احمد شاه (ښي خوا) او ملګری یې نعمت الله
احمد شاه (ښي خوا) او ملګری یې نعمت الله

احمد شاه د افغانستان په ملي اردو کې کار کاوه. هغه اوس په فرانسه کې پناه غوښتنه کړې ده او هیله لري چې مثبت ځواب ترلاسه کړي. نوموړی وایي چې په لاره کې له ډېرو سختو ستونزو سره مخ شوی دی.

زما نوم احمد شاه دی. زه د پکتیکا اوسېدونکی یم. ۲۵ کاله مې عمر دی. زه له ۲۰۹ کندک څخه فارغ شوی یم. دوه کاله مې له ملي اردو سره کار کړی. زه پلچرخي کې په حربي پوهنتون کې محصل وم. تر خپلو زده کړو وروسته مې مزار شریف کې د شاهین قلعه په اردو کې دنده پیل کړه.

وروسته سرپل ته تبدیل شوم چې د طالبانو تر کنترول لاندې و. خپل کلي ته سفر کول ما ته مشکل وو، ځکه چې زه له هغې سیمې څخه تېرېدم چې طالبانو پکې واک درلود. په هرو درېو میاشتو کې مو یوه میاشت رخصتي درلودله، خو ما کله هم له خپلو رخصتیو څخه ګټه نه ده اخیستلې.

احمد شاه خپل ملګرو سره: نعمت الله

«زه د خپل پلار جنازې ته ور نه غلم»

زموږ د کلي اوسېدونکي پوهېدل چې زه په ملي اردو کې یم. نو ځکه ممکنه نه وه چې خپل کلي ته ورشم. په دوو کالو کې یوازې دوه ځله خپل کلي ته ورغلم، طالبانو مو پر کور برید وکړ.

لومړی ځل وتښتېدم. دوهم ځل د اختر لپاره تللی وم خو دوی مو پر کور برید وکړ. دا ځل هم زه په تښتېدو بریالی شوم خو زما پلار ټپي شو او یوه ورځ وروسته ومړ. د خپل پلار جنازه کې مې هم ګډون و نه شو کړای. لومړی کابل او وروسته پاکستان ته لاړم. ګجرات کې مېشت شوم او هلته مې کار پیل کړ. د چای او لیلامي کار و بار مې کاوه. خو مهاجر کارت مې نه درلود. یو نیم کال وروسته د اسناد د نه لرلو له کبله ایران او بیا ترکیې ته لاړم. خو د ترکیې پولیسو ونیولم او ایران ته مې بېرته وشړلم. زه مجبور شوم چې یو ځل بیا پاکستان ته لاړ شم. پاکستان کې مې یو کال کار وکړ. خو د پولیسو څخه په تنګ راغلی وم. د همدې کبله مې د اروپا په لور خپل سفر پیل کړ.

«د ایران او ترکیې لارې د انسانانو له هډوکو څخه جوړه شوې» 

دا ځل د پلوچستان له لارې ایران ته لاړم. ۲۰ ورځې مې په پښو مزل وکړ. بیا له ایران څخه تر ماکو غره پورې په موټر کې ورغلو. د تېز هوا له کبله مو یوه ورځ په ماکو غر کې تېره کړه. غره کې د انسانانو هډوکي پراته وو. د غره په هره برخه کې د انسانانو د ګوتو، سرونو او پښو هډوکي پراته وو. ځان سره مې فکر وکړ چې د ایران او ترکیې لارې د انسانانو له هډوکو څخه جوړه شوې.

تر وان ښار پورې مو دوه ورځې پیاده مزل وکړ. بیا انقرې ته ورغلم. قاچاق وړونکي ماته وویل چې باید استانبول ته لاړ شم. استانبول کې زه پولیسو ونیولم او عثمانیه کمپ ته یې واستولم. په کمپ کې د کډوالو وضعیت ډېر خراب و. دوی ما ته د ۱۵ ورځو لپاره یو کارت راکړ. د کارت په مرسته بیا استانبول ته ورغلم. 

بالاخره مې له استانبوله د یونان سالونیک ښار ته ځان ورساوه. دوه ورځې مې په سالونيک کې تېرې کړې او ورپسې د اټن په لور روان شم. اټن کې مې له خپلو ملګرو سره یوه میاشت تېره کړه. هغوي راته وویل چې یونان په اسانۍ اسناد نه راکوي او هلته تر اندازې زیات کډوال پراته دي. د همدې کبله سالونیک ته بېرته لاړم. له سالونیک تر مقدونیې پورې مې ۵ ورځې په پښو مزل وکړ. په یوه تجارتي اورګاډي کې مې د مقدونیې پازمېنه سکوپیې ښار ته ځان ورساوه. له مقدونیې تر صربستانه پورې په پښو ورغلم.

«لاره کې مې له کېچپ سره د ونو پاڼې وخوړې»

له صربستانه بوسنیا ته لاړم او له بوسنیا څخه مې د سلوانیا او بیا د کروېشیا په لور حرکت وکړ. د کروېشیا او سلوانیا تر منځ یوه نهر و چې په پښو ترې تېر شوم. سلوانیا کې مې ډوډۍ خلاصه شوه او زه اړ شوم چې کېچپ د ونو پاڼو سره وخورم.

بالاخره یو سهار وختي د ايټالیا ترستي ته ورسېدم. هلته پولیسو ونیولم او یو کمپ ته یې ولېږلم. درې ورځې وروسته په یوه اورګاډي کي فرانسې ته راغلم.

پاریس کې مې د پناه غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې د اوسېدو ځای نه لرم. هیله لرم چې غوښتنه مې ومنل شي او دغه هیواد کې یو نوی ژوند پیل کړم.

 

نورې ليکنې