له ارشیف څخه: کالې کې پولیس د کډوالو یو کمپ د تړلو په حال کې دي. کرېدېت: مهدي شبیل
له ارشیف څخه: کالې کې پولیس د کډوالو یو کمپ د تړلو په حال کې دي. کرېدېت: مهدي شبیل

د د سه شنبې په سهار د فرانسې د کالې په دون سیمه کې د مهاجرو څو کمپونه د پولیسو له خوا وتړل شول. ځایي سازمانونه وایي چې دوی نه پوهېږي له کمپونو څخه ایستل شوي کډوال چېرته وړل شوي دي.

د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر ۳مه) کالې کې یو ځل بیا د کمپونو د تخلیې عملیات ترسره شول. پولیسو د کالې په صنعتي دون سیمه کې د کډوالو څو کمپونه وتړل چېرې چې په سلګونو کسانو تر خیمو لاندې ژوند کاوه.  

د سهار په ۷ و نیمو بجو د عامه نظم ګڼ شمېر سرتېري دون سیمه کې راټول شوي وو چې د کالې پخواني ځنګل ته نږدې موقعیت لري. خبریالو اجازه نه درلودله چې یادې سیمې ته نږدې شي.

د رپوټونو په حواله کډوال په سرویسونو کې له سیمې څخه انتقال شوي، خو سازمانونه وایي چې دوی نه پوهېږي ایستل شوي کډوال چېرته وړل شوي دي. د اوبرژ دو میګران او د بشري حقونو څارونکو یوه غړې یوژني ژولي زیاتوي: «موږ نه پوهېږو چې سرویسونه چېرته لاړل، کډوال هم نه پوهېدل چې سرویسونه د کومې سیمې په لور روان دي.»

په همدې حال کې د سلام سازمان عمومي مشره کلېر میلو وایي: «د ۲۰۱۸ د اکټوبر په ۲۳مه ګراند سنت کې یو کمپ وتړل شو. هغه وخت ان سرویس چلونکی نه پوهېده چې مقصد یې چېرې دی. زه ډاډه یم چې وضعیت تل همداسې و.»

د پا – دو – کلې د قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې د ورځې «په ۱۲ بجو ۳۳۱ کسان» په سرویسونو کې سپاره شوي ول. دغه راز ۴۳ تنه نور، چې بې سنده کډوال دي، په اداري توقیف کې دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسه: کالې کې د کډوالو ترمنځ شخړه کې لږترلږه ۷ کسان ټپیان شوي

د اوبرژ دو میګران غړې یوژین ژولي په حواله سیمه کې د اداري توقیف ځي یو موټر او د سرحدي پولیسو دوه لارۍ هم لیدل کېدلې.  

د کالې قومندانۍ زیاته کړې چې له څو اونیو راهیسې «اېد ځنګل» کې، چې یوه خصوصي ځنګل دی، نږدې «۳۵۰» کسانو خپلې خیمې درولې وې او هلته یې ژوند کاوه. 

د سلام سازمان له مخې په دغه سیمه کې ۳۰۰ تر ۵۰۰ سوډانیان، اتیوپیایان، اریتریایان، افغانان او ایرانیان تر خیمو لاندې اوسېدل. خو د اوبرژ میګران ټولنې وایي چې سیمه کې ۵۰۰ تر ۶۰۰ کسان ژوند کاوه.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د فرانسې په کالې ښار کې د کډوالو د ژوند سخت وضعیت

بل لور آغلې ژولي ټینګار کوي چې ایستل شوي کډوال ممکن په راتلونکو ورځو بېرته سیمې ته ستانه شي. نوموړې زیاتوي چې د کمپونو د تړلو عملیاتو موخه دا ده چې ګرېولاین سړک پر غاړه ځنګل بند کړل شي.

 

نورې ليکنې