له ارشیف څخه: د لیبیا د ساحلي سرتېرو یوه کښتۍ. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: د لیبیا د ساحلي سرتېرو یوه کښتۍ. کرېډېټ: رویترز

د فرانسې حکومت پرېکړه کړې چې لیبیا کې د روان «وضعیت» له کبله د دغه هیواد ساحلي سرتېرو ته د وعده شویو ۶ بېړیو له ورکولو ډډه وکړي. په همدې حال کې د مهاجرو د حقونو دفاع بنسټونه دا یوه «مهمه بریا» بولي.

 د فرانسې د دفاع وزیرې فلورانس پارلې د روان کال په فبرورۍ کې د لیبیا ساحلي ځواکونو ته د ۶ بېړیو د ورسپارلو اعلان کړی و.

نوموړې د نومبر پر ۲۶مه د پاریس استیناف محکمې ته په یوه ‍یادښت کې لیکلي چې که څه هم تر دې وړاندې لیبیا ته د کښتیو د ورکولو وړاندیز شوی و، خو اوس د اردو وزیره نه غواړي چې یادې بېړۍ د دغه هیواد ساحلي پوځ ته ورکړل شي.

هغې زیاته کړې چې لیبیا کې یې د روان «وضعیت» له کبله د حکومت د دغې پرېکړې د لغو کولو تصمیم نیولی دی.

په کال ۲۰۱۱ کې د معمر القذافي د حکومت تر نسکورېدو وروسته لیبیا کې د مارشال خلیفه هفتر او د ملي یووالي حکومت تر منځ جګړې روانې دي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان د کډوالو چارو مشرې لولا شولمان ویلي چې د فرانسې دغه تصمیم د «عامه فشار» له کبله نیول شوی او د کډوالۍ په برخه کې باید د لیبیا او فرانسې په اړیکو کې یو اساسي بدلون رامنځ ته کړي.

نوموړې دغه راز دا یوه «مهمه بریا» بللې ده.

بل پلو ۸ سازمانونو چې په ډله کې یې د بې سرحده ډاکټرانو اداره، ژیستي او د بشري حقونو لیګ هم دي، د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د دغې پرېکړې هرکلی وکړ.

دوی همدا شان زیاته کړه چې فرانسه باید له لیبیا سره د ټولو دوو اړخیزو تړونونو د لاسلیکولو په خاطر سخت شرطونه وړاندې کړي.

 

نورې ليکنې