دغه ځنګل کې لږترلږه ۷۵۰۰ افغان، سوریایي، عراقي او کنګویي کډوال ژوند کوي. کرېډېت: رمي کارلیې/کډوال نیوز
دغه ځنګل کې لږترلږه ۷۵۰۰ افغان، سوریایي، عراقي او کنګویي کډوال ژوند کوي. کرېډېت: رمي کارلیې/کډوال نیوز

د یونان په ساموس ټاپو کې لږترلږه ۷۵۰۰ سوریایي، افغان، عراقي او کنګویي کډوال ژوند کوي. یاد کسان له یوناني چارواکو سره خپلو مرکو ته په انتظار کې دي نو ځکه له ساموس څخه نه شي وتلی.

نن سهار د ساموس ټاپو په واتي سیمه کې باران ورېږي. د واتي په ناقانونه کمپ کې تر ۷۵۰۰ ډېر سوریایي، افغان، کنګویي او یا عراقي کډوال د خټو او کثافاتو په منځ کې ژوند کوي.

د ساموس د هرکلي مرکز په شاوخوا کې، چې په ۲۰۱۶ کې د ۶۵۰ کډوالو لپاره پرانیستل شوی، اوس یو «ځنګل» جوړ شوی دی. سمندر او واتي ښار ته نږدې ډېر کثافات غورځول شوي دي. هلته لږ شمېر کسان په کوچنیو کوټو کې د اوسېدو چانس لري. دغه کوټي د سوریایانو له خوا جوړېږي او بیه یې ۳۰۰ یورو ده. ځینې نور کسان له لرګیو څخه ځان ته سرپناوې جوړوي.

۴ کلن سوریایی کډوال عبدالرزاق د کېلې د خوړلو په حال کې دی او ډېر ټوخېږي. مور یې ورسره ده. نوموړې چې ۴۰ کاله یې عمر دی وایي چې سامو ته تر رسېدو وروسته یې ستونزې ډېرې شوې دي. هغه زیاتوي چې نه شي کولی د خپلو دوو ماشومانو درملنه وکړي او یا ورته کافي ډوډۍ پیدا کړي. نوموړې وایي: «هېڅوک نه غواړي چې په داسې یو ځای کې واوسېږي. موږ باید خپل کارونه پخپله وکړو. ځان ته باید کنارابونه جوړ کړو. شپې کې مږې پر کمپ یرغل کوي.»

ځنګل کې په خروارونو کثافات لیدل کېږي. کرېډېټ: شریف بي بي/کډوال نیوز

ټاپو کې بند پاتې شوي کډوال

له تېر دوبي راهیسې هره شپه نږدې سل کډوال له ترکیې څخه یونان ته رسېږي. په کال ۲۰۱۶ کې د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د کډوالۍ تړون تر لاسلیکېدو وروسته سږ کال یونان کې یو ځل بیا د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د یونان د څلورو نورو ټاپوګانو چارواکو په شان د ساموس ټاپو چارواکي وایي چې هلته د کډوالو شمېر تر اندازې زیات شوی دی او دوی نور خپلې سیمې ته د کډوالو د راتګ مخه نه شي نیولی. ټاپوګانو کې کډوال د خپلو غوښتنو د ثبتولو لپاره باید په میاشتو میاشتو انتظار وباسي. دوی په دغه موده کې ساموس کې بند پاتې کېږي او د واتي ښار د اوسېدونکو له بد چلند سره مخ دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان: د ساموس ټاپو ښاروال د یوې «سترې بشري فاجعې» په اړه خبرداری ورکوي

خو ځنګل کې سازمونه هڅه کوي چې له کډوالو سره مرسته وکړي. د بې سرحده ډاکټرانو ځایي مسوله فابین بارا وایي: «دلته وضعیت ډېر خراب شوی دی. دا د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو او د یونان حکومت د کډوالۍ سیاستونو اثرات دي.»

