برتانوۍ ګزمه کوونکې کښتۍ په مانش کې. کرېډېټ:  پېکچر الاینز
برتانوۍ ګزمه کوونکې کښتۍ په مانش کې. کرېډېټ: پېکچر الاینز

برتانوی چارواکو ویلي چې د چهارشنبې په ورځ یې ۷۹ داسې کسان نیولي چې په پنځو کښتیو کې یې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځانونه رسولي دي.

د ژمي په را رسېدو سربېره کډوال لا هم د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلو هڅې کوي. د بي بي سي د یو رپوټ له مخې د ډسمبر پر ۴مه ۷۹ کډوال په پنځو کښتیو کې برتانیا ته ځانونه رسولي دي.

تېره ورځ د برتانیا د سرحدي پولیسو یوې کښتۍ د کېنت سیمې په ساحلي اوبو کې درې داسې بېړۍ ونیولې چې ۴۸ کسان پکې سپاره ول.

دغه راز د رویال نشنل لایف بوت انستیتیوشن کېنت سیمه کې یوه بله کښتۍ ونیوله چې ۱۱ کسان پکې سپاه وو.

سږ کال تر ۱۷۰۰ ډېر کډوال له مانش څخه تېر شوي

چارواکو دغه راز د کېنګس داون په ساحل کې یوه بله کښۍ موندلې ده. د دوی په حواله داسې ګومان کېږي چې دغه کښتۍ د هغو ۲۰ کډوالو کښتۍ وي چې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا نیول شوي او اوس په توقیف کې دي.

د سپټمبر پر ۱۰مه برتانوي چارواکو ویلي وو چې په یوه ورځ کې ۸۶ داسې کسان نیولي چې د مانش کانال له لارې په کښتیو کې برتانیا ته ځانونه رسولي دي.

د چارواکو په حواله د روان کال تر دې دمه پورې تر ۱۷۰۰ زیات کډوال له مانش کانال څخه تېر شوي دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د ژمې په را رسېدو سربېره کډوال لا هم د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ هڅې کوي

په همدې حال کې د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ کډوالو ته په منظمه توګه د سمندري سفر د ګواښونو په اړه خبرداری ورکوي.


 

نورې ليکنې