له ارشیف څخه. کرېډېټ: انسا پولیزیا دي ستاتو
له ارشیف څخه. کرېډېټ: انسا پولیزیا دي ستاتو

د ایټالیا پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې یوه داسې قاچاق وړونکې شبکه یې له منځه وړې چې په لسګونو کډوال یې له یونانه د ایټالیا سوېلي سیمې ته انتقالول.

د ایټالیا پولیسو په یوه خبرپاڼه کې وایي چې دغه ډله دوه څانګې لرلې چې لومړۍ څانګه یې په ایټالیا کې د یو ایتالوي تر مشرۍ لاندې وه او دویمه څانګه یې یونان کې د یو سوریایي کرد له لوري اداره کېدله.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې دغې ډلې له ترکیې نه یونان ته رسېدونکو کډوالو ته په اټن ښار کې د اوسېدو ځایونه برابرول.

ورپسې کډوال له اټن څخه د یونان کورفو ټاپو ته انتقال کېدل او بیا په کښتیو کې د ایټالیا سالېنتو سیمې ته استول کېدل.

سرچینه زیاتوي چې د ډلې یونانۍ څانګې له هر یوه کسه ۶۰۰۰ یورو اخیستلې.

یاده ډله د یوناني او ایټالوي پولیسو او د اروپا د قضایي همکاریو ادارې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې له منځه تللې ده.

ایټالوي پولیسو ویلي چې په دې عملیاتو کې یې ۹۹ ناقانونه کډوال موندلي دي. دغه راز ۲۹ کسان چې د کډوالو په قاچاقولو کې یې لاس درلود د پولیسو له لوري پېژندل شوي او د ۱۳ تنه نورو د نیولو امر صادر شوی دی. 

 

نورې ليکنې