د «خانه کودکان آفتاب» له سایټ څخه
د «خانه کودکان آفتاب» له سایټ څخه

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې یوه ویډیو خپره شوه چې ښيي یو ایراني وګړی یو کارګر ماشوم کثافتدانۍ ته اچوي او د ده ملګري پر دې پېښه خاندي. دغه ماشوم افغان و او زلمی نومېده. پېښې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو توند غبرګونونه راپارول. ایران کې د کارګرو ماشومانو په اړه له یوه ایراني کارپوه سره مرکه.

تر دغې پېښې وروسته د «یک لقمه مهرباني» په نامه د کارګرو ماشومانو یوې ایرانۍ ټولنې دغه افغان ماشوم د ایران د البرز ایالت په فردیس ولسوالۍ کې پیدا کړ. دغه راز هغه ایرانی وګړی هم وموندل شو چې دا ماشوم یې کثافتدانۍ ته اچولی و. نوموړي په خپل کار پښېماني وښودله. همدا شان د کارګرو ماشومانو د ټولنې مشرې الناز باقري د یاد ځوان افغان د ساتنې مسولیت په غاړه واخیست.

ایران کې د افغان کډوالو کره شمېر نه دی معلوم. خو د ایران او افغانستان د حکومتي شمېرو له مخې اوسمهال د یو میلیون بې سنده مهاجرو په ګډون ایران کې دوه میلیونه او پنځه سوه افغانان ژوند کوي. د ایران د رسمي سرچینو په حواله په کال ۲۰۱۸ کې نږدې ۴۲۰ زره ماشومان او تنکي ځوانان ایراني ښوونځيو ته تللي دي. د ایران رسمي سرچینې دا هم وایي چې دغه هیواد کې د ۲۴۰ زره کارګرو ماشومانو په ډله کې ۸۲ سلنه یې افغان کډوال دي.

کډوال نیوز د یادې پېښې او ایران کې د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه له ایراني ښوونکي او د مهاجرو ماشومانو د ښوونیزو چارو کارپوه نادر موسوي سره خبرې کړې دي.

کډوال نیوز: دغه پېښه څنګه رامنځته شوه او اصلي قضیه څه وه؟

زما په اند دا پېښه له مخکې طرح شوې نه وه. دوه ایراني ځوانان د لوبې او یا سرګرمۍ په موخه یو کډوال ماشوم کثافتدانۍ ته واچاوه. معلومه خبره ده چې دا یو زشت کار دی او دوی یې اثراتو ته څه پام نه و کړی.

خو د خلکو غبرګون د ستاینې وړ و: دوی پر دغه کار نیوکه وکړه. زما په اند ټولنه د ناوړه کارونو پر وړاندې حساسه شوې ده. ځینو کسانو هڅه وکړه چې دغه افغان ماشوم ومومي. دا هڅه ښيي چې ځینې کسان ټولنیزو مسایلو ته ځان مسول ګڼي. د یادونې وړ ده چې ټولنیزو شبکو او رسنیو هم په دې برخه کې رول درلود.

ایران کې د افغان ماشومانو رسمي شمېر څومره دی؟ ایا دوی ټول ښوونځي ته تللی شي؟

ایران کې افغان کډوال هم هغو کسانو ته ویل کېږي چې رسمي سندونه ولري او راجستر شوي وي او هم هغو کسانو ته چې بې سنده وي. نو ځکه زه نه شم کولی چې ایران کې د افغان ماشومانو کره شمېر درته ووایم. خو د وروستیو رسمي شمېرو له مخې نن سبا نږدې ۴۵۰ زره کډوال ماشومان په ایراني ښوونځیو کې درس وایي. د دغې شمېرې له مخې افغان ماشومانو ته د تعلیم زمینه یو څه برابره ده. خو باید پام وکړو چې مهاجرت یوه سیاله پدیده ده او هر کال د مهاجرو شمېر لوړېږي. د بېلګې په توګه، تېر کال زموږ په ښوونځي کې ۱۶۰ افغان کډوال زده کوونکي وو او نږدې ۷۰ تنه یې دولتي ښوونځیو کې شامل شول. تېر کال مو دغه راز نږدې ۱۳۰ داسې زده کوونکي ومنل چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان څخه راغلي وو. خو پر دې سربېره ځینې کسان هم د بېلابېلو لاملونو له کبله، لکه د سندونو نشتوالی، له ښوونځي څخه بې برخې دي.

