کرېډېټ: پېکچر الاینز
کرېډېټ: پېکچر الاینز

د لنډن پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سنارېسبروک محکمې له فرانسې څخه برتانیا ته د څلورو کم عمره ویتنامیانو د قاچاقولو په تړاو درې کسان په بند محکوم کړي دي.

۳۸ کلن کریستین کېنګ او هنري دن هر یو د سنارېسبروک محکمې له خوا په نهه کاله بند محکوم شول. دغه راز محکمې ۳۱ کلن جېمز دوېس چې پر خپل ځان باندې یې لګول شوی تور منلی و په څلور نیم کاله زندان محکوم کړ.

د لنډن د پولیسو یو مسول نیل بلرد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کال ۲۰۱۷ کې د برتانیا ساحلي ګارد او ګمرکاتو له خپلو فرانسوي سیالو سره په ګډه دا څېړنه ترسره کړې.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د دې جرم قربانیان ځوان او زیان منونکي کډوال وو» چې د فرانسې له سواحلو څخه یې په یوه داسې کښتۍ کې د برتانیا په لور خپل سفر پیل کړی و چې لومړني امکانات یې نه درلودل.

د پولیسو سرچینې دا هم ویلي چې کښتۍ د ژمي په شپه کې د برتانوي سواحلو په لور روانه شوې وه.

برتانوي پولیسو دغه څلور ویتنامیان – چې عمرونه یې ۱۴، ۱۵، ۱۶ او ۲۳ کاله دي – فولکستون بندر ته نږدې په یوه لویه لاره موندلي وو.

هر کال په سلګونو کډوال هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځانونه ورسوي. د نومبر میاشتې په پیل کې د برتانیا د ګمرکاتو چارواکو وویل چې یاد کانال کې یې ۲۲ کډوال نیولي دي. دغه راز د اکټوبر میاشتې په پای کې لنډن ته نږدې په یوه یخچالي لارۍ کې د ۳۹ ویتنامي کډوالو مړي وموندل شول. د یادې پېښې په تړاو درې تنه نیول شوي دي. 

 

نورې ليکنې