د پاکستان د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه د ايټاليا چارواکي منيلو ډي سټېفانو سره. کرېډېټ: پي ايي ډي
د پاکستان د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه د ايټاليا چارواکي منيلو ډي سټېفانو سره. کرېډېټ: پي ايي ډي

د پاکستان د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه ويلي چې د قانون پلي کوونکې ادارې به د بشري قاچاق په بشپړه له منځه وړلو لپاره ټولې ممکنې هڅې کوي.

دا خبره هغه اسلام اباد کې د ایټاليا يو شپږ کسيز پلاوي ته وکړه د چا مشري چې د ايټاليا د بهرنيو چارو مرستيال سيکتر منيلو ډي سټيفانو کوله. د ايټاليا د پلاوي سره د ملاقات په وخت د انساني قاچاقو پر مسئه تفصيلي بحث وشو. 

اعجاز شاه وويل: «زمونږ حکومت د انساني قاچاق په مکمله توګه د ختمولو پخلی کوي او په دې سلسله کې به هر قسمه ګامونه پورته کولای شي.» 

هغه زياته کړه چې د پاکستان قانون پلې کونکې ادارې په وروستيو کې د انساني قاچاق وړونکو او د دوی د همکارانو پرضد کامياب عمليات کړي او يو شمېر تنان يې نيولي دي. 

د ايټاليا پلاوې د پاکستان لخوا د بشري قاچاقبرانو پر ضد پورته کړل شويو ګامونو ستاينه وکړه او دا خبره يې ومنله چې په انساني قاچاقو کې تر يوې اندازې پورې کموالی راغلی، خو ولې بيا هم د دې مسئلې په مکمله توګه ترمنځه وړلو لپاره نورې هڅې پکار دي. پلاوي د انساني قاچاقو د ختمولو لپاره پاکستان سره د هر قسم امداد کولو پخلی وکړ او دواړو خواوو د انساني قاچاقو پر ضد په ګډه کار کولو هوکړه وکړه. 

 

نورې ليکنې