د ۲۰۱۸م کال په سپټمبر میاشت کې، له ارشیف څخه: یوه کډواله په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: سارا سیمه انفیس، کډوال نیوز
د ۲۰۱۸م کال په سپټمبر میاشت کې، له ارشیف څخه: یوه کډواله په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: سارا سیمه انفیس، کډوال نیوز

د یونان د پولیسو یوې سرچینې ویلي چې د چهارشنبې په شپه د لېسبوس ټاپو د کاراتپه کمپ په یوه کانتینر کې د اورلګېدنې په پایله کې یوه ۲۷ کلنه افغانه ښځه په بشپړه توګه سوځېدلې ده. نوموړې درې ماشومان درلودل او له خپل مېړه سره یې په دغه کمپ کې ژوند کاوه.

پېښه څو ساعته مخکې له هغې رامنځته شوه چې د کډوالو په چارو کې اروپایي کمېشنران یلوا ژوهانسون او مارګاریتیس شیناس اټن کې د یونان د لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاسیس سره لیدنه وکړه.

د یونان انا خبري اژانس له مخې یلوا ژوهانسون د یونان لومړي وزیر ته ویلي: «دا یو بېړنی حالت دی او باید یې د حل لاره وموندل شي.»

د پولیسو په حواله اورلګېدنه د چهارشنبې په نیمه شپه د لېسبوس ټاپو په کاراتپه کمپ کې، چې متیلین سیمې ته نږدې موقعیت لري، رامنځته شوې. پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

بل پلو د ارت په نامه یونانی ټلویزیون ویلي چې د ښځې خاوند خپل درې ماشومان له کانتینر څخه ایستلي وو خو د خپلې ښځې د ژغورنې پر مهال بې هوشه شوی.

سرچینې زیاته کړې چې پېښه د ګاز بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

نږدې ۱۳۲۴ کسان او په ځانګړې توګه زیان منونکې کورنۍ په کاراتپه کمپ کې اوسېږي. دوی له موریا کمپ څخه دغه ځای ته انتقال شوي دي.

نن سبا د یونان د پنځو ټاپوګانو په کمپونو کې تر ۳۷۰۰۰ ډېر کډوال په سختو شرایط کې ژوند کوي، حال دا چې دغه کمپونه یوازې د ۶۳۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

تر دې دمخه اټن ویلي چې د روان کال تر پایه پورې به ۲۰۰۰۰ کډوال له ټاپوګانو څخه د یونان مرکزي سیمو ته انتقال کړي. په تېرو څو میاشتو کې یونان کې د پناه غوښتنې پروسه لا سخته شوې ده.

 

نورې ليکنې