په منځ کې ایمل ناست دی. کرېډېټ: ایمل
په منځ کې ایمل ناست دی. کرېډېټ: ایمل

تېره سه شنبه بوسنیایي چارواکو د دغه هیواد په شمال لوېدیځه سیمه ووچیاک کې د مهاجرو کمپ وتاړه او د کمپ اوسېدونکي یې د بوسنیا پلازمېنه سرایېو ته انتقال کړل. ووچیاک کمپ کې په سلګونو کډوالو په خورا سختو شرایطو کې ژوند کاوه. افغان کډوال ایمل چې د ووچیاک کمپ اوسېدونکی و خپل د سترګو لیدلی حال وایي.

«زما نوم ایمل دی، د افغانستان د وردګ ولایت اوسیدونکي یم. له ۶ میاشتو راهیسې په بوسنیا کې اوسېږم. د چهارشنبې سهار په ۷ بجو چارواکو ووچیاک کمپ وتاړه او د کمپ اوسېدونکي یې سرایېوو ته انتقال کړل. زما په څېر ګڼو کسانو نه غوښتل چې د سرایېوو کمپ ته راشي. دا کمپ یوه پخوانۍ پوځي اډې ده او پکې د ژوندانه لومړنې اسانتیاوې هم نشته.

ما غوښتل چې بېرې کمپ ته ولاړ شم. خو چارواکو ما ته وویل چې کمپ کې تش ځای نشته. د همدې کبله ما په ووچیاک کې بې کارته ژوند کاوه. د کارت د نه لرلو له کبله مې یوه ورځ په زندان کې تېره کړه. بیا چارواکو دغه کمپ ته راوستلم.

زیاتو کسانو نه غوښتل چې دلته راشي، خو چارواکو د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخیست. ځینې کډوال ټپیان شول. زه نه وایم چي ووچیاک ډېر ښه ځای و او هر ډول امکانات یې درلودل. خو دومره ویلی شم چې د سرایېوو تر کمپ ښه و. هلته د بوسنیا خلکو له موږ سره مرستې کولې. دوی موږ ته ګرمې جامې، بوټان، کمپلونه او نور شیان راکول. خو دلته څوک له موږ سره مرسته نه کوي.

 

ځینې کډوال په ناروغیو اخته دي. دوی ټول سپږې لري. ځکه چې دلته د ځان مینځلو لپاره ځای نشته. سربېره پر دې چې په اونۍ کې یو ځل کمپ کې د حشرو ضد دوا پاشل کېږي، خو حشرو د مسافرو په بدنونو کې ځای نیولی دی.

پولیسو د کمپ اوسېدونکي په ۱۱ موټرو کې سپاره کړل. ځینې کډوال دلته راوړل شول. ځینې کسان یو بل کمپ ته لېږدول شول. اوس مهال نږدې ۷۰۰ کسان په دغه کمپ مېشت دي. خو کمپ کې اوبه او برېښنا نشته.

کمپ مو یوازې ۴ تشنابونه لري. موږ په ساعتو ساعتو انتظار کوو تر څو مو وار ورسېږي. ویده کودلو لپاره پر ځمکې باندې پلاستیکونه اچول شوي او ورباندې د پلاستیکو څخه جوړ شوي توشکونه هوار شوي دي. خو د سړې هوا له کبله څوک خوب نه شي کولی.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې او د سره صلیب سازمان موږ ته د خوړو لپاره پاڼې راکړې دي. د همدغو پاڼو له مخې هره ورځ درې ځله موږ ته ډوډۍ ورکول کېږي. خو ډوډۍ او خواړه یې ښه او کافي نه دي.

زیات شمېر کسان په ناروغیو اخته شوي دي. خو دلته ډاکټر نشته چې موږ ته دوا راکړي. حال دا چې دېری کسان د ووچیاک کمپ د تخلیې عملیاتو پر مهال د پولیسو له خوا وهل شوي او ټپیان دي.

کمپ ته نږدي یو دوکان جوړ شوی دی چې پر کډوالو اوبه خرڅوي. بوسنیا کې څوک کډوالو ته پام نه کوي. موږ د پولیسو د تاوتریخوالي سره مخ یو. په موږ باندې تجارت روان دي.

د کمپ اوسېدونکي نه غواړي چې په بوسنیا کې پاتې شي. دوی هڅه کوي چې کروېشیا ته ځانونه ورسوي او اروپایي هیوادونو ته ورشي. خو کله چې موږ غواړو کروېشيا ته ولاړ شو هلته د کروېشیا پولیس موږ نیسي او کالي مو را باسي. دوی ټول کډوال بوسنیا ته بېرته استوي.»

 



 

نورې ليکنې