الان کردي کښتۍ کې سپاره کډوال. کرېدېت: سي ای
الان کردي کښتۍ کې سپاره کډوال. کرېدېت: سي ای

د کډوالو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ او الان کردي چې له ۱۰۰ ډېر کډوال پکې سپاره دي په مدیترانه کې په انتظار کې دي چې د دغو مهاجرو د ښکته کولو لپاره یو امن بندر وموندي. په همدې حال کې سازمانونه وایي چې دغو دواړو کښتیو کې د کډوالو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

د الان کردي د ژغورنې ماموریت مشر یان ربېک له اروپایي هیوادونو څخه غواړي چې الان کردي کښتۍ کې سپرو ۶۱ کډوالو ته یو امن بندر وټاکي.

بل لور ته د اس او اس مدیترانې او د نړیوالو ډاکټرانو سازمانونو په یوه خبرپاڼه کې له اروپایي ټولنې څخه غوښتي دي چې د «ژغورل شویو کسانو د کوزولو له پاره» اقدامات وکړي.

الان کردي او اوشېن وایکنګ له پنځو ورځو راهیسې د ایټالیا او مالتا په اوبو کې سرګردانه دي. اوشېن وایکنګ تېره پنجشنبه د نومبر ۲۸مه ۶۰ کډوال په مدیترانه کې وژغورل. دغه راز د الان کردي په نامه ژغورونکې کښتۍ د پنجشنبې په ورځ ۸۴ کډوال په مدیترانه کې وژغورل.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: په یوه ورځ کې نږدې ۱۵۰ کډوال د لیبیا په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي

تر دې دمه ۲۳ کډوال د روغتیایي دلایلو له کبله ایټالیا ته انتقال شوي دي.

د دواړو سازمانونو په حواله ایټالیا او مالتا تر اوسه پورې د کډوالو له منلو سره موافقت نه دی کړی.

د ځان وژنې هڅه

په همدې حال کې اس او اس مدیترانه وایي چې د هوا د خرابو حالاتو له کبله اوشېن وایکنګ کښتۍ کې د کډوالو وضعیت هم مخ په خرابېدو دی. سرچینه زیاتوي چې ژغورل شوي کډوال سمندر کې په ناروغیو اخته شوي او درملنې ته اړتیا لري.

بل پلو یان ربېک وایي چې الان کردي کښتۍ کې هم ځینې کډوال په روحي ناروغیو اخته دي.

سرچینه زیاتوي چې نن سه شنبه د ډېسمبر ۲مه یوه کډوال د ځان وژنې هڅه وکړه. خو نوموړی د ژغورنې عملې له خوا وژغورل شو او اوس په ایټالیا کې دی. 

 

نورې ليکنې