له ارشیف څخه: کډوال د کالې په ورتییر کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
له ارشیف څخه: کډوال د کالې په ورتییر کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

ځینو خبري رسنیو ویلي چې د چهارشنبې په شپه او د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په کالې ښار کې د کډوالو ترمنځ شخړې کې لږترلږه ۷ اریتریایي او سوډاني مهاجر ټپیان شوي دي.

د کالې قومندانۍ په حواله لومړۍ ښخړه د چهارشنبې شپې په یوه بجه د دون په نامه سیمه کې د لسګونو داسې کډوالو ترمنځ جوړه شوه کوم چې په خپلو لاسونو کې یې سوټې درلودلې.

سرچینې زیاته کړې شخړه چې د سوډانیانو او اریتریایانو ترمنځ رامنځته شوې وه  د پولیسو تر مداخلې وروسته په موقته توګه پای ته ورسېدله.  

خو د پنجشنبې په یوه بجه پخواني کالې ځنګل ته نږدې د شاوخوا ۲۰۰ کډوالو ترمنځ بیا نښته رامنځته شوه.

پولیسو د کډوالو د تیت او پرک کولو له پاره له اوښکې بهوونکي ګاز کار واخیسته.

د کالې قومندانۍ د پنجشنبې په ورځ وویل چې دویمه نښته کې دوه سوډانیان په سطحي توګه ټپیان او د کالې روغتیایي مرکز ته وړل شوي.

نښته کې دغه راز د پولیسو ۴ سرتېري هم په سطحي ټوګه ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په ماسپښين کې سیمه کې وضعیت ارام و او سرتېري هم هلته حاضر وو.

تر اوسه پورې د دغې نښتې لامل په داګه شوی نه دی.

خو د سلام سازمان غړې یولان برنارد وایي چې د پولیسو له خوا د کډوالو د اخراجولو او سیمه کې د ازغن تار تر لګولو وروسته پر مهاجرو باندې ډېر فشار راغلی. نوموړې زیاتوي چې اوس کډوال نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي او چېرته خپلې خیمې ودروي.

د چارواکو د شمېرو له مخې نن سبا نږدې ۴۵۰ کډوال کالې کې ژوند کوي. دوی ټول غواړي چې برتانیا ته ولاړ شي. 

 

نورې ليکنې