نن سبا یوناني ټاپوګانو کې تر ۳۴ زره کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي. کرېډېټ: رویترز
نن سبا یوناني ټاپوګانو کې تر ۳۴ زره کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي. کرېډېټ: رویترز

د یونان د پنځو ټاپوګانو ښاروالو د جمعې په ورځ له هغې پرېکړې سره مخالفت وښود چې له مخې به یې د یونان حکومت غواړي په خپلو ټاپوګانو کې له حده ډکو کمپونو پر ځای تړلي مرکزونه رامنځ ته کړي. دوی دغه راز ویلي چې ټاپوګانو کې باید د کډوالو شمېر کم کړل شي.

د لېسبوس، خیوس، ساموس، کس او لېروس ټاپوګانو ښاروالو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: «موږ د دولت دغه پلان نه منو... موږ ته یې په اړه له وړاندې اطلاع نه وه راکړل شوې...»

د یونان په یادو «هات سپاتونو» کې په زرګونو داسې کډوال اوسېږي چې د ترکیې له لارې یې دغه هیواد ته ځانونه رسولي دي.

اعلامیه کې دغه راز راغلي: «حکومت باید د شاروالیو د شوراګانو د پرېکړو درناوی وکړي.»

دوی له حکومته ټاپوګانو کې د کډوالو د شمېر د کمولو غوښتنه کړې.   

د یونان حکومت د نومبر پر ۲۰مه وویل چې په راتلونکي کې به په لېسبوس، ساموس او خیوس ټاپوګانو کې د مهاجرو کمپونه وتړل شي. چارواکي زیاته کړې وه چې د کمپونو پر ځای تړلي مرکزونه رامنځ ته کړي. د کډوالۍ د چارو له پاره د یونان حکومت همغږي کوونکي الکیویادیس ستېفانیس په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې دغه مرکزونه به د ۵۰۰۰ کسانو ظرفیت ولري. سرچینې دغه راز زیاته کړه وه چې کډوالو ته به په کانتینرونو کې ځای ورکول کېږي او دوی به طعام خانو، ښوونځیو او عبادت ځایونو ته لاس رسی ولري.

نن سبا ټولټال ۳۷۰۰۰ کسان د دغو پنځو ټاپوګانو په کمپونو کې اوسېږي، حال دا چې یاد کمپونه یوازې د ۶۲۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

بل پلو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ مشر فیلیپو ګراندي د پنجشنبې په ورځ د یادو کمپونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله. تر دې وړاندې ګڼو سازمانونو او د بشري حقونو مدافع بنسټونو هم یادو کمپونو کې د کډوالو پر خراب وضعیت نیوکې کړې وې.

څه موده وړاندې د یونان حکومت اعلان کړی و چې غواړي ټاپوګانو کې د کډوالو کمپونه وتړي او پر ځای یې تړلي مرکزونه جوړ کړي.

خو د ساموس ښاروال د دې پرېکړې پر وړاندې ویلي: «حکومت فکر کوي چې ټاپو مو د ۵۰۰۰ کډوالو د ځایېدو ظرفیت لري، خو دغه نوی کمپ کې یوازې ۱۸۰۰ کسان اوسېدلی شي.» نوموړي زیاته کړې چې د «کمپونو + زندانونو» د جوړولو خلاف دی.

تر دې دمخه د یونان حکومت ویلي وو چې د روان کال تر پایه پورې ۲۰۰۰۰ کډوال له ټاپوګانو څخه د یونان مرکزي سیمو ته انتقال کړي. 

د نړیوال مهاجرت سازمان د شمېرو له مخې د روان کال د اګست په لومړۍ او دویمه اونۍ کې ۳۲۵۰ کډوال د یونان لېسبوس، خیوس، ساموس، لېروس او کس ټاپوګانو ته رسېدلي دي. د ۲۰۱۹ په جولای میاشت کې ۵۵۲۰ کډوال یادو ټاپوګانو ته رسېدلي وو.   د بې سرحده ډاکټرانو سازمان زیاتوي چې یاد کسان د لېسبوس موریا کمپ ته وړل شوي چېرې چې نږدې ۱۱۰۰۰ کسان ژوند کوي. خو په اصل کې دغه کمپ د ۳۰۰۰ کسانو ظرفیت لري.

 

نورې ليکنې