کرېډېټ: کریتیف کامنز
کرېډېټ: کریتیف کامنز

هغه کډوال چې «دوبلیني» شوي وي او له فرانسې څخه باید یو بل اروپایي هیواد ته ولېږدول شي، په فرانسه کې پر دوبلین پروسیجر د بیاکتنې غوښتنه کولی شي. خو دا یوه پیچلې پروسه ده. کډوال نیوز د دوبلین پروسیجر په اړه له ځینو مدافع وکیلانو سره خبرې کړې دي.

فرانسه کې د دوبلین قاعدې له مخې پناه غوښتونکي باید په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي د کوم لارې چې لومړی اروپا ته را داخل شوي وي.

په اصل کې دوبلیني شوي مهاجر نه شي کولی چې په یو بل اروپایي هیواد کې خپل بخت وازمایي. خو په ځینو مواردو کې دوبلیني شوي کډوال پر دوبلین پروسیجر د بیاکتنې غوښتنه کولی شي.

د بیاکتنې د ردېدو چانس ډېر دی

د کډوالۍ چارو وکیله مېتر اود ریمالو وایي: «پر دوبلین مقرراتو د بیاکتنې غوښتنه ډېره پیچلې ده. ځکه چې د غوښتنې ردېدو د کډوالو د شړلو پر مودې باندې اغېز کولی شي. د بیاکتنې غوښتنې په ۹۰ سلنه مواردو کې نتیجه نه ورکوي.»

خو هغه زیاتوي چې څو ځله یې د دوبلیني شویو کډوالو د شړلو مخه نیوله ده.

د دوبلیني شویو مهاجرو د انتقالولو موده هغې مودې ته ویل کېږي چې یو کډوال له فرانسې څخه یو بل اروپایي هیواد ته لېږدول کېږي. د اصولو له مخې که چېرې دوبلیني مهاجر په «تېښته» کې وي دغه موده له ۶ تر ۱۸ میاشتو پورې غځېدلی شي. خو د دغې مودې تر تېرېدو وروسته کډوال فرانسه کې د پناه غوښتنه کولی شي.

بله خبره دا چې د بیاکتنې غوښتنې د ردېدو په صورت کې د کډوالو د شړلو موده اوږدېږي او دوبلیني شوي مهاجر باید څو میاشتې نور هم انتظار وکړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسه: له ډوبلیني شویو کډوالو سره د دولت مالي مرستې به ادامه ولري

اداري ستونزې

خو ځینې مدافع وکیلان وایي چې په بعضو مواردو کې له شکلي ستونزو سره مخ شوي دي.

اود ریمالو زیاتوي: «د پولیسو قومندانۍ باید کډوالو ته ځینې داسې فورمې ورکړي چې د مهاجرو په اصلي ژبه لیکل شوې وي. دغو فورمو کې د دوبلین قاعدې په اړه معلومات ورکړل شوي دي. دا قانون دی. خو که دغه قانون عملي نه شي، دا به یو شکلي مشکل وي.»

په ځینو نورو اداري مواردو کې هم شکلي ستونزې لیدل لیدل شوې دي: لکه د کډوالو د انتقالولو مودې نه مراعات کول، پادا سره د مرکې لپاره لنډ وخت (لس دقیقې)، او یا د مرکو پر مهال د ژباړونکو نشتوالی.

آغلې ریمالو زیاتوي: «زه دوبلیني شویو کډوالو ته مشوره ورکوم چې باید له سازمانونو او یو مدافع وکیل سره تماس واخلي. دغه پروسه پیچلې ده او زیاتې ستونزې پکې لیدل کېږي. موږ دغه ستونزې پیدا کوو او د پولیسو قومندانۍ باید موږ ته د ستونزو د شتوالي په اړه ځواب راکړی. خو که د هغوی ځواب د قناعت وړ نه وي نو د دوبلین د لغو کېدو چانس شته.»

خو دا هم ممکنه ده چې د محکمې تر پرېکړې وروسته د پولیسو قومندانۍ فورمو کې شکلي ستونزې لرې کړي. په دغه حالت کې دوبلین نه رد کېږي.

