د اسناد نه لرونکي مهاجر په توګه ژوند ډېر مشکل وي. خو که ناروغي رامنځ ته سي نو د ژوند ګواښ رامنځ ته کېدلای سي. په داسي صورت کي د درملنې کوم امکانات سته؟
د يو غير دقيق اټکل له مخي په آلمان کي نژدې يو مليون داسي مهاجر ژوند
کوي چي اسناد نه لري او هيڅ چيري ثبت سوي نه دي. دغه مهاجر که ناروغ سي نو يا خو د
خپلو دوستانو په مرسته د درملنې ترلاسه کولو کوښښ کوي او يا هم د درملنې له پاره
هيڅ هڅه نه کوي چي په دې توګه ځان د لوی ګواښ سره مخامخ کوي.
د کومو شرايطو پر اساس د درملنې حق سته؟
په آلمان کي هر هغه څوک چي د پناه غوښتنه يې کړې وي د اړونده قانون (AsylbLG) له مخي په آلمان کي د خپل قيام د لومړيو ۱۵
مياشتو په ترڅ کي مهاجرو ته ځانګړې صحي لري. د دولدونګ لرونکي کسان يا هغه کسان چي
د اخراج په وړاندي يې مؤقت بنديز وي، هغوی هم ځانګړې روغتيايي بيمه لري.
ياد کسان تر ۱۵ مياشتو وروسته هغه د هغې بيمي مستحق وي چي عام آلمانيان يې هم
مستحق دي.
اقامه نه لرونکي
هغه کسان چي په آلمان کي د مهاجرو په حيث نه وي ثبت هغوی د وړيا درملنې حق نه لري.
خو که دغو کسانو ته روغتيايي اضطراري حالت ورپېښ سي نو ټول روغتونونه مکلف دي چي د
هغوی درملنه وکړي. دا د هغه پرته چي روغتون د دغو اقامه يا د اوسېدو د اجازه نه
لرونکو په هکله چارواکي خبر کړي. د آلمان د قوانينو له مخي روغتونونه مکلف دي چي د
اضطراري روغتيايي ستونزه لرونکو درملنه وکړي. خو دغه روغتونه نه وظيفه لري او نه
ملکف دي چي د اړونده ناروغ په هکله معلومات چارواکو ته ورکړي.
خو هغه کسان چي اسناد نه لري ښايي په روغتونو کي د ياد مکلفيت باوجوده ونه منل سي.
ځکه چي په داسي مواردو کي روغتونونه بايد ټول مصارف په خپله په غاړه واخلي.
د آلمان په بعضو ايالتونو کي غير ثبت سوي کسان هم کولای سي چي په سوسيال امت کي د
روغتيايي مراقبت له پاره اړونده کاغذونه ترلاسه کړي. خو په داسي يو صورت کي د دې
امکان سته چي سوسيال امت د دغه کس په تړاو معلومات د بهرنيانو له پاره ځانګړې
ادارې ته وسپاري.
خو په آلمان کي بعضي داسي ښارونه او ايالتونه هم سته چيري چي د (anonymer Krankenschein) په نوم د درملنې داسي سند ورکول کيږي چي
ورباندي د اړونده کس نوم او نور هويتي معلومات نه وي ليکل سوي. دا ډول سندونه د
مهاجرو د ملاتړ د داسو سازمانونو له لوري ورکول کيږي چي ناپېيلي وي. په دې ترڅ کي
د روغتيا يو کارپوه غير ثبت سوي مهاجر ته د هغه د اړتيا سره سم يو سند ورکوي چي
هغه يې په مرسته ډاکټر يا روغتون ته مراجعه کولای سي. د دا ډول درملنې مصارف بيمه
يا ځايي ايالتي چارواکي په غاړه اخلي.
نژدې د آلمان په ټولو ايالتونو کي د (Clearingstellen) په نوم دفاتر روغتيايي
بيمه نه لرونکو کسانو ته مفته روغتيايي مشوره ورکوي. دغه دفاتر د روغتيايي مشورو
له پاره د اړونده کس هويت نه پوښتي او نه يې نوم ثبتوي. د دغو دفاترو مصارف هم د
دولتي ادارو له خوا په غاړه اخيستل کيږي.
مېدي نېتس (Medinetz)
د مېدي نېتس يا (Medibüro) په نوم غير دولتي
مرستندويه سازمان هم غير ثبت سوو يا اسناد نه لرونکو مهاجرو ته د درملنې آسانتياوي
برابروي. د دغه سازمان کار د کلېرينګ شټېلن دفاترو کار ته ورته دی خو مهم فرق يې
دا دی چي دغه سازمان تر بيمې پر درملنې زيات تمرکز کوي.
د ميدي نېتس د مفتو خدماتو ترلاسه کولو له پاره هم مهاجر مکلف نه دي چي خپل نوم يا
هويت څرګند کړي. دغه سازمان د ناروغو مهاجرو له پاره د ډاکټرانو سره د لېدنې
وختونه وړاندي کوي. خو دغه وختونه په اونۍ کي صرف په محدودو ورځو او محدودو وختونو
کي وي.
په هغه ښار کي چيري چي تاسو قيام لرئ، د مېدي نېتس (Medinetz) سره د تماس معلومات په
انترنت کي د لټون په مرسته هم ترلاسه کولای سئ.
د خيراتي او نورو مرستندويه ټولنو مرسته
په آلمان کي يو شمېر خيراتي او مرستندويه سازمانونه سته چي په مستقيمه توګه اړينو
کسانو ته وړيا درملنه وړاندي کوي. په دې ترڅ کي د بېلګي په توګه د مالتېزر کاتوليکي
خيريه سازمان نژدې ۲۰ روغتونونه او صحي مراکز لري چي اقامه نه لرونکي مريضان هم
تداوي کوي.
د Praxis ohne Grenzen په نوم سازمان د آلمان په
شمال او په زولنګين نومي ښار کي خپل خدمات وړاندي کوي.
د open.med په نوم سازمان هم د ژوند په حساسو حالاتو کي
د بيمه نه لرونکو مهاجرو سره په برلين، هامبورګ، مونشن او شتوتګارت کي مرسته کوي.
په آلمان کي د روغتيايي خدماتو، کلينيکونو او مراکزو ليسټ پر دغه لينک موندلای سئ.