د اسناد نه لرونکي مهاجر په توګه ژوند ډېر سخت وي. خو که داسي يو کس ناروغ سي نو حتی د ژوند د ګواښ سره مخامخ کيدلای سي. په داسي حالت کي په يونان کي چيري مرسته ترلاسه کيدلای سي؟
په ۲۰۰۸ کال په يونان کي رامنځ ته کېدونکي اقتصادي بحران د دغه هيواد
روغتيايي او د ټولنيزو مرستو نظام ته سخت فشار ثابت سو. د ياد اقتصادي بحران
وروسته کالونو کي په دغه هيواد کي په مليونونو انسانانو صرف په محدوده توګه و
روغتيايي مراقبت ته لاسرسی درلود. خو په ۲۰۱۶ د کيڼ اړخي حکومت له خوا رامنځ ته
سوي اصلاحاتو لږ بهتري رامنځ ته کړه.
په آلمان کي د اسناد نه لرونکو درملنه څنګه کيږي؟
په مجموعي توګه هر هغه کس چي اضطراري طبي مراقبت ته اړتيا لري، د يونان د روغتيايي مراقبت په سيسټم کي منل کيږي او ورسره اړينه مرسته کيږي. په دې ترڅ کي هغه مهاجر هم روغتون ته وړل کيږي او په مفته توګه يې علاج کيږي، څوک چي اسناد نه لري. په داسي يو صورت کي دغه مهاجر که ثبت سوي نه وي، چارواکو ته نه معرفي کيږي او نه هم بايد بل ډول کومه بېره ولري.که تاسو په يونان کي ثبت نه ياست او اقامه نه لرئ نو تاسو صرف په اضطراري روغتيايي حالت کي د روغتيايي مراقبت حق لرئ. په پاتو نورو تولو غير اضطراري روغتيايي ستونزو کي اقامه نه لرونکي کسان په په اصطلاح بې اسنادو کسان د عامه روغتيايي ادارو څخه هغه خدمات نه سي ترلاسه کولای لکه چي ثبت سوي مهاجر يا يونانيان يې ترلاسه کوي لکه له روغتون څخه دباندي درملنه، د تشخيص له پاره طبي معاينات، درمل او ورته نور طبي خدمات.
خو يو شمېر غير دولتي سازمانونه و اسناد نه لرونکو مهاجرو ته د اضطراري روغتيايي حالت علاوه په عامو حالاتو کي هم د روغتيايي مراقبت آسانتياوي برابروي. له دغو څخه بعضي يې لاندي پېژندلای سئ:
د پېوستون يا سوليدېرتي روغتونونه (KIFA)
د ۲۰۰۹ کال وروسته په يونان کي د »سوليدېرتي روغتونونه« په نوم حرکت رامنځ ته سو چي په کيفا (KIFA) هم مشهور دی. په دغه حرکت کي ګڼ شمېر درملتونونه او روغتونونه ګډون لري او د هغو مهاجرو مفته درملنه کوي چي اسناد نه لري.
دغه کلينيکونه په ټول يونان کي شتون لري او د غيردولتي سازمانونو او بسپنه ورکوونکو له خوا تمويليږي. دغه روغتونونه نه يوازي اسناد نه لرونکو مهاجرو ته بلکه هغو يونايانو ته هم طبي مراقبت ورکوي چي روغتيايي بيمه لري خو د درملو رانيولو له پاره پيسې نه لري.
پرانستي پولي کلينيکونه
د نړۍ د ډاکټرانو (Medecins du Monde) په نوم سازمان د »پرانستي پولي کلينيکونه« په نوم روغتونونه تمويلوي. دغه روغتونونه بنيادي روغتيايي مراقبت، پسايکو تولنيز مشاورت او مفت درمل هغو کسانو ته ورکوي چي د عامه روغتيا په نظام کي شامل دي خو د درملو له پاره اړين اقتصادي توان نه لري او يا هم اسناد نه لرونکي مهاجر دي.
تر اوسه دا ډول شپږ روغتونونه سته چي په اتن، پيرويس، سالونيکي، پاتراس، چانيا او کاوالا کي موقعيت لري. خو اوس بعضي بدلونونه پر لاري دي چي ښايي د دغو روغتونونو مراقبت محدود سي.
پراکسيس
د پراکسيس (PRAKSIS) په نوم يو غيردولتي سازمان په اتن او تيسالونيکي کي هغو کسانو ته طبي مراقبت او درملنه وړاندي کوي چي و عامه روغتيايي نظام ته لاسرسی نه لري. په دغو کي اسناد نه لرونکي يا غير ثبت سوي مهاجر هم شامل دي.
د پراکسيس سازمان سره زيات شمېر داخله ډاکټران، د ماشومانو ډاکټران، نسايي ډاکټران، د غاښونو ډاکټران، د پوستکي ډاکټران او د سترګو متخصص ډاکټران همکاري لري. دغه کلينيکونه او ډاکټران اړ کسانو ته مفت درمل او په همدې شان اړين واکسين هم ورکوي.
د بسپنو د کمښت ستونزه
هغه غيردولتي سازمانونه چي د غير ثبت سوو مهاجرو د طبي مراقبت له پاره کار کوي اکثره يې په بسپتنو تمويليږي. خو دغه سازمانونه له دې شکايت کوي چي ورسره په هغه اندازه مرستي نه کيږي لکه چي اړتيا يې ده. هغوی وايي چي د پيسو د کمښت له کبله د اړ کسانو سره په هغه اندازه د درملو او طبي مراقبت مرسته نه سي کولای لکه چي ورته ضرورت وي.
د دغو سازمانونو سره بعضي دولتونه او اروپايي اتحاديه هم کومکونه کوي. خو دغه سازمانونه وايي چي په تيرو وختونو کي ورسره يادي مرستي کمي سوي دي او له همدې کبله يې د کار اغېزمنتيا د ګواښ سره مخامخ ده.
مهم ادرسونه
اتن:
Athens Solidarity Center, 2 Domokou st., (opposite Athens Railway Station, 2nd floor), Monday-Friday 9:00-19:00, Tel. 210 822 0883
Open Polyclinic of Medecins du Monde, 12 Sapfous st., Tel.
210 3213150
تيسالونيکي:
Thessaloniki Solidarity Center, 29A Ptolemaion st.,
Monday-Friday 9:00-17:00, Tel. 2310 501030, 2310 501040
Open Polyclinic of Medecins du Monde (same address as Thessaloniki Solidarity Center, above), Tel. 2310 566641