هره ورځ په سلګونو کډوال له ترکیې څخه یوناني ټاپوګانو ته ځانونه رسوي. کرېډېټ: پیکچر الاینز/ ر. بریتو
هره ورځ په سلګونو کډوال له ترکیې څخه یوناني ټاپوګانو ته ځانونه رسوي. کرېډېټ: پیکچر الاینز/ ر. بریتو

د یونان د الکساندروپولي روغتون د عدلي طب یو ډاکتر وایي چې په تېرو څو ورځو کې د ترکیې او یونان په سرحدي سیمه اېوروس کې ۶ کډوال د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

د الکساندروپولي روغتون د عدلي طب ډاکټر پولوس پاولیدیس رسنیو ته ویلي، دغه ۶ کسان، چې په ډله کې یې دوه ۱۸ او ۳۰ کلنې افریقایۍ ښځې هم وې، د پنجشنبې او یکشنبې په ورځو د بدن حرارت د ټیټې درجې له امله مړه شوي دي.

د مړه شویو کډوالو هویت د اسنادو د نشتوالي له کبله نه دی معلوم.

په کال ۲۰۱۶ کې د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د کډوالۍ څپې د مخنیوي لپاره د یو تړون تر لاسلیکېدو وروسته ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې د اېوروس سرحدي سیمې له لارې یونان ته ځانونه ورسوي.

د یونان حکومت تېر نومبر اعلان وکړ چې په راتلونکي کې به اېوروس سیمه کې ۴۰۰ نوي سرحدي سرتېري وګوماري او پوله کې به راډار سیستم ولګوي.

له سمندر څخه تېرېدل ډېر خطرناک دي او په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر کډوال اوبو کې ډوبه شوي دي.

د قاچاق وړونکو ډلې په معموله توګه په لسګونو کډوال په موټرونه کې سپروي او له تلاشیو څخه د تښتېدو په موخه په ډېر تېز سرعت سره موټر چلوي.

د نومبر میاشتې په پیل کې د یونان په شمالي سیمه کې په یوه یخچالي لارۍ کې د زیاتو افغانانو په ګډون ۴۱ کدوال ژوندي وموندل شول.

د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ راهیسې یونان یو ځل بیا پر داسې یو هیواد بدل شوی چې کډوال لوېدیځي اروپایي هیوادونو ته د راتګ په موخه لومړی دغه هیواد ته ننوځي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې په کال ۲۰۱۹ کې تر ۵۵ زره ډېر کډوال یونان ته رسېدلي دي. سرچینه زیاتوي چې سږ کال ۱۴۰۰۰ کډوالو د ځکمې له لارې یونان ته ځانونه رسولي دي.

 

نورې ليکنې