سمير د دغه مستند فلم په جريان کي له هلک څخه سړی سو
سمير د دغه مستند فلم په جريان کي له هلک څخه سړی سو

د آلمان زيډ ډي اېف تلويزيون د سمير په نوم افغان ځوان کيسه له هغه وخت راهيسي تعقيبوي کله چي هغه پنځه کاله تر مخه آلمان د يو بې سرپرست او کمسن مهاجر په توګه راغلی ؤ. سمير آلماني زده کړې خو راتلونکی يې لا ناڅرګند دی.

سمير په ۲۰۱۵ کال آلمان ته راغلی او د هغه وخت راهيسي په آلمان کي د يو بې سرپرست او کمسن پناه غوښتونکي په توګه ژوند کوي. د آلمان زيډ ډي اېف تلويزيون ژورنالسته اُلريکه شېنک د تيرو پنځو کالو راهيسي په آلمان کي د دغه افغان ځوان ژوند تعقيب کړی او ورباندي يو معلوماتي يا مستند فلم يې جوړ کړی دی.

د سمير په وينا پلار يې د طالبانو له خوا وژل سوی او و آلمان ته د رسېدو راهيسي نور د خپلې مور او کشر ورور سره تماس نه لري. هغه وايي چي نه پوهيږي چي د خپلي کورنۍ ياد کسان څنګه پيدا کړي. په دغه فلم کي د سمير بعضي هغه ويډيوګانې ښودل کيږي چي نوموړي د پنځو کالونو په جريان کي د ويډيويي روزنامچې په توګه ثبت کړي دي.

د ياد آلمان تلويزيون له خوا جوړ سوی معلوماتي فلم په داسي انځورونو پيليږي چي پکښي سمير په دريشي کي ښودل کيږي چي د مکتب د پای ته رسولو په مراسمو کي ګډون کوي. د هغه ټولګيوال او ښوونکې د هغه د لاسته راوړنو په هکله خبري کوي. د فلم په دغه لومړۍ برخه کي ويل کيږي چي سمير به په راتلونکي نژدې وخت کي په آلمان کي خپلي حرفوي زدکړي (
Ausbildung) پېل کړي. زياتيږي چي سمير تير پنځه کاله د هيلي او اندېښنې تر منځ تير کړي دي.

سمير وايي چي د ژوند تر ټولو ښه کالونه يې د آلمان د ښوونځي په خپل صنف/ټولګي کي تېر کړي دي.

که ګواښ نه وای

سمير په دغه معلوماتي فلم کي ښودل کيږي چي د خپل ښوونکي او همصنفيانو/ټولګيوالو سره غاړه کښېوځي او پر څهره يې مسکا وي. هغه ډېر خوښ معلوميږي. کله چي فلم مخ په وړاندي تيريږي نو څرګنديږي چي سمير څنکه له دې بيري کړيږي چي داسي نه چي افغانستان ته اخراج کړل سي. هغه د فعالينو يوې ناستي ته وايي چي که يې په هيواد کي وضعه ګواښونکې نه وای نو هيڅکله به يې خپل هيواد نه وای پرې  ايښی.

په ښوونځي کي د پرمختګونو او د حرفوي زدکړو په کورس کي د داخلې باوجوده د سمير د پناه غوښتنه رده کړل سوه. کله چي سمير ۱۸ کلن سو نو ورڅخه وغوښتل سوه چي د کليسايي مرستندوی سازمان کاريتاس له هغه ودانۍ څخه ووځي چيري چي هغه د خپل راتګ راهيسي ژوند کاوه. چارواکو سمير ته وويل چي خپل ځان ته د سرپټي بل ځای پيدا کړي. په دغه معلوماتي يا دوکومېنتري فلم کي ښودل کيږي چي سمير څنګه د خپلې ردېدنې پر ضد محکمې ته مراجعه کوي او څنګه د اورګاډي د ميخاترونيک د انجينير کېدو له پاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

»د پاته کېدو حق نه لرې«

په دغه فلم کي ښودل کيږي چي د اېبرهارد کونڅ په نوم وکيل و سمير ته تشريح کوي چي هغه
»په پشپړه توګه رد« سوی دی. کونڅ سمير ته تشريح کوي چي د آلمان د قوانينو له مخي هغه نور په آلمان کي د پاته کېدو هيڅ حق نه لري.

د سمير اوږې کښته کيږي او هغه خپل سر پر دواړو لاسونو پر تندي تکيه کوي. کونڅ ورته وايي چي تر مخه يې لا د دغې پرېکړي پر ضد دعوی کړې ده او دا چي سمير دي بيا هم ټول د ردېدنې دلايل ولولي او د خپلې مرکې متن دي هم ولولي. وکيل ورته وايي چي که سمير پر متن اعتراض لري نو دي يې د وکيل سره شريک کړي. وکيل و سمير ته د اسنادو يو بنډل په لاس ورکوي.

