الفا سنـټر د ساموس والنتېرس سازمان له خوا جوړ شوی. کرېډېټ: رمي کارلیې
الفا سنـټر د ساموس والنتېرس سازمان له خوا جوړ شوی. کرېډېټ: رمي کارلیې

د یونان په ساموس ټاپو کې د کډوالو کمپ او واتي ځنګل ته نږدې د الفا په نامه یو مرکز مهاجرو ته ځانګړی شوی دی. دغه مرکز چې د ساموس والنتېرس سازمان له خوا جوړ شوی کډوالو ته ښوونیز، سپورټي او د سرګرمۍ او تفریح پروګرامونه برابروي.

د ساموس ټاپو د دیمیتریو پېترو په سیمه کې نږدې لس افغان او کنګویي کډوال یوې ودانۍ ته ننوځي. دا وداني چې «الفا سنټر» نومېږي ساموس «ځنګل» ته نږدې موقعیت لري چېرې چې تر ۷۵۰۰ ډېر کډوال پکې په خورا سختو شرایطو کې د خټو او کثافاتو په منځ کې ژوند کوي. یاد کسان له یوناني چارواکو سره خپلو مرکو ته په انتظار کې دي نو ځکه له ساموس څخه نه شي وتلی.

د ساموس والنتېرس (Samos Volunteers) په نامه سازمان د ۲۰۱۶ په ژمي کې واتي ښار کې خپل فعالیتونه پیل کړل. دغه سازمان کې نږدې ۵۰ رضاکاران، چې ۱۲ تنه یې د کمپ اوسېدونکي دي، کډوالو ته بېلابېل پروګرامونه – لکه د ژبې کورسونه، سپورټي فعالیتونه او رواني مشورې – برابروي. د ساموس والنتېرس غړې کورین تیمېرسما وایي: «موږ له هغوی سره ځکه مرسته کوو چې زړونه یې یو څه تازه شي. دلته داسې کسان شته چې له ډېرې مودې راهیسې په کمپ کې اوسېږي. په ډله کې یې د مجردو نارینه و شمېر زیات دی. دوی باید پر یو کار بوخت وي.»

دغه راز د دوو نورو سازمانونو – رفیوجي لا کلینېک برلین (Refugee Law Clinic Berlin) او د بې سرحده مدافع وکیلانو (Avocats sans frontières) – کارکوونکي هم مهاجرو ته د پناه غوښتنې حقونو په اړه معلومات ورکوي.

الفا مرکز کې کډوال په بېلابېلو ژبو خبرې کوي. مانا یې دا چې دوی له مختلفو هیوادونو څخه راغلي دي. خو دلته د نارینه و شمېر تر ښځو زیات دی. ځینې کډوال د چای دمولو په حال کې دي، ځینې کسان له یو بل سره خبرې کوي، ځینې کسان هم د بکګامون یا د شطرنج لوبې کوي. همدا شان مرکز کې دوه داسې سالونونه هم شته چې په یو وخت کې نږدې ۴۰ زده کوونکي پکې درس ویلی شي. آغلې کورین وایي: «دلته خلک د څو ساعتو لپاره د کمپ خراب وضعیت هېروي. دوی له یو بل سره خبرې کوي، لوبې کوي او یا ځان ته نوي ملګري پیدا کوي.»

«د مرکز رضاکاران له موږ سره ډېر انساني چلند کوي»