هغه کسان چې د کمپ د خنډونو نه بهر دي، اوبه، برېښنا او تشنابونو ته لاس رسی نه لري. د کمپ تشنابونو مخ ته د انتظار صف اوږد دی. ځوانه کنګویۍ کډواله مګالي چې د خپلې خیمې مخ ته ولاړه ده وایي: «دلته د زندان په شان دی. موږ په پلاستیکي خلطو او یا بوټلونو کې رفع حاجت کوو.»

مګالي او جوسف له کینشاسا څخه راغلي او د خپلو غوښتنو ارزولو ته انتظار کوي. کرېډېت: رمي کارلیې/کډوال نیوز

کډوال دغه راز ځان ته د نلونو څخه د خپلو ظرفونو د منځلو او د تشناب کولو په موخه کار اخلي. حال دا چې دغه نلونه د زیتون ونو ته د اوبو ورکولو لپاره لګول شوي دي. ځینې کسان د شپې له خوا د لرګیو د راټولو په خاطر د ونو لښتې پرې کوي.

د واتي ښاروال جیورجیوس دیونیسیو وایي: «معلومه خبره ده چې دا کار قانوني نه دی، دلته ژوند کول ناقانونه دي، ځکه چې دا د ځایي خلکو خصوصي ملکیت دی. خو تاسو غواړئ چې څه وکړئ؟ غواړئ چې دوی چېرته ولاړ شي؟» د واتي ښاروالۍ دنده لري چې له عامه ځایونو څخه کثافات راتول کړي، خو چارواکي وایي چې دوی کمپ ته لاسرسی نه لري ځکه چې دغه کمپ د کډوالۍ وزارت تر ادارې لاندې دی.

څه موده مخکې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان سیمه کې ۸۰ ګرځندویه تشنابونه او دغه راز د اوبو مخزنونه جوړ کړل.

روغتون کې نور ځای نشته

ساموس کې کډوال له خپلو هم توکمو سره ژوند کوي. د ځنګل په یوه برخه کې د ګامبیایي کډوالو یوه ۲۰۰ کسیزه ډله اوسېږي. د دغې ډلې «مشر» سېنې جانکو نومېږي. نوموړی ۱۱ میاشتې مخکې ساموس ته رسېدلی او تر ۲۰۲۲ پورې د پناه غوښتنه نه شي کولی. هغه وایي: «دلته مو شمېر ډېر دی. موږ د پخلي حق نه لرو خو چاره نشته. هغه خواړه چې دوی موږ ته راکوي څوک سپیو ته هم داسې خواړه نه ورکوي. بله خبره هم دا چې د همدغو خوړو د ترلاسه کولو لپاره باید ۴ ساعته په صف کې ودرېږو.»

نوموړی زیاتوي چې هر ګامبیایی کډوال په میاشت کې یو یورو ورکوي او دوی ځان ته ډوډۍ تیاروي. خو اصلي مشکل باران دی. سېنې جانکو وایي: «څو ورځې مخکې یوه ښځه ولوېدله او ټپي شوه. پولیسو ته مو ټېلېفون وکړ. دوی راته وویل چې یو امبولاس به راولېږي. خو امبولانس نه راغی او موږ پخپله دغه ماشومه روغتون ته یووړله.»

دغه ځای کې ۲۰۰ ګامبیایي کډوال ژوند کوي. کرېډېټ: رمي کارلیې/کډوال نیوز

د ساموس په ۱۲۳ بستره روغتون کې تش ځای پاتې نه دی. روغتون کې یوازې څو ډاکټران، یو روانپوه او د ماشومانو د ناروغیو یو متخصص کار کوي خو دوی نه شي کولی چې ټولو ناروغانو ته رسیدګي وکړي. کله ناکله یو ډاکټر کمپ ته راځي، خو هغه هېڅکله «ځنګل» ته نه ورځي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د یونان د مهاجرت نوی قانون د پناه غوښتنې شرایط نور سختوي

