تهران کې د مظاهره کوونکو انځور. کرېډېټ: رویترز
تهران کې د مظاهره کوونکو انځور. کرېډېټ: رویترز

د نړیوالو رسنیو په حواله د ایران په وروستیو مظاهرو کې ۹ افغانان وژل شوي او ۱۲۱ تنه نور د پولیسو له خوا نیول شوي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر دې دمه درې کورنۍ ایران کې له افغانستان سفارت څخه د خپلو خپلوانو د جسدونو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر ۳مه) بي بي سي ته ویلي چې د افغانستان حکومت تر اوسه پورې د هغو افغانانو په اړه معلومات نه لري چې ممکن د ایران په وروستیو مظاهرو کې وژل شوي او یا ټپیان شوي وي.

نوموړي زیاته کړې چې تر دې دمه درې کورنۍ ایران کې د افغانستان سفارت ته مراجعه کړې او د خپلو خپلوانو جسدونو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې.

د ښاغلي هیواد په حواله ایراني چارواکو ویلي چې لومړی باید د دغو کسانو هویت معلوم کړل شي او بیا دوی ویلی شي چې ایا د هغوی په ډله کې افغانان هم شته که نه.

کډوال نیوز هڅه وکړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سره تماس واخلي، خو بریالی نه شو.

د بي بي سي فارسي څانګې ایران کې د یوې سرچینې له قوله ویلي چې د مظاهرو پر مهال د ایران په کرج ښار کې یو افغان په ډزو وژل شوی دی.

ایراني چارواکو تر اوسه پورې وروستیو مظاهرو کې د وژل شویو، ټپي شویو او نیول شویو کسانو شمېر نه دی اعلان کړی، خو د بخښنې نړیوال سازمان له مخې یادو اعتراضاتو کې لږترلږه ۲۰۸ کسان وژل شوي دي.


 

نورې ليکنې