د ډسمبر ۳مه: کروېشیا پولې ته نږدې د کډوالو ویجارې شوې خیمې. کرېډېټ: رویترز/دادو رویچ
د ډسمبر ۳مه: کروېشیا پولې ته نږدې د کډوالو ویجارې شوې خیمې. کرېډېټ: رویترز/دادو رویچ

بوسنیایي چارواکو د جمعې په ورځ د دغه هیواد په شمال لوېدیځه سیمه کې د ووچیاک کمپ د تړلو اعلان وکړ. ووچیاک کمپ چې د کروېشیا پولې ته نږدې موقعیت لري په سلګونو کډوال په کې په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي. د سړو له را رسېدو سره سم یاد کمپ کې د مهاجرو وضعیت نور هم خراب شوی دی.

تېره اوونۍ د اروپایي شورا د بشري حقونو کمېشنرې دنیا میجاتوویچ د بوسنیایي چارواکو پر انفعال نیوکه وکړه. نوموړې چې د سه شنبې په ورځ سیمې ته تللې وه وویل چې که ووچیاک کمپ و نه تړل شي، کډوال په ژمي کې په دغه کمپ کې مري.

آغلې میجاتوویچ د جمعې په ورځ یو ځل بیا د کمپ پر «سختو او د شرم وړ» شرایطو نیوکه وکړه.

د اروپایي شورا د بشري حقونو کمېشنره په ووچیاک کمپ کې. کرېډېټ: رویترز

په همدې حال کې تېره جمعه د بوسنیا د امنیت وزیر په یوه خبرپاڼه کې د ووچیاک کمپ د تړلو اعلان وکړ. خبرپاڼه کې راغلي: «داسې پرېکړه شوې چې د راتلونکې اونۍ په پیل کې کډوال له دغې سیمې څخه د نورو سیمو د هرکلي مرکزونو ته انتقال شي... او دغه کمپ به وتړل شي.»

د بوسنیا د امنیت وزیر دراګان مېکتیک د دې هیواد په ملي راډیو کې زیاته کړه چې په لومړي سر د ووچیاک اوسېدونکي هغو کمپونو ته واستول کېږي کوم چې د کډوالۍ نړیوال سازمان تر ادارې لاندې وي. دوی به له ۱۵ تر ۲۰ ورځو وروسته سراییوو ښار ته نږدې یو داسې ځای ته وړل کېږي چېرې چې د مهاجرو یو نوی مرکز د جوړېدو په حال کې دی.

بل پلو بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې استازي پېتر دېر اوېرائرت وایي چې د کمپ د اوسېدونکو د انتقالولو پروسه د سه شنبې په ورځ پیل کېږي. نوموړی زیاتوي: «د کمپ اوسېدونکي به په داوطلبانه توګه د ساراییو ختیځه سیمه اوسیواک مرکز کې ځای ورکول کېږي. دغه مرکز به په موقته توګه د ۳۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت ولري.»

د ښاغلي اوېرائرت په حواله کله چې اوسیواک ته نږدې د بلازوچ مرکز د جوړولو کارونه پای ته ورسېږي، کډوال به له اوسیواک څخه یاد ځای ته انتقال شي.»

تر دې مخکې هم چارواکو پلازمېنې ته د کډوالو د انتقالولو هڅې کړې وې، خو مهاجرو نه غوښتل چې د بیهاچ ښار څخه لېرې واوسېږي ځکه یاد ښار له کروېشیا سره ګډه پوله لري.

دا وار هم د ووچیاک کمپ ځینې اوسېدونکي وایي چې نه غواړي له سیمې څخه ووځي. افغان کډوال عبدالله ولي رویترز ته ویلي: «موږ نه غواړو چې بوسنیا او یا کروېشیا کې پاتې شو. موخه مو دا ده چې د یو ښه راتلونکي په خاطر جرمني، فرانسې او یا بلجیم ته ولاړ شو.»

د شنبې او یکشنبې په ورځو د ووچیاک کمپ ګڼو اوسېدونکو ساراییو ته د کډوالو د انتقال کېدو پر وړاندې د نه خوړو اعتراض وکړ. خو د کډوالۍ نړیوالې ادارې استازی د سره صلیب له قوله وایي چې کډوال خپل اعتصاب پای ته رسولی دی.

کډوال له اروپایي هیوادونو څخه د پولو د پرانیستلو غوښتنه کوي. کرېډېټ: رویترز

د بوسنیایي چارواکو په حواله په تېرو څو میاشتو کې نږدې ۵۰۰۰۰ کډوال بوسنیا ته ننوتلي دي.

بل لور ته د اروپایي شورا د بشري حقونو کمېشنرې په حواله نن سبا بوسنیا کې نږدې ۸۰۰۰ کډوال ژوند کوي کوم چې د اسیایي او یا د شمالي افریقا د هیوادونو څخه دي.

ووچیاک کمپ چې تېر جون پرانیستل شوی د بوسنیا شمال لوېدیځ ښار بیهاچ ته نږدې موقعیت لري. دا کمپ پخوا د کیمیاوي مضره موادو د لرې کولو ځای و او په شاوخوا یې ماینونه لګول شوي دي. د ووچیاک کمپ اوسېدونکي نه اوبو ته لاسرسی لري او نه برېښنا ته. دغه سیمه کې نږدې ۶۰۰ ځوان کدوال تر خیمو لاندې ژوند کوي. 

 

نورې ليکنې