»زه ناحقه دلته نه يم راغلی«

سمير د وکيل د دفتر دباندي تشريحات ورکوي چي په
»ناحقه« آلمان ته نه دی راغلی. هغه زیاتوي چي که يې ژوند ته ګواښ نه وای نو هيڅکله به يې خپل هيواد نه وای پرې ايښی. هغه وايي چي »ټولو خلکو ته د افغانستان وضعيت معلوم دی.«

سمير وايي:
»زما مقصد تعليم کول دي. زه غواړم چي خپلې حرفوي زدکړي پای ته ورسوم او يو مسلکي کس جوړ سم. خو دا کار ډېر مشکل دی په داسي حال کي چي دا معلومه نه ده چي ماته به د پاته کيدو اجازه راکړله سي او که نه.«

د خپلو حرفوي زدکړو د پېل څخه يوه شپه مخکي سمير په ثبت سوې ويډيو کي خپله خوښي څرګندوي چي د حرفوي زدکړو له پاره يې ځای موندلی. هغه هيله څرګندوي چي حد اقل د دغو زدکړو د بشپړه کولو تر وخته به په آلمان کي ورته د پاته کېدو اجازه ورکوله سي.

زدکړه

په حرفوي زدکړو کي د سمير استاد رولف ګونچارېک د سمير په هکله وايي:
»دی ډېري ښه مفکورې لري. څوک کولای سي چي د هغه شوق وويني چي د زدکړې له پاره يې لري. زه ډېر ورڅخه خوشال يم.«

د هغه وروسته چي سمير اړ کړل سو چي د کاريتاس له ودانۍ څخه ووځي نو هغه په دې وتوانېد چي يوه کرايي کوټه پيدا کړي. د دغې کوټې څښتنې د سمير سره مرستي پېل کړې. د دينا په نوم دغه مېرمنه سمير ته موټر چلول ښيي. دا په داسي حال کي چي د موټر چلولو جواز د سمير د حرفوي زدکړو له پاره زښت مهم دی.

سمير وايي چي له دينا ډېر منندوی دی ځکه چي ورته زيات څيزونه ښيي، سودا ته يې بيايي او ورسره په ګډه ډوډۍ پخوي.

د خپلې کورنۍ تلاښ

په دوکومېنتري فلم کي ويل کيږي چي دينا د سمير د ورکي کورنۍ ځای نسي نيولای. سمير وايي:
»زه ځان مسؤل بولم ځکه چي زه د کورنۍ مشر زوی يم. زه بايد خامخا د خپل ورور او مور تلاښ وکړم. خو زه نه پوهېږم چي له کوم ځايه او څنګه دغه تلاښ پېل کړم. په دې هم نه پوهېږم چي څه وکړم چي د هغوی سره مرسته سي.«

سمير په يوه ثبت سوې ويديو کي وايي چي دی فکر کوي چي کورنۍ به يې په ايران کي د غير قانوني مهاجرو په حيث ژوند کوي. هغه وايي چي کورنۍ يې نه موبايل تليفون لري او نه هم دايمي ادرس.

سمير په ورځني ژوند کي د فشار او ملامتۍ د احساس سره لاس او ګريوان دی. سمير وايي چي تر څو چي يې خپلې زدکړي نه وي بشپړه کړي نو د ژوند د شريکي پيدا کولو فکر نه کوي ولي چي د هغه له پاره بايد دی بايد پخپله لومړی پر پښتو ولاړ وي.

ژوند د غير يقينۍ په حالت کي

سمير پوښتنه کوي چي په افغانستان کي به نو څه وکړي که هلته ولېږدول سي. د هغه په وينا په آلمان کي په حرفوي زدکړو بوخت دی او ښايي وروسته يو کار تر لاسه کړي. هغه وايي چي په افغانستان کي امن نه لري خو په آلمان کي ځان خوندي احساسوي.

د مستند فلم په وروستۍ برخه کي د سمير د ويډيويي روزنامچې څخه يوه ويډيو ښودل کيږي په کومه کي چي هغه هيله څرګندوي چي د پناه غوښتنې په تړاو ژر تر ژره ورته د ده برخليک معلوم کړل سي. هغه وايي چي
»د غير يقينۍ ژوند بدترين وي.«

د سمير وکيل هيله لري چي د دوو مهمو ټکو له کبله به سمير وکولای سي چي په آلمان کي پاته سي. لومړی دا چي په افغانستان کي امنيتي وضعه مخ په وړاندي هم خرابه ده او دويمه دا چي د اصولو له مخي هغه د حرفوي زدکړو په جريان کي له آلمان څخه نه سي ايستل کېدلای او بل دا چي د زدکړو د پای ته رسېدو وروسته به شپږ مياشتي وخت ولري چي ځان ته کار پيدا کړي او په دې توګه په آلمان کي د پاته کېدو اقامه ترلاسه کړي.

سمير د مستند فلم په آخر کي په يو له هيلو ډک ځوان بدل سوی وي او هيله څرګنده وي چي خپلي زدکړي به پای ته ورسوي او هرڅه به بهتر سي.

يادونه: دغه مطلب د آلمان د زيډ ډي اېف تلويزيون د ۳۷ ډګري په نوم خپرونې د يوې برخي پر اساس د خپور سوي مستند فلم پر سر چمتو کړل سوی دی. دغه مستند فلم چي د نوامبر په ۱۲مه خپور کړل سو د اولريکه شېنک له خوا جوړ سوی ؤ.

 

نورې ليکنې