بل پلو کمپ کې د مېندوارو ښځو، ماشوم لرونکو کورنیو او بې سرپرسته کډوالو لپاره ځانګړی ځایونه جوړ شوی. خو هلته هم تش ځای نه دی پاتې. د بې سرحده مدافع وکیلانو غړې السکاندرا باتسیلا وایي: «زیان منونکي کډوال باید له ټاپو څخه ولاړ شي. خو د هغوی د روغتیایي وضعیت د ازمویلو لپاره ډاکټر نشته او دوی باید نور هم انتظار وباسي.» نوموړې دغه راز وایي چې ساموس کې د سازمانونو او ځایي چارواکو ترمنځ هېڅ اړیکه نشته. پرته له بې سرحده مدافع وکیلانو او دوو نورو یوناني سازمانونه هېڅوک کمپ ته لاسرسی نه لري.

بې سرپرسته او کم عمره کډوال

ساموس کې د ۳۰۰ بې پرسته کډوالو په ګډون ۱۷۰۰ کم عمره کسان هم اوسېږي. خو دوی یوناني ښوونځیو ته نه شي تللی. د پراکسیس (Praxis) او ستېل ای رایز (Still I Rise) په نامه سازمانونه ورسره مرسته کوي. ستېل ای رایز ۱۴۰ تنکیو ځوانانو ته د انګرېزي، تاریخ او ریاضي کورسونه جوړ کړي. خو تر ۲۰۰ ډېر کسان د انتظار په لېست کې دي.

مازي (Mazi) مرکز کې وضعیت یو څه ارام دی. دغه مرکز د ستېل ای رایز سازمان له خوا اداره کېږي. هلته ځینې ښوونیز پروګرامونه هم کډوالو ته برابر کړل شوي. خو د ستېل ای رایز یوه بنسټګره ګیولیا سیکولي وایي چې کډوال دلته د ډېرې مودې لپاره نه پاتې کېږي. «دوی ګوري چې ځینې ملګري یې د یونان مرکزي سیمو ته انتقال شوي، خو نه پوهېږي چې ولې دوی دلته پاتې دي. دوی داسې فکر کوي چې ستونزې یې پای ته نه رسېږي.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د یونان حکومت وایي چې ډېر ژر به ۴۰۰۰ کم عمره کډوالو ته سرپناه برابره کړي

بله ستونزه دا ده چې ساموس کې نه راجستر شوي او کم عمره کډوال یوازې پرېښودل کېږي او کمپ کې له ګواښونو سره مخ دي.

یوناني چارواکو وایي چې واتي ښار ته نږدې د ۱۵۰۰ کډوالو لپاره یو نوی کمپ پرانیزي. کرېډېت: رمي کارلیې/کډوال نیوز

د یونان حکومت ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په پیل کې واتي ښار ته نږدې د ۱۵۰۰ کډوالو لپاره یو داسې مرکز پرانېځي چې تړلی وي. د یونان لومړی وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس زیاته کړې چې دغه مرکز کې ۵۰۰۰ کډوال اوسېدلی شي. خو تر اوسه پورې د مرکز د جوړلو کار پای ته نه دی رسېدلی. د بې سرحده مدافع وکیلانو غړې الکساندرا په حواله دا یوه مبهمه پروژه ده. خو د سیمې ښاروالۍ وایي چې نه غواړي دغه ټاپو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کډوال ژوند وکړي. د ساموس ښاروال جیورجیوس دیونیسیو زیاتوي: «که یو نوی کمپ جوړ شي دا به د ټولو لپاره ښه وي. خو په دې شرط چې کمپ کې د ژوند شرایط ښه او انساني وي. اوس چې یونان ته د رسېدونکو کډوالو شمېر لوړ شوی او د پناه غوښتنې پروسه ډېره سسته پر مخ روانه ده ستونزې نور هم ډېرېږي.»

نوموړی زیاتوي چې د ژمي په را رسېدو سره د کډوالو د ژوند وضعیت لا نور هم خرابېږي.

 

نورې ليکنې