تزییني انځور. کرېډېټ: اې پي آ، ریوس رومنز
تزییني انځور. کرېډېټ: اې پي آ، ریوس رومنز

د اسپانیا پولیسو ویلي چې د چهارشنبې په ورځ مادرید ښار کې د ځوانو کډوالو یو مرکز وروسته له هغې تخلیه شو چې دې مرکز کې یو لاسي بمب وموندل شو. د اسپانیا د واکس په نامه د توند ښي اړخې ګوند په تېرو ټاکنیزو کمپاینونو کې د مادرید په هورتلېزا ناحیه کې د دې مرکز شتون د جرمونو د احتمالي زیاتېدو لامل بللی و.

د اسپانیا د پولیسو یوه ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې یو لاسي بمب چې «لږ چاوېدونکي توکي» پکې ځای پر ځای شوي وو د ورځې په سهار د کم عمره کډوالو په مرکز کې وموندل شو. دغه مرکز د مادرید په هورتلېزا ناحیه کې موقعیت لري.

سرچینې زیاته کړې: «داسې معلومېږي چې لاسي بمب له بهر څخه په یوه پلاستیکۍ خلطه کې مرکز کې غورځول شوی وي.»

د سرچینې په حواله د بمب تر موندنې وروسته یاد مرکز تخلیه شو او پولیسو لاسي بمب خنثی کړ.

په تېرو ټاکنیزو کمپاینونو کې د اسپانیا د توند ښې اړخې واکس ګوند مشر سانتیاګو اباسکال په یوه ټلویزیوني پروګرام کې وویل چې دغه مرکز سیمه کې د جرمونو د احتمالي زیاتېدو لامل ګرځېدلی شي.

واکس ګوند د نومبر د ۱۰مې ڼېټې په ټاکنو کې د اسپانیا په پارلمان کې درېم ځای خپل کړ.

د یاد ګوند ویناوو اسپانیا کې غوسه راپارولې ده. تر دې دمخه د اسپانیا د بشري حقونو مدافع د واکس ګوند پیغامونه «راسیستي» بللي وو او زیاته یې کړې وه چې دغو پیغامونو د ځوانو مهاجرو پر ضد بریدونه ډېر کړي.

 د اسپانیا د کېڼ اړخې ګون ماس پائېس استازو په حواله د نومبر له پیله راهیسې مادرید کې پر ګڼو ځوانو کډوالو بریدونه شوي دي. 

دغه راز د پودېموس کېڼ اړخې ګوند یوې استازې یون بېلارا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «دغه ماشومان نور تاوتریخوالي ته اړتیا نه لري» ځکه چې دوی په خپل ژوند کي له ډېرو تاوتریخجنو پېښو سره مخ شوي دي.


 

نورې ليکنې