د ډسمبر ۳مه: کډوال د بوسنیا په کمپ کې. کرېډېټ: رویترز/دادو رویچ
د ډسمبر ۳مه: کډوال د بوسنیا په کمپ کې. کرېډېټ: رویترز/دادو رویچ

د اروپا د بشري حقونو یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ خبر داری ورکړ چې په بوسنیا کې د ووچیاک په نامه د کډوالو کمپ باید ژر تر ژره وتړل شي. نوموړي زیاته کړه چې که ووچیاک و نه تړل شي، کډوال په ژمي کې په دغه کمپ کې مري.

دغه کمپ چې بیهاچ ښار ته نږدې د ووچیاک په کلي کې موقعیت لري تېر جون د بوسنیایي چارواکو له خوا جوړ شوی او شاوخوا ۶۰۰ کسان پکې تر خیمو لاندې ژوند کوي. ووچیاک کې د شپې له خوا تودوخې درجه تر صفر لاندې ځي.

د اروپا د بشري حقونو کمیشنر دونجا میجاتویچ د کمپ د لیدلو پر مهال رسنیو ته وویل: «که چېرې موږ نن دغه کمپ و نه تړو، سبا به خلک دلته مړه شي.»

دغه له ماینونو ډکه سیمه د ۱۹۹۰ جګړو څخه پاتې ده. ووچیاک کې اوبه، بریښنا او تشنابونه نشته او یوازې د سره صلیب ادارې هره ورځ پر کډوالو خواړه وېشي.

د بوسنیا په دغه سیمه کې د کډوالو لپاره د نړیوال سازمان له خوا په لاره اچول شوي مرکز کې ځای نشته او د بیهاچ سیمې مرکزونه یوازې د ۳۵۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

د ډسمبر ۳مه: کروېشیا پولې ته نږدې د کډوالو ویجارې شوې خیمې. کرېډېټ: رویترز/دادو رویچ

بیهاچ سیمه له کروېشیا سره ګډه پوله لري نو ځکه د هغو کډوالو پر ترانزیتي لاره بدله شوې چې غواړي لوېدیځي اروپا ته ځانونه ورسوي.

ښاغلي میجاتویچ له کمپ څخه د کتنې پر مهال دا هم وویل چې د یو بوسنیایي په توګه د دې کمپ شتون بوسنیا ته شرم بولي، ځکه هلته شرایط «انساني» نه دي.

اټکل کېږي چې نوموړی چې په روانه اونۍ کې د بوسنیا له نورو کمپونو څخه هم لیدنه وکړي او له چارواکو سره خبرې وکړي.

بوسنیا کې بېلابېل قومونه ژوند کوي او سیاسي سیستم یې پیچلی دی. بوسنیایي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه تواق نه دی کړی چې د کډوالو نوی مرکز په کومه سیمه کې پرانیستل شي.

د  بوسنیایي چارواکي سلوبویان یجیک په وینا په تېرو دوو میاشتو کې تر ۵۲۰۰۰ ډېر کډوال په ناقانونه توګه دغه بوسنیا ته ننوتلي دي.

 

نورې ليکنې