له روسیې سره پوله. کرېډېټ: د رویترز له ارشیف څخه
له روسیې سره پوله. کرېډېټ: د رویترز له ارشیف څخه

روسي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه قاچاق وړونکی یې نیولی چې له ۴ کډوالو څخه د پیسو اخیستلو لپاره یې د دغه هیواد په یوه ځنګل کې جعلي سرحد جوړ کړی و. چارواکو زیاته کړې چې یاد څلور کډوال له روسیې څخه په شړنه محکوم شوي دي.

ځایي رسنۍ د سرحدي پولیسو له قوله ویلي چې قاچاق وړونکي د روسې او فنلنډ واقعي سرحد ته نږدې یو جعلي خنډ جوړ کړی و او په شاوخوا کې یې سرحدي نښې لګولې وې. نوموړي غوښتل دغو څلورو کډوالو ته وښيي چې دوی فنلنډ ته رسېدلي دي. قاچاق وړونکي دغه راز له کډوالو څخه د ۱۰ زرو یورو په ارزښت پیسې غوښتې وې.

سرچینو زیاته کړې: «قاچاق وړونکي غوښتل چې له کډوالو سره پرته له کومې مرستې او په اسانۍ سره پیسې ترلاسه کړي.» نوموړي یاد کډوال تر جعلي خنډه پورې رسولي وو او له هغوی څخه یې پیسې اخیستې وې.

د روسیې سرحدي پولیسو یوه ویډیو خپره کړې چې ښیي دغه څلور کسان په ځنګل کې دی او لاسونه یې پورته نیولي دي.

پېښه د نومبر پر ۲۸مه د روسیې سن پترزبورګ سیمې ته نږدې رامنځته شوه. نیول شوي څلور کډوال د سوېلي اسیا څخه دي. دوی له روسیې څخه په شړنه محکوم شوي او جرمانې هم پرې لګول شوې دي.

اټکل کېږي چې قاچاق وړونکی د درغلۍ په تور تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.

دېری وختونه د مرکزي اسیا، افریقا او افغانستان څخه راغلي کډوال هڅه کوي چې د روسیې او فنلنډ ترمنځ سرحده تر تېرېدو پورې اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

 

نورې ليکنې