زيات مرستندويه سازمانونه هم د کښتيو په مرسته انسانان ژغوري
زيات مرستندويه سازمانونه هم د کښتيو په مرسته انسانان ژغوري

د نړيوالو قوانينو له مخي ټولې کښتۍ په دې مکلفي دي چي د هغو کسانو سره مرسته وکړي چي په سمندر کي د ستونزو سره مخامخ سوي وي. خو کله چي ژغورونکي کښتۍ د غير دولتي سازمانونو ملکيت وي نو دا پوښتنه کيږي چي «څه کول به سم وي؟» يو کارپوه يې وضاحت کړی.

د اوشين وايکينګ په نوم د ژغورنې شخصي کښتۍ ته د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۱۱مه) اجازه ورکوله سوه چي په ايتاليا کي لنګر واچوي. دغې کښتۍ يوه اونۍ تر مخه د ليبيا په ساحل کي يو شمېر مهاجر له اوبو ژغورلي ول. دغه مهاجر په دې هڅه کي ول چي له ليبيا څخه د مديترانې له لاري و اروپا ته ځان ورسوي.

د اوشين وايکينګ، اېس او اېس مديترانې او د بې سرحده ډاکټرانو سازمانونه زيات وختونه په دې تورنيږي چي ګواکي د انساني قاچاق سبب کيږي. بعضي متنقدين حتی دغو سازمانونو ته د مهاجرو له پاره و اورپا ته د رسېدو په ترڅ کي د
»تکسي خدماتو« په وړاندي کولو تورنوي.

د آلمان پروتستانت خبري آژانس (
EPD) د کارپوه نېله ماتڅ ليوک سره پر دغه موضوع خبري کړي او له هغه يې پوښتلي چي په سمندر کي د ستونزو سره مخامخ کسانو په ژغورنه کي کوم اصول مهم وي. ماتڅ ليوک د آلمان د کيل په پوهنتون کي سمندر سره تړلو نړيوالو قوانينو کارپوه دی. ورسره د ياد آژانس سوال او جواب لاندي لوستلای سئ:

پوښتنه: يو کس يا کښتۍ څخه وخت په اضطراري حالت کي قرار لري او کله يې مرسته حتمي ده؟

ماتڅ ليوک: په سمندر کي اضطراري حالت صرف هغه وخت نه رامنځ ته کيږي چي خلک تر مخه لا په اوبو کي وي او د غرقېدو ګواښ يې موجود وي. بلکه که يو کس، يا کښتۍ يا پکښي ګواښونکی بار سوی سامان په خطر کي وي، نو داسي يو حالت اضطراري حالت بلل کيږي. خو صرف د موسم خرابی يا د ژغورنې د يو جانکټ نه شتون البته د اضطراري حالت ښکارندوی يا سبب نه سي کېدلای. په سمندر کي اضطراري حالت هغه وخت رامنځ ته کيږي چي د بيلګي په توګه کښتۍ په بشپړه تر اندازې زیاته ډکه وي او يو ناسم حرکت د کښتۍ د اوښتو لامل کيدلای سي. دا چي په مديترانه کي د مهاجرو نژدې ټولي کښتۍ په سمندر کي د سفر جوګه نه وي او نژدې هميشه تر اندازې ډيري ډکي وي نو په ټولو يادو حالاتو کي اضطراري حالت موجود وي او بايد چي په دغو کښتيو کي سپاره انسانان وژغورل سي.

پوښتنه: دا فيصله څوک کوي چي اضطراري حالت واقع دی که نه؟

ماتڅ ليوک: عموما د کښتۍ چلوونکی يا د کښتۍ کپتان په دې تړاو تصميم نيسي. خو عموما د مهاجرو کښتۍ کښتۍ چلوونکی يا کپتان نه لري. په داسي يو صورت کي نو مرستي ته د ورتلونکي کښتۍ کپتان بايد فيصله وکړي چي ايا اضطراري حالت واقع دی که نه. دا پرېکړه د سمندر له پاره د هغه نړيوال قانون په رڼا کي کيږي چي له مخي يې هره کښتۍ مکلفه ده چي په اضطراري حالت کي په ژوند ژغورنه کي مرسته وکړي. خو په دغه قانون کي په دقيقه توګه ټول موارد نه دي راغلي او توضيحات نه دي ورکول سوي چي په کومو مواردو کي دغه مکلفيت رامنځ ته کيږي. د بېلګي په توګه په دغو قوانينو کي نه دي راغلي چي مرستي ته اړه کښتۍ بايد له وچي څخه په کومه فاصله کي موجوده واوسي چي ورباندي د اضطراري حالت اطلاق وسي. دا فيصله د کښتۍ کپتان ته سپارل کيږي ځکه چي سمندر د انسانانو له پاره خطرناک ځای دی. په بعضو مواردو کي په مديترانه کي په ماموريت بوختي څارونکي الوتکي و مرستندويانو ته د کښتۍ د اضطراري حالت په تړاو معلومات ورکوي.

پوښتنه: د مرسته کوونکي يا لټون کوونکي کښتۍ د کپتان وظايف او مکلفيتونه څه دي؟

ماتڅ ليوک: کپتان دا وظيفه او ملکفيت لري چي په بېړني حالت کي واقع انسانان وژغوري او خوندي ځای ته یې انتقال کړي. يو بايد يو ځل بيا ووايم، چي په قانون کي په دقيقه توګه د
»خوندي ځای« تفسير نه دی راغلی. نو له دې کبله دلته هم فيصله او تفسير په کپتان پوري تړلې وي. خوندي ځای بايد نه يوازي چي وچه وي بلکه هلته بايد دغو ژغورل سوو کسانو ته د تعقيب، شکنجه او يا بل ډول هيڅ خطر موجود نه وي. ليبيا په دې توګه په خوندي ځای کي نه راځي. په دې حقيقت کي دا هم فرق نه راوړي چي ژغورل سوي کسان و اروپا ته د داخليدو حق لري او که نه. په دې ترڅ کي دا هم هيڅ فرق نه رامنځ ته کوي چي دغه کسان په قصد سره اضطراري حالت کي راوستل سوي او که د تصادف له مخي. 

 

نورې ليکنې