ځینو اروپایي هیوادونو کې مشکلات

په فرانسوي محاکمو کې د دوبلین د لغو کېدو یو بل دلیل: ځینو نورو اروپایي هیوادونو کې له کډوالو سره بد چلند.

د آغلې ریمالو په خبره د فرانسې ځینې محکمې یونان کې د کډوالو پر وړاندې د «سیستماتیک مشکلاتو» په هکله معلومات لري.

دغه راز ځینې قاضیان پوهېږي چې په ایټالیا، هنګري، بلغاریا او سلوانیا کې د کډوالو بشري حقونه نه مراعات کېږي، نو دوی دغو هیوادونو ته د کډوالو له شړلو ډډه کوي.

جرمني او سویډن کډوال بېرته افغانستان ته شړي، حال دا چې افغانستان امن نه دی. دا د دوبلین د لغو کولو لپاره یو بل دلیل دی.

جدي ناروغي او یا مېندواري

دغه راز د کډوالو شخصي حالت هم رول لوبولی شي. اود ریمالو وایي: «څه موده مخکې مې یوه داسې موکله درلودله چې د ایټالیا د کډوالو په یو کمپ کې پرې جنسي تېری شوی و. دا ناممکنه خبره وه چې نوموړې بېرته ایټالیا ته وشړل شي.»

هغه کډوال چې ناروغ وي او د درملنې پرې کولو یې پر حالت منفي اغېز ولري او دغه راز حاملې ښځې هم پر دوبلین پروسیجر بیاکتنې غوښتنه کولی شي.

د پاریس د سکور کاتولیک د هرکلي مرکز یوه مسوله وایي: «دوبلیني شوي کډوال موږ ته وایي چې ایټالیا کې د درملنې په برخه کې ستونزې ډېرې دي. خو په ډېرو حالاتو کې قاضي دغه دلیل نه مني.»

نوموړې زیاتوي: «په ځینو مواردو کې، د بېلګې په توګه که یوه ښځه اووه میاشتنی حمل ولري او د پرواز اجازه ونه لري نو له فرانسې څخه نه اخراجېږي.»

بل مورد هم دا چې: که د دوبلیني شوي کډوال ښځه او یا مېړه فرانسه کې پناه غوښتونکی وي له محکمې څخه غوښتل کېږي چې د زوج د نه بېلولو په خاطر دې د دوبلیني شوي مهاجر د اخراجولو څخه ډډه وکړي.  

داسې غوښتنې چې تقریباً ناممکنې دي

که څه هم پر دوبلین پروسیجر د بیاکتنې غوښتنه ممکنه ده، خو اصلي مشکل دا دی چې کډوال د اخراج پرېکړې تر لاسلیکولو وروسته محکمې ته د مراجعه کولو لپاره ډېر لږ وخت لري.

په عمومي توګه دوبلیني شوي کډوال د بیاکتنې غوښتنې د وړاندې کولو لپاره ۱۵ ورځې وخت لري. خو که چېرې یاد کډوال په یوه کور کې کلابند وي نو هغه یوازې ۴۸ ساعتونه وخت ولري. آغلې ریمالو وایي: «تر ټولو بد حالت به دا وي چې کډوال د جمعې په ورځ خپل د اخراج تصمیم ترلاسه کړي. په داسې یو حالت کې هغه یوازې د دوشنبې په ورځ ځان ته مدافع وکیل موندلی شي.»

پاریس کې بام (BAAM) او بس دیو بارو دو پاریس سولیدارېته (le Bus du barreau de Paris Solidarité) ټولنې هره جمعه ماسپښین دوبلیني شويو کډوالو ته مشورې ورکوي. مېتر تولودي وایي: «ډېری وختونه پرېکړې د اونۍ په پای کې کډوالو ته لېږدول کېږي. دوی معمولاً د جمعې په شپې دغې ټولنې ته راځي او د مشورې غوښتنه کوي.»

ځینې نور سازمانونه، لکه سیماد، سېدر، د مغربي کارکوونکو ټولنه، هم په اونۍ کډوالو ته وړیا مشورې ورکوي.

فرانسه کې بې سنده کډوال له محکمو څخه د حقوقي مرستو غوښتنه کولی شي. دوی دغه راز حق لری چې په وړیا توګه له یو مدافع وکیل وګوري.  

 

نورې ليکنې