کډوال د یونان په ټاپوګانو  کې په ډېرو سختو شرایطو کې اوسېږي. کرېډېټ: کډوال نیوز
کډوال د یونان په ټاپوګانو کې په ډېرو سختو شرایطو کې اوسېږي. کرېډېټ: کډوال نیوز

د یونان د پنځو ټاپوګانو چارواکو ویلي چې نن چهارشنبه یادو سیمو کې د ښاروالیو فعالیتونه درېږي. د چارواکو په حواله دوی د حکومت د نوې پرېکړې پر وړاندې اعتصاب کړی. تر دې دمخه د یونان حکومت ویلي وو چې غواړي په ټاپوګانو کې د کډوالو لپاره د هرکلي نوي مرکزونه جوړ کړي.

د خیوس ښاروالۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې  دوی غواړي یوناني ټاپوګانو کې د هرکلي او نوم لیکنې مرکزونو کې د کډوالو د خراب وضعیت پر وړاندې اعتصاب وکړي. سرچینې زیاته کړې چې دوی دغه راز د ځایي چارواکو د هغې پرېکړې خلاف دي چې له مخې به یې ټاپوګانو کې نوي کمپونه جوړ شي.

سږ کال یونان کې یو ځل بیا د رسېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د چارواکو په حواله نن سبا تر ۳۷ زره ډېر کډوال د یونان په پنځو ټاپوګانو کې اوسېږي، حال دا چې یاد کمپونه یوازې د ۶۲۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.  

تر دې دمخه د یونان حکومت ویلي وو چې غواړي د یونان په ټاپوګانو کې د کډوالو کمپونه وتړي او پر ځایې «تړلي مرکزونه» جوړ کړي. خو ځایي چارواکي په دې اند دي چې ټاپوګانو کې د کډوالو شمېر باید کم کړل شي.

د لېسبوس، خیوس، کس، ساموس او لېروس ښاروالو ویلي چې ټاپوګانو کې د کډوالو شمېر باید د دغو سیمو د اوسېدونکو شمېر سره متناسب وي.

بل پلو خیوس کې د دولتي کارکوونکو یوې سندیکا ویلي چې د «هاټ سپاټونو د شرم» د غندلو لپاره باید یوه غونډه جوړه شي. یادې سندیکا دا هم ویلي چې کډوالو ته باید په اسانۍ سره اسناد ورکول شي ترڅو دوی وکولی شي له ټاپوګانو څخه ووځي او ځان ته د اوسېدو ځای ومومي.  

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فېلیپو ګراندي د نومبر په پای کې ټاپوګانو کې د کمپونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله. تر دې وړاندې ګڼو سازمانونو هم د کمپونو پر خراب وضعیت نیوکې کړې دي.

 


 

نورې ليکنې