ایران کې د بې سرپرسته او کارګرو ماشومانو شمېر څومره دی؟ کومه اداره یې چارو ته رسیدګي کوي؟

په تېرو کلونو کې د هغو ماشومانو په شمېر کې کموالی راغلی دی چې له تحصیله بې برخې شوي دي، خو بیا هم هر کال ځینې ماشومان له ښوونځي څخه پاتې کېږي. د بېلګې په توګه، نږدې ۲۰ تنه په لړم میاشت کې زموږ په ښوونځي کې شامل شوي دي. دا هغه کسان دي چې څه موده مخکې له افغانستانه راغلي دي. د کارګرو ماشومانو شمېر راته معلوم نه دی، خو باید ووایم چې ځینې کډوال ماشوم د بې وزلۍ له کبله پر کار کولو بوخت دي. زموږ په ښوونځي کې ډېر داسې کسان شته.

باید پام وکړو چې ځینې داسې کسان هم دي چې په خیاطیو او کفاشیو کې کار کوي. ځینې کسان هم په خپلو کورونو کې کار کوي. په رسمي شمېرو کې د هغوی نومونه نه لیدل کېږي.

افغان ماشومان او په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې پر کار کولو بوخت دي د ایران په کومو سیمو او ښارونو کې ژوند کوي؟

کارګر ماشومان په معموله توګه د لویو ښارونو په شاوخوا کې ژوند کوي. داسې سیمې چې هلته د کډوالو شمېر ډېر وي. دوی دغه راز په هغو سیمو کې هم لیدل کېږي چېرې چې رېساکل شوي مواد پکې موجود وي.

د کارګرو ماشومانو د مېندو او پلرونو مسولیت څه دی؟

د کارګرو ماشومانو اصلي مسول د هغوی کورنۍ دي، خو له بده مرغه دوی له مالي مشکلاتو او بې وزلۍ سره مخ دي او خپل ماشومان کار کولو ته اړ کوي. بله مسله هم دا ده چې افغان خلک کارګرو ماشومانو ته په بله سترګه ګوري. په افغانستان کې ماشوم باید کار وکړي. ما هم داسې تجربه درلوده. هلته څوک نه مني چې ماشوم کار و نه کړي. دا سمه ده چې مالي مشکلات ډېر دي، خو باید پام وکړو چې دا د ماشومانو په اړه یو مسلط فکر هم دی. ځینې کورنۍ خپل ماشومان بازار ته لېږدوي چې کسب او کار سره بلد شي. ګڼ شمېر افغان ماشومان ښوونځي ته ځي، خو له ښوونځیه وروسته له خپلو پلرونو سره کار کوي.

ایا د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د افغان مهاجرو سره د ایرانیانو په چلند کې کوم منفي او یا مثبت بدلون رامنځته شوی دی؟

زما په اند په وروستیو کلونو کې د افغان ماشومانو سره د ایرانیانو چلند ښه شوی دی. د زلمي په قضیه کې لومړی دا معلومه نه وه چې هغه افغان دی. خو کله چې دا معلومه شوه د خلکو په غبرګونونو کې کوم بدلون رامنځته نه شو. البته ځینو کسانو مخالفت وکړ او ویې ویل چې ایرانیان پخپله ډېرې ستونزې لري، خو اکثریت په دې نظر وو چې باید له زلمي څخه حمایت وشی. زموږ په ښوونځي کې ځینې ایرانیان له زده کوونکو سره مرسته کوي او په اونۍ کې دوه یا درې ځله هغوی ته سبا ناری ورکوي.

په ښوونیزو برخو کې ګڼ شمېر کسان هڅه کوي چې افغان ماشومان ښوونځيو کې شامل شي. ایران کې ۴۵۰ زره افغان زده کوونکي دي، دا مهم دی. په دې برخه کې زه د ایراني ښوونکو منندوی یم.

خو یاد مو وي چې ځینې کډوال ماشوم تر دې دمه ښوونځي ته نه شي تللی. ځینې کسان د ژبې ستونزې سره مخ دي، ځینې کسان د تعلیم سند نه لري، ځینې هم د خپلو عمرونو له کبله نورمالو ټولګیو ته نه شي تللی.

بله خبره دا چې زیات شمېر افغان مهاجر او کورنۍ یې د لویو ښارونو په شاوخوا کې ژوند کوي، هلته د ایراني زده کوونکو شمېر ډېر دي. نو ځکه افغان کډوال نه شي کولی چې د دغو سیمو په ښوونځیو کې شامل شي. ځینې افغان مهاجر چې د لویو ښارونو په شاوخوا کې ژوند کوي له یوې بلې سیمې څخه یې د اقامې جواز اخیستی دی. لویو ښارونو کې د کار فرصت ډېر دی. خو د دغو کورنیو ماشومان د اقامې جواز د نه لرلو له امله ښوونځي ته نه شي تللی.

 

نورې ليکنې