د صربیا او هنګري تر منځ سرحد. کرېډېټ: رویترز
د صربیا او هنګري تر منځ سرحد. کرېډېټ: رویترز

د هنګري پولیسو د جمعې په ورځ وویل چې د دغه هیواد په سوېلي اسوتالم سیمه کې یې ۴۴ کډوال په یوه تونل کې موندلي دي. پولیسو زیاته کړې چې یو بل تونل په چیکریا سیمه کې موندل شوی دی.

پولیسو د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له صربیا سره پولې ته نږدې په اسوتالم او چېکریا سیمو کې دوه داسې تونلونه موندلي دي چې له لارې یې کډوال صربیا ته ورتېرېدل.  

خبرپاڼه کې راغلي چې اسوتالم سیمه کې تونل ۳۴ متره او چېکریا سیمه کې تونل ۲۲ متره اوږده کیندل شوي او په پاڼو پوښل شوي وو.

پولیسو د دغه تونل استعمال خطرناکه بللی دی.

که څه هم خبرپاڼه کې د موندل شویو ۴۴ کسانو هویت په ډاګه شوی نه دی، خو پولیسو دومره ویلي چې یو صربیایی سړی یې د انساني قاچاقو په تړاو نیولی دی. 

د پولیسو یو قومندان جېنو زیلاسي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پولیس د نورو تونلونو په لټه کې دي.

پولیسو دا هم ویلي چې دواړه تونلونه په لاسونه کیندل شوي او اوس یې بند کړي دي.

د ۲۰۱۵م کال د کډوالۍ کړکېچ پر مهال هنګري له صربیا سره پر خپله پوله برقي اغزن لرونکي خنډ جوړ کړ.

په تېرو اونیو کې ګڼ شمېر کډوال هنګري پولې ته نږدې موندل شوي او بېرته صربیا ته شړل شوي دي. د روان کال په لومړیو میاشتو کې په اونۍ کې نږدې ۲۰۰ کډوال د دغه هیواد څخه د تېرېدو هڅې کولې، خو په تېرو درېو اونیو کې ۳۷۵، ۴۹۲ او ۶۴۲ کډوال د هنګري پولې ته نږدې موندل شوي دي.  


 

نورې ليکنې