اوشېن وایکنګ کې سپاره کډوال. کرېدېت: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان
اوشېن وایکنګ کې سپاره کډوال. کرېدېت: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په شپه اوشېن وایکنګ او الان کردي کښتۍ کې سپرو کډوالو ته د دغه هیواد په دوو بندرونو کې د ښکته کېدو اجازه ورکړه. دغه تصمیم وروسته له هغې ونیول شو چې د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو د یادو کډوالو پر وېشلو توافق وکړ.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې اروپایي کمېسیون الان کردي او اوشېن وایکنګ کښتیو کې د سپرو کډوالو د وېشلو پروسه پیل کړې.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې فرانسه او جرمني د کډوالو د یوې برخې له منلو سره توافق کړی دی.

اټکل دی چې الان کردي کښتۍ کې سپاره کډوال به د سیسیل په مسین بندر او اوشېن وایکنګ کې سپاره کډوال د سیسیل په پوزالو بندر کې ښکته شي.

دغو دواړو کښتیو کې ۱۲۱ کډوال سپاره دي. 

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: الان کردي او اوشېن وایکنګ له ۱۰۰ ډېرو مهاجرو سره مدیترانه کې سرګردانه دي

د روان کال د سپټمبر میاشتې پر ۲۳ د فرانسې، جرمني، ایټالیا او مالتا هیوادونو ترمنځ له مدیترانې څخه د ژغورل شویو کډوالو د وېشلو پر سر موافقه وشوه. دا موافقه به سمندر کې د ژغورل شویو کډوالو د بند پاتېدو مخنیوی وکړي.

الان کردي چې د ۲۰۱۸م کال په دوبي کې یې خپل فعالیت پیل کړی وایي چې تر اوسه پورې یې ۴۰۰ کډوال په مدیترانه کې ژغورلي دي. همدا شان دغې کښتۍ په تېرو څو ورځو کې تر ۸۰ ډېر کسان په مدیترانه کې وژغورل.

الان کردي د دوشنبې په ورځ له ایټالوي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د روغتیایي دلایلو له کبله کښتۍ کې سپرو ۱۰ نورو کسانو ته هم دغه هیواد کې د کوزېدو اجازه ورکړي.

اوشېن وایکنګ د دوشنبې په شپه (د نومبر ۲۸مه) د ۱۹ کم عمره کسانو په ګډون ۶۰ کډوال په مدیترانه کې وژغورل.

 د کډوالۍ نړیوال ادارې د شمېرو له مخې د روان کال له جنورۍ د نومبر تر ۱۳مه پورې مدیترانه کې تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې