کډوال د یونان په موریا کمپ کې. کرېډېت: رویترز
کډوال د یونان په موریا کمپ کې. کرېډېت: رویترز

د فرانسې حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل چې چمتو ده «په راتلونکو میاشتو کې» ۴۰۰ کډوال ومني چې په یونان کې اوسېږي. چارواکو زیاته کړې چې دوی یونان کې د «بشري کړکېچ» د پای ته رسولو په موخه ده هیواد ته «د مرستې لاس غځوي».

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه هیواد حکومت له یونان سره د مرستې په موخه چمتو دی چې ۴۰۰ کډوال ومني چې په یونان کې اوسېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په حواله په کال ۲۰۱۹ کې یونان ته یو ځل بیا د ننوتونکو کډوالو شمېر لوړ شوی دی. نن سبا یاد هیواد کې تر ۱۰۳ زره ډېر کډوال ژوند کوي.

سرچینې زیاته کړې چې په ۲۰۱۹ کې تر ۵۵ زره ډېر کډوال له ترکیې څخه د اژې سمندر له لارې یونان ته ننوتلي دي. دغه راز د روان کال پر مهال تر ۱۴ زره ډېر کسان د ځمکې له لارې له ترکیې یونان ته رسېدلي دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د سړې هوا له کبله د ترکیې او یونان په سرحدي سیمه اېوروس کې ۶ کدوال مړه شوي

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په حواله له ۲۰۱۷ راهیسې دا لومړی ځل دی چې فرانسه یونان ته د مرستې لاس غځوي.

د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ فرانسې له یونانه ۴۳۲۲ کډوال منلي وو. دغه راز د اروپايي ټولنې د «بیا ځای ورکولو» پروګرام په چوکات کې ۳۰ زره کډوال له یونانه نورو اروپایي هیوادونو ته انتقال شوي ول.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د اروپا د پناه غوښتنې په سیستم کې باید بدلون راشي. د سرچینې په حواله که څه هم دا یوه موقته مرسته ده، خو په اوږدمهال کې نورو هیوادونو هم پکې برخه اخیستلی شي.

بل پلو اټن کې د فرانسې سفیر پتریک مېزوناو یوناني خبري اژانس انا ته ویلي چې فرانسه او د اروپا د پولو ساتنې اداره یا فرانتکس هڅه کوي چې رد شوي کډوال له یونانه وشړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: رپوټ: د ساموس په «ځنګل» کې کډوال د کثافاتو په منځ کې ژوند کوي (۱/۴) 

نوموړي زیاته کړې چې د یونان د نوي «بشري کړکېچ» د پای ته رسولو په خاطر له دغه هیواد سره مرسته کوي. د ده په خبره: «د اروپا د پناه غوښتنې په سیستم کې باید بدلون راشي. د یونان په ټاپوګانو کې وضعیت ډېر خراب دی.»

نن سبا تر ۳۷ زره ډېر کډوال د یونان په پنځو ټاپوګانو – لېسبوس، ساموس، خیوس، لېروس او کس – کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي. حال دا چې یاد «هاټ سپاټونه» یوازې د ۶۲۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتونکو د وېشلو مسله له ۲۰۱۵ راهیسې پر یوې شخړېزې موضوع بدله شوې، ځکه د یادې ټولنې څلور هیوادونه – چک، هنګري، پولنډ او سلواکیا – د کډوالو د منلو ډډه کوي.

 

نورې ليکنې