له ارشیف څخه. د فرانسې کالې ښار. کړېډېټ: مهدي شبیل
له ارشیف څخه. د فرانسې کالې ښار. کړېډېټ: مهدي شبیل

د چهار شنبې په ورځ (د ډسمبر ۴مه) سیماد، د بخښنې نړیوال سازمان، سیکور کاتولیک، د بې سرحده داکټرانو سازمان او د نړۍ ډاکټرانو ادارې د فرانسې له پارلمان څخه غوښتنه وکړه چي په سرحدونو کې له کډوالو سره د چارواکو چلند وڅېړي.

د چهارشنبې په ورځ (د ډسمبر ۴مه) ۵ سازمانونو – سکور کاتولیک، د نړۍ ډاکټرانو ادارې، د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، سیماد او د بخښنې نړیوال سازمان – په یوه خبرپاڼه کې د فرانسې په سرحدونو کې د کډوالو له بشري حقونو د سرغړونو په اړه خبرداری ورکړ او د یوې پارلماني څېړنې غوښتنه یې وکړه.

د سیکور کاتولیک مشرې ورونیک فایې په یوه خبري غونډه کې وویل: «د پارلمان استازي باید پوه شي چې د کډوالو حقونه تر لاندې کېږي او د بدلون لپاره اقداماتو ته اړتیا ده.»

په فرانسه کې د پارلمان استازي او سناټوران د پارلمان څېړنو د پیلولو صلاحیت لري. دوی بیا د خپلو څېړنو په اړه یو رپوټ خپروي چې د ستونزو د هوارولو لپاره ځینې وړاندیزونه پکې درج شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت او سازمانونو ترمنځ لانجه دې پای ته ورسېږي

آغلې فایې زیاته کړه چې دوی غواړي د کورنیو چارو وزارت او سازمونو ترمنځ موجوده لانجه پای ته ورسېږي.

د سازمانونو په حواله د فرانسې په پولو کې له بشري حقونو څخه سرغړونې ډېرې شوې دي. دوی په ځانګړې توګه لاندې مسئلو ته اشاره کوي: د روغتیایي او ټولنیزو خدماتو نشتوالي، د پناه غوښتنې په وړاندې خنډونه، تاوتریخوالي او داسې نور...

د بېلګې په توګه د نړۍ ډاکټرانو اداره وایي چې په اونۍ کې ۱۵ تر ۲۵ کسان مانتون سرحد (له ایټالیا سره پوله) کې شا ته تمبول کېږي. یاده اداره زیاتوي چې فرانسې ته د ننوتلو د منع په سندونو کې د کم سنه کډوالو د زېږېدنې نېټه بدله شوې.

دا لومړی ځل نه دی چې نادولتي موسسې دا ډول حقایق غندي. د سیماد مشر کریستوف دېلتومب په خبري کنفرانس کې وویل چې تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع، د بشري حقونو ملي مشورتي کمیسیون یا د زندانونو مجازاتو عمومي څارونکي هم په دې اړه اندېښنې ښودلې دي.

د حقونو څخه سرغړونه ځکه زیاته شوې چې کډوال له بېلابېلو ځایونو څخه د تېرېدو هڅې کوي 

څو کاله مخکې له حقونو څخه د سرغړونې پېښې یوازې د فرانسې په کالې سیمه کې لیدل کېدلې. خو د سیماد سازمان په خبره نن سبا ګڼې داسې پېښې د فرانسې او ایټالیا او یا د فرانسې او اسپانیا پر ګډې پولې لیدل کېږي. د یادې ادارې په خبره د حقونو څخه سرغړونه ځکه زیاته شوې چې کډوال له بېلابېلو ځایونو څخه د تېرېدو هڅې کوي.

بل پلو د توس میګران بنسټګره ماري دورلیان وایي چې د معافیت احساس په پولیسو کې هم ډېر شوی دی.

سازمانونه زیاتوي چې د کال ۲۰۱۵ راهیسې د ۳۰ کډوالو مړي د مانتون او بریانسون سیمو ترمنځ موندل شوي دي.

 

نورې ليکنې