کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېدېت: مهدي شبیل
کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېدېت: مهدي شبیل

ډېرو پناه غوښتونکو کډوال نیوز ته د مهاجرو د نوو بانکي کارتونو په اړه پیغامونه لېږلي دي. دوی وایي چې د نقدو پیسو د نه لرلو له کبله یې ستونزې ډېرې شوې دي. د دغو کډوالو د سترګو لیدلي حال دلته لوستلی شئ.

د روان کال د نومبر له ۵مې راهیسې فرانسه کې د پناه غوښتونکو په بانکي کارتونو کې ځینې بدلونونه رامنځ ته شوي. مانا یې دا چې پناه غوښتونکي نور نه شي کولی چې له خپلو حسابونو څخه نقدې پیسې وباسي. ځینې پناه غوښتونکي وایي چې د نقدو پیسو د نه لرلو له امله یې ستونزې ډېرې شوې دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: نوي بانکي کارتونه: پناه غوښتونکي له رامنځته شویو ستونزو څخه شکایت کوي

امادو د ساحل عاج دی، هغه د خپلې ښځې او خپلو دوو ماشومانو سره پاریس کې اوسېږي

«زه پناه غوښتونکی یم او د اوفي له نوو کارتونو رضایت نه لرم.

زه له خپلې ښځې او خپلو دوو ۴ کلنو ماشومانو سره په یوه کوچنۍ کوټه کې ژوند کوم. د کور خاوند غواړي چې موږ هره میاشت ور ته خپله کرایه په نقده توګه ورکړو. کرایه مو ۴۰۰ یورو ده. اوفي یا د کډوالۍ اداره هره میاشت موږ ته ۵۵۰ یورو ورکوي. خو زه نور له خپل حساب څخه نقدې پیسې نه شم ایستلی.

څو ورځې مخکې د کور خاوند وویل چې باید یې له کوره ووځو. اوس نه پوهېږم چې څه باید وکړم.

زما په شان ګڼې داسې کورنۍ شته چې د خپلو کورونه کرایې په نقده توګه ادا کوي.

که د حل کومه لاره پیدا نه شي، موږ باید سړکونو کې ژوند وکړو. خو دا ممکنه ده: ماشومان مې کوچني دي او بهر کې هم هوا یخه ده.

موږ په منظمه توګه کافدا (هغه اداره چې پناه غوښتونکو کورنیو ته د اوسېدو ځایونه برابروي) ته زنګ وهو، خو هلته هم ځای نشته...»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسه: د پناه غوښتونکو په بانکي کارتونو کې بدلونونه

**

سوریایی کډوال رامي په پاریس کې اوسېږي

«عمر مې ۳۴ کاله دی. له یو کال راهیسې د اوفي کارت خاوند یم. هره میاشت ما ته ۴۲۰ یورو ورکول کېږي.

زه کله ناکله هغو پناه غوښتونکو ته پیسې ورکوم چې مرستې ته اړتیا لري. دغه راز له کوچنیو دوکانونو څخه کرېدېت کارت اخلم. خو نه شم کولی چې د خپل کارت په مرسته پیسې ورکړم.

اوس نه پوهېږم چې څه باید وکړم. زه یوازې د تېلېفون له لارې له خپلې کورنۍ سره اړیکه نیولی شم. پناه غوښتونکو نقدو پیسو ته اړتیا لري.

**

عثمان له نورو پناه غوښتونکو سره د امین په یوه استوګنځي کې ژوند کوي

«زه د ګینې – کوناکري یم. فرانسه کې د مهاجر په توګه پېژندل شوی یم. خو اوس له افغان، ایتوپیایی او ګینیایی پناه غوښتونکو سره په امین ښار کې ژوند کوم. دا معلومه خبره ده چې د اوفي په کارت کې رامنځته شويو بدلونونو د پناه غوښتونکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی.

که د کوم شی بیه تر ۵ یورو کمه وي، پناه غوښتونکي د خپلو کارتونو له لارې پیسې نه شي ورکولی.

زه ورسره مرسته کوم. په دوکانونو او نانواییو کې پیسې ورکوم.

تر بدلون وروسته پناه غوښتونکي نور نه پوهېږي چې حساب کې یې څومره پیسې پاتې دي.

څو ورځې مخکې زما افغان ملګری یوه دوکان ته ورغی، خو د پیسو ورکولو په وخت کې معلومه شوه چې په حساب کې یې پیسې نه لري.

زه داسې ملګري هم لرم چې په کوچنیو کوټو کې اوسېږي او خپلې کرایې په نقده توګه ورکوي. خو دوی نور له خپلو حسابونو څخه پیسې نه شي ایستلی.  

زه فکر کوم چې دغه نوي کارتونه د پناه غوښتونکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی.»

**

الیو د ساحل عاج دی او د ایل دو فرانس په مېلون سیمه کې اوسېږي

«له دغو کارتونو څخه هېڅوک راضي نه دي. سوپرمارکېتونو کې ټول خلک د اوفي کارت لرونکو ته په بده سترګه ګوري... دوی پوهېږي چې ته پناه غوښتونکی یې.

همدا وجه ده چې زه نه غواړم چې کارفور یا لیدل سوپرمارکېتونو ته ولاړ شم. تر دې مخکې مې هویت معلوم نه و. خلک نه پوهېدل چې اداري وضعیت مې څنګه دی. اوس ټول پوهېږي چې زه «مهاجر» یم. خو چاره نشته. باید سودا واخلم.

دا کارت د کډوالو ژوند سختوي او د کډوالو پر وړاندې کرکه راپاروي.»

 

نورې ليکنې