ګامبیایي کډوال سیدي بادي د روان کال له اکټوبر راهیسې په ساموس کې اوسېږي. کرېډېټ: رمي کارلیې
ګامبیایي کډوال سیدي بادي د روان کال له اکټوبر راهیسې په ساموس کې اوسېږي. کرېډېټ: رمي کارلیې

۳۱ کلن ګامبیایی کډوال سیدی بادي د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې د یونان ساموس ټاپو ته رسېدلی دی. نوموړی وایي چې له سنېګاله تر لیبیا او له مصره تر قزاقستان پورې یې ۵ کلونه په لاره کې تېر کړي دي. هغه هیله لري چې ناروې ته ولاړ شي چېرې چې د نوموړي د تره زوی اوسېږي.

«په ۲۰۱۴ کې له ګامبیا څخه ووتم. خو زه اقتصادي مهاجر نه یم. خپل هیواد کې مې ښه دنده درلودله. د ګامبیا د اوبو او برېښنا په ملي شرکت کې برقي وم. دغه شرکت په سروکوندا سیمه کې موقعیت درلود چې پلازمېنې ته نږدې سیمه ده. ډېپلومونه مې راسره دي. زه د خپل ژوند د ساتنې لپاره تښتېدلی یم. زه په یوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلی یم، خو ډېری ملګري مې عیسویان ول. ما د هغوی تر اثر لاندې خپل دین بدل کړ. خو د خپلې کورنۍ او د ټولنې له ګواښونو سره مخ شوم. دوی غوښتل چې زه بېرته مسلمان شم. بیا یې ما ته د مرګ ګواښ وکړ.

لومړی سنېګال ته لاړم او د هالنډ د ویزې غوښتنه مې وکړه. خو کله چې مې غوښتنه رد شوه له سنېګاله مالي او نیجریا ته ولاړم. اګادز ښار کې مې له قاچاق وړونکو سره اړیکه ونیوله. دوی زه طرابلس ته راوستم. یو کال او ۸ میاشتې په طرابلس کې وم. طرابلس کې مې ۶ میاشتې په زندان کې تېرې کړې او دوی زه سخت شکنجه کړم. 

برمته کوونکو ما ته ویل چې باید خپلې کورنۍ ته تېلېفون وکړم او له هغوی نه پیسې وغواړم. ما ویل چې زه کورنۍ نه لرم. بالاخره له زندانه خوشی شوم. په عامه ودانیو کې مې ژوند کاوه او کوچنۍ دندې مې درلودلې. څو ځله مې هڅې وکړې چې په کښتیو کې ایټالیا ته ولاړ شم، خو بریالی نه شوم. وضعیت مې ډېر خراب و. نو ځکه مصر ته لاړم. یو کال او درې میاشتې په مصر کې وم.

په قزاقستان کې مې خپل ورور وموند

خو مصر کې مې کار نه درلود. د شپې له خوا په خرابو موټرونو کې مې خوب کاوه. هلته له یو نایجریایي سره اشنا شوم. هغه را ته وویل چې د قزاقستان ویزې غوښتنه وکړم. غوښتنه مې ومنل شوه. په الوتکه کې د قزاقستان پلازمېنه استانې ته لاړم. هلته هوا ډېره یخه وه. د انګرېزي ژبې درس به مې ورکاوه. خو دنده مې پای ته ورسېدله. بیا مې فوټبال پیل کړ. د فوټبال په ډله کې له یو غنایي کډوال سره اشنا شوم. هغه را ته وویل چې له ده سره په یوه کوچني اپارټمان کې اوسېدلی شم. استانه کې مې خپل یو ورور هم پیدا کړ. هغه هم استانې ته راغلی و خو په یوه بله طریقه. ورور مې هم ښه فوټبالر و. یو قاچاق وړونکي ور ته ویلي و چې روسیې ته ولاړ شي. خو زما ورور په اخر سر کې استانې کې بند پاتې شوی و.  

استانه کې مو له ترکیې سفارت څخه د ترکیې ویزې غوښتنه وکړه. غوښتنه مو ومنل شوه. خو ترکیه کې موږ پولیسو ونیولو. ۱۵ ورځې مو په زندان کې تېرې کړې. له زندانه تر خوشي کېدو وروسته مو څو میاشتې د استانبول په اق سرای محله کې تېرې کړې چې یوه خطرناکه سیمه وه. یوه ورځ مو د سمندر او اروپا په لور سفر وکړ. د تره زوی مې په ناروې کې اوسېږي او تره مې په فرانسه کې.

قاچاق وړونکو موږ په یوه کوچنۍ بېړۍ کې سپاره کړو. سمندر ارام و. خو په لاره کې د کښتۍ تېل خلاص شو. عاجلې شمېرې ته مو تېلېفون وکړ خو هېچا ځواب نه راکاوه. بیا یوه یونانۍ کښتۍ راغله او له موږ سره مرسته وکړه. کڅوړه مې په کښتۍ کې پاتې شوه چې زما تېلېفون، کالي او پیسې په کې وې. خو له نیکه مرغه زما ډېپلومونه زما د ورور په کڅوړه کې ول. 

د سهار په ۴ بجو ساموس ته ورسېدو. په ۷ بجو پولیسو موږ یو کمپ ته انتقال کړو. موږ ته یې کمپلونه راکړل او و یې ویل: «کمپ ډک دی. تاسو باید د خپل ځان چاره وکړئ.» ځینې ګامبیایي کډوال له موږ سره مرسته وکړه. دلته شاوخوا ۲۰۰ ګامبیایان په ځنګل کې اوسېږي. دوی موږ ته یوه خیمه راکړه چې بیه یې ۹۰ یورو وه. اوس خپلې مرکې ته انتظار کوو. لومړۍ طبي مرکه مې په جنورۍ کې ده.» 

 

نورې ليکنې