوتلي وي. اټکل دی چې دوی به سوېلي ګېوجېلیا ښار کې د کډوالو یو مرکز ته انتقال شي.

 که څه هم د بالکان مسیر له ۲۰۱۶ راهیسې تړلی دی، خو لا هم په زرګونو کډوال له دغې لارې لوېدیځي اروپا ته د تلو هڅه کوي. دوی په معموله توګه انساني قاچاق وړونکو ته ډېرې پیسې ورکوي، چې له تړلو سرحدونه څخه یې تېر کړي.

 تر دې د مخه د شمالي مقدونیې پولیسو ویلي وو چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې یاد هیواد ته د ۱۰۰۱۷ کډوالو د ننوتلو مخنیوی کړی دی.

 

 

 

 

 


 

نورې ليکنې