د ادا کارت. کرېډېټ: مهدي شبیل
د ادا کارت. کرېډېټ: مهدي شبیل

له څو اونیو راهیسې په فرانسه کې د ادا په نامه نوي بانکي کارتونه فعال شوي دي. پناه غوښتونکي د دغو کارتونو په ذریعه یوازې پیسې ادا کولی شي خو نقدې پیسې نه شي ترې ایستلی. ځینې پناه غوښتونکي وایي چې د نوو کارتونو تر فعال کېدو وروسته په خپل ورځني ژوند کې له «ستونزو» سره مخ شوي دي.

ډوډۍ، سابه او یا نورې اړتیاوې... داسې ښکاري چې نن سبا پناه غوښتونکي په سختۍ سره دغو شیانو ته لاس رسی موندلی شي. د روانې نومبر میاشتې له ۵مې راهیسې فرانسه کې د ادا نوي بانکي کارتونه فعال شوي دي. پناه غوښتونکي د دغو نوو کارتونو په وسیله یوازې کارت لوستونکو ماشینونو کې پیسې ورکولی شي خو نقدې پیسې نه شي ترې اخیستلی. ځینو پناه غوښتونکو کډوال نیوز ته ویلي چې د دغو کارتونو تر فعال کېدو راهیسې یې په ورځني ژوند کې د نقدو پیسو د نه لرلو له امله له ستونزو سره مخ دي.

۲۵ کلن بلال د افغانستان دی او اوس د فرانسې په رن ښار کې ژوند کوي. نوموړی وایي: «زه نور بګېټ [فرانسوۍ ډوډۍ] نه شم اخیستلی ځکه یې بیه ۱ یورو ده، خو که له خپل کارت سره بګېټ واخلم باید حداقل ۵ یورو ورکړم. له نانواییو پرته نورو دوکانونو کې هم له همدې ستونزې سره مخ کېږم.»

۲۷ کلن سوریایی کډوال ملهم چې پاریس کې اوسېږي، وایي: «دا عادلانه نه ده. کله کله له ډېرې مجبورۍ داسې شیان اخلم چې هېڅ اړتیا ورته نه لرم. خو زه یې اخلم ځکه چې دغه ټاکل شوی حداقل مبلغ باید پوره شي.»

فرانسه کې د پناه غوښتنو دوسیو د ارزولو په موده کې له پناه غوښتونکو سره مالي مرسته کېږي: په ورځ کې یو مجرد کس ۶ اعشاریه ۸۰ (میاشت کې ۱۹۰) یورو، یو زوج چې دوه ماشومان ولري ۱۷ (میاشت کې ۴۷۶) یورو، او یوه کورنۍ چې ۶ غړي ولري ۲۳ اعشاریه ۸۰ (میاشت کې ۶۶۰) یورو ترلاسه کوي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: د پناه غوښتونکو په بانکي کارتونو کې بدلونونه

«نه پوهېږو چې حساب کې مو څومره پیسې پاتې دي»

سیسوکو د مالي هیواد دی او د فرانسې په نوی – سور – مارن سیمه کې ژوند کوي. نوموړی وایي چې نور خپل حساب هم اداره نه شي کولی، ځکه: «نه پوهېږم چې حساب کې مې څومره پیسې پاتې دي. زه ځینې داسې ملګري لرم چې له خپلو کارتونو په ذریعه سودا اخیستلی نه شي ځکه چې په حساب کې یې پیسې خلاصې شوې دي.»

پناه غوښتونکو پخوا له بانکه تر پیسو ایستلو وروسته خپلو حسابونو کې د پاتو پیسو په اړه معلومات ترلاسه کول.

په همدې حال کې د بهرنیانو عمومي ادارې اعلان کړی چې اټکل دی چې په ډېسمبر میاشت کې به یوه کاري ډله د دغو نوو کارتونو د ستونزو په اړه غونډه جوړه کړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د پناه غوښتونکو نوي بانکي کارتونه: «کش بک» څه دی؟

پناه غوښتونکي دې ته اړ شوي دي چې خپل خوی او عادت بدل کړي

سیسوکو اوس دې ته اړ شوی دی چې ځینې خپل عادتونه بدل کړي. نوموړی وایي: «نور د کالي منځلو ماشینونو څخه کار نه شم اخیستلی، ځکه چې د ماشین د فعالولو له پاره میده پیسو ته اړتیا ده.»

۲۵ کلن دالېز د نوول اکویتن په نانترې سیمه کې اوسېږي. نوموړی وایي چې اوس چای او افریقایي توکي نه شي اخیستلی. «په بازارانو کې دغه توکي ارزان وو، خو په سوپرمارکېټونو کې یې بیه لوړه ده.»

خو ولې دا بدلون؟ د کډوالۍ او ادغام ادارې مشر دیدیې لشي تر دې مخکې ویلي وو: «تر اوسه مو ځینې ستونزې درلودلې. د بېلګې په توګه، کله چې په کارت کې تر ۱۰ یورو کمې پیسې وي نو پناه غوښتونکي د پیسو اټوماټ ماشین څخه پیسې نه شي ایستلی.»

دویم دلیل د پناه غوښتونکو خوندیتوب دی. د اوفي د عمومي مشر په خبره: «تر دې مخکې کډوال صلاحیت درلود چې په میاشت کې یوازې ۵ ځله له خپل حساب څخه پیسې وباسي. مانا یې دا چې دوی مجبور وو ځان سره نغدې پیسې ولري. خو له ځان سره پیسې درلودل یو خطرناک کار دی ځکه ځینې کډوال د اوسېدو ځای نه لري [او په سړکونو کې اوسېږي].»

 

نورې ليکنې