۲۰ کلن ویلیام د کامرون دی. نوموړی دوه اونۍ مخکې ساموس ټاپو ته رسېدلی دی. هغه وایي: «زه له ژبې او فرهنګ سره ډېره مینه لرم. هره ورځ دلته راځم ځکه غواړم چې انګرېزي او یوناني زده کړم. د مرکز رضاکاران له موږ سره ډېر انساني چلند کوي، خو په سړکونو کې څوک له مهاجرو سره داسې چلند نه کوي.» نوموړی «ځنګل» کې په یوازې توګه ژوند کوي چېرې چې د سوریایانو شمېر زیات دی او هغه یې په ژبه نه پوهېږي. ویلیام زیاتوي: «دلته ځان ارام احساسوم. مرکز کې څوک ما ته مشکل جوړولی نه شي.» که څه هم دلته څو ځله د مهاجرو ټېلېفونونه غلا شوي، خو د الفا سنټر رضاکاران هڅه کوي چې د کډوالو ترمنځ شخړې رامنځته نه شي. د کورین په حواله: «کله چې باران ورېږي مرکز کې د کډوالو شمېر ډېر وي. هغه مهال د شخړو د جوړېدو خطر شته.»

د مرکز یوه برخه ښځو او ماشومانو ته ځانګړې شوې ده او نارینه دغې برخې ته د ننوتلو حق نه لري. دغه راز د مرکز په زېرزمیني کې ښځې یوګا او یا فتنس هم کولی شي او یا هم خپلې جامې ګنډلی شي او یا له یوې بلې سره غږېدلی شي. د مرکز وداني هره شپه له ۱۱ تر ۱۷ بجو پورې ښځو ته ځانګړې کېږي.

کورین تیمرسېما زیاتوي چې ساموس والنتېرس د سیمې په یوه بله کوڅه کې د کالي مینځلو ۶ ماشینونه او د کالي وچولو ۶ الې هم لري. هره ورځ د ټولنې رضاکاران د کمپ له خنډونو څخه تېرېږي او کډوالو ته د کالي مینځلو تکټونه ورکوي. کډوال بیا خپلې جامې په خلطو کې اچوي او منځلو ته یې وړي. ورپسې د رضاکارانو ډلې د هغوی جامې مینځي. کورین وایي: «موږ ټول له دغه کار سره مینه لرو ځکه چې دا له کډوالو سره یوه فوري مرسته ده.» خو نوموړې دا هم وایي چې کمپ کې د کډوالو د زیات شمېر له کبله هر کس ته په درېو میاشتو کې یوازې یو ځل تکټ ورکول کېږي.

یاد سازمان د واتي ښاروالۍ سره ښې اړیکې لري او غواړي چې په راتلونکي کې یو نوی مرکز هم جوړ کړي چې د اوسني مرکز پرتله یې امکانات ډېر وي او د زیاتو کډوالو د ځایېدو ظرفیت هم ولري. خو د یونان حکومت د نوې پرېکړې په حواله اټکل دی چې د په راتلونکي کې به دغه ټاپو کې د کډوالو یو نوی مرکز جوړ شي. تر دې دمخه یونان حکومت ویلي وو چې د ۲۰۲۰ کال په پیل کې واتي ښار ته نږدې د ۱۵۰۰ کډوالو لپاره یو داسې مرکز پرانېځي چې تړلی وي. د یونان لومړی وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس زیاته کړې چې دغه مرکز کې ۵۰۰۰ کډوال اوسېدلی شي. خو تر اوسه پورې د یاد مرکز د جوړلو کار پای ته نه دی رسېدلی. کورین وایي: «موږ نه پوهېږو چې د دغه مرکز کارونه څنګه ترسره کېږي. نو ځکه باید لږ څه انتظار وکړو.»


الفا سنتر د ساموس په دیمیتریو پېترو سړک کې موقعیت لري. دغه مرکز د دوشنبې تر جمعې پورې د ۸ تر ۶ بجو پورې پرانیستی دی. د شنبې په ورځ یاد مرکز له ۹ تر ۱۱ بجه پرانیستی دی. خو د مرکز وداني هره شنبه له ۱۱ تر ۱۷ بجو پورې ښځو ته ځانګړې کېږي. د کالي منځلو تکټونه هره ورځ د ساموس کمپ پر اوسېدونکو وېشل کېږي.

 

نورې